جبري زده‌کړې

په جرمني کې زده‌کړې جبري دي. دلته ټول اوسېدونکي ماشومان بايد په شپږ يا اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ شي. جبري زده‌کړې لږ تر لږه تر نهم ټولګي پورې دوام کوي.

دا عمومي قانون په دې مانا دی چې د کډوالو بچيان هم بايد ښوونځی ووايي او ځينې وخت جرمني ته له راتګ وروسته په لنډ وخت کې ښوونځي ته داخليږي. ښوونځيو ته د شاملېدو سيستم له يوه تر بل ايالته توپير کوي. د زياتو مالوماتو لپاره د هر فدرالي ايالت د ښوونځيو د سيستم په اړه زموږ فرعي مالوماتي څپرکي ولولئ.

زما بچيان بايد کوم ښوونځيو ته ولاړ شي؟

په لومړي سر کې بايد ټول ماشومان لومړنيو ښوونځيو ته ولاړ شي. لومړني ښوونځي تر څلورم يا شپږم ټولګي پورې دي او په هر ايالت کې له بل سره توپير لري. له لومړني ښوونځي وروسته ماشومان منځني ښوونځي ته ځي. د منځني ښوونځي ډول د زده‌کوونکي په راتلونکي ژوند د پام وړ اغېز لري. هر څومره چې د هغه نومرې لوړې وي؛ په هماغه کچه په پوهنتونونو او مسلکي ژوند کې ډېر چانسونه ترلاسه کوي. ابيتور (Abitur) له ښوونځي د فراغت تر ټولو لوړ سند دی. پوهنتون ته تګ يوازې د ابيتور له سند سره ممکن دی. په ځينو فدرالي ايالتونو کې د ماشوم. نومرې او د هغه يا هغې د ښوونکو ارزونه ټاکي چې ماشوم بايد کوم ښوونځي ته ولاړ شي خو وروستۍ پرېکړه ميندې او پلرونه کوي او کېدای شي د ښوونکو سپارښتنه په پام کې ونه نيسي. که ماشوم کمې نمرې ولري؛ ستونزمنه به وي چې په عالي ښوونځيو کې ومنل شي.

که غواړئ په خپله سيمه کې د ښوونځيو د سيستمونو په اړه پوه شئ؛ د خپل ايالت د ښوونځيو د سيستم په اړه زموږ مالوماتي څپرکي ولولئ.

د جرمني ښوونځيو د نومرو سيستم

د جرمني د ښوونځيو د نومرو سيستم

په جرمني کې نومرې له ۱ تر ۶ پورې دي. يو تر ټولو لوړه نومره او ۶ تر ټولو ټيټه نومره ده. زده‌کوونکي په کال کې دوه ځله ارزول کيږي او په هر مضمون کې اخستل شوې نومرې يې په يوه راپور کې ليکل کيږي. د کال د منځ د ارزونې راپور يا اطلاعنامه په عمومي ډول د جنورۍ په پای کې ورکول کيږي څو ميندې او پلرونه وکړای شي د خپلو بچيانو په کړنو خبر شي او ارزونه يې وکړي. کلنۍ اطلاعنامې ډېر وخت د د دوبي له رخصتيو وړاندې ورکول کيږي او ښيي چې ماشوم بل ټولګي ته تلای شي که همدا بايد بيا ځلې تکرار کړي. په ډېرو لومړنيو ښوونځيو کې د زدکړو د لومړنيو دوو کالونو په اطلاعنامو کې نومرې نه ليکل کيږي او پر ځای يې د ښوونکو له لوري د زده‌کوونکو د کړنو د ارزونې لنډيز ليکل کيږي.

ټيټې نومرې ناورين نه دی. ښوونکي به خوښ شي که تاسې ته ستاسې د بچيانو د کړنو او په‌ ښوونځي کې د ښه فعاليت په اړه مشورې درکړي. له دې پرته د دې کار لپاره ګڼ مشورتي مرکزونه هم فعال دي. په JMD کې د دې مرکزونو لټون کولای شئ او انلاين مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو ځواب ورکوي. همدا ډول د واالدينو شمېرې (۰۸۰۰۱۱۱۰۵۵۰) ته هم زنګ وهلای او د خپلې ستونزې په اړه مشوره او مرسته ترې غوښتلای شئ.

که ماشوم لا هم په جرمني ژبه خبرې نه شي کولای؛ بايد څه وکړي؟

هغه ماشومان او نوي ځوانان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی بايد د ژبې په ځانګړو کورسونو کې ګډون وکړي او د جرمني له کلتور او ژبې سره بلد شي. دې کورسونو ته ځينې وخت د ښه راغلاست ټولګي (Willkommensklassen)، (Vorbereitungsklassen)، يا (Übergangsklassen) وايي. دا ټولګي ماشومان عادي ښوونځيو ته د شاملېدو لپاره برابروي. د تيارۍ په دې ټولګيو کې په تدريجي ډول د زده‌کوونکو عمر ته په کتو  د هغوی وړتياوې او د ژبې مهارتونه ارزول کيږي.

آيا د عمومي يا دولتي ښوونځيو کوم بل بديل شته؟

هو. په جرمني کې خصوصي ښوونځي هم شته چې چارې يې د کليساوو يا نورو شخصي بنسټونو له لوري پر مخ ځي. شخصي ښوونځي ډېر وخت د تدريس له ځانګړو ميتودونو کار اخلي او کابو تل د فيس غوښتنه کوي. که غواړئ بچيان مو په شخصي ښوونځيو کې شامل کړي؛ لومړی يې د شرایطو، لګښتونو او غوښتنو په اړه ځان پوه کړئ. د خپل ايالت يا ښار په اړه د ښوونځيو مالومات لاندې موندلای شئ.

که ماشوم په زده‌کړو کې ستونزې ولري او يا ځانګړې زده‌کړه وغواړي؟

په ډېرو ښوونځيو کې معلول يا معيوب ماشومان هم له نورو ماشومانو سره په ګډه زده‌کړې کولای شي. د دې تر څنګ د ځانګړو اړتياوو لرونکو ماشومانو ته ځانګړي ښوونځي هم شته. که ماشوم مو وړکتون ته ځي؛ د هغه د وړکتون له مسؤولينو وپوښتئ چې ماشوم مو ځانګړې اړتياوې لري او که نه. همدا شان که جرمني ته تازه راغلي ياست؛ د خپل اوسېدو په ځای کې د ټولنيزو چارو له کارکوونکو په دې اړه مشوره وغواړئ.

په JMD کې د دې مرکزونو لټون کولای شئ او انلاين مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو ځواب ورکوي. همدا ډول د واالدينو شمېرې (۰۸۰۰۱۱۱۰۵۵۰) ته هم زنګ وهلای او د خپلې ستونزې په اړه مشوره او مرسته ترې غوښتلای شئ.