بافوګ (BAföG) څه ته وايي؟

بافوګ د فدرالي زدکړو د مرستې قانون (Bundesausbildungsrderungsgesetz) مخفف دی. بافوګ د محصلينو لپاره يو دولتي مرستندوی پروګرام دی. په عمومي ډول هغه جرمنيان او ځينې بهرنيان چې خپله يا مور او‌ پلار يې د دوی د زده‌کړو لګښتونه نه شي ورکولای؛ د دې مرستې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شي. د یوه اصل له مخې محصلين نه شي کولای له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مالي مرسته ترلاسه کړي؛ بافوګ له دوی سره د زده‌کړو په بشپړولو کې ډېره مرسته کوي.

دا مرسته دوې مساوي برخې لري چې يوه برخه يې مرسته او بله يې بې‌سوده دولتي قرض دی. دا په دې مانا چې له فراغت او کار موندلو وروسته د درکول شوو پیسو يوازې نيمايي او پرته له کوم سوده بېرته دولت ته ورکول کيږي. بافوګ يوازې د زدکړو د معيارې دورې (Regelstudienzeit) لپاره تر لاسه کولای شئ. د دې دورې وخت ستاسې د زدکړو له څانګې او پوهنتون سره تړاو لري. که إضافي وخت ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ د وخت د تمديد غوښتنه وکړئ خو په ياد مو وي چې دا تمديد يوازې د يوه يا دوو سمسترونو لپاره وي.

آيا کولای شم د بافوګ (BAföG) غوښتنه وکړم؟

د بافوګ تر لاسه کولو لپاره په جرمني کې ستاسې د استوګنې حالت، د زده‌کړو اسناد او ځينې وخت عمر مهم دي.

  • بافوګ د لسانس، دوه‌ګونې حرفوي روزنې او ماسټرۍ اخستلو لپاره ورکول کيږي. د دوکتورا تر لاسه کولو لپاره بايد نورې مالي آسانتياوې ولټوئ.
  •  که جرمني ته په تحصيلي ويزا راغلي ياست؛ بافوګ نه درکول کيږي. د لسانس لپاره د بافوګ غوښتلو پر مهال مو بايد عمر له ۳۰ او د ماسټرۍ لپاره له ۳۵ کالونو زيات نه وي. البته په ځانګړو حالاتو کې ځينې استثناوې هم په پام کې نيول کيږي. د بېلګې په ډول که په خپل وطن کې د خرابو حالاتو له کبله زده‌کړې نيمګړې پاته شوې وي او يا په جرمني کې د ابيتور له بشپړولو وروسته سملاسي لوړې زده‌کړې پیل کول غواړئ؛ د عمر محدودیت په استثنايي ډول ځنډېدلای شي. په دې اړه زيات مالومات پر (bafög.de) وېبسایټ موندلای شئ.
  • که د جرمني د اساسي قانون د ۱۶الف مادې له مخې مو سياسي پنا تر لاسه کړې وي؛ يا مو د پناغوښتنې قانون د دريمې مادې له مخې د کډوالۍ او يا هم د همدې قانون د ۴مې مادې له مخې د فرعي خونديتوب حق تر لاسه کړی وي؛ کولای شئ په جرمني کې د اوسېدو د وخت په له پام کې نيولو پرته د بافوګ غوښتنه وکړئ.
  • که د استوګنې قانون د شپېتمې مادې د پنځم او اووم بند مطابق مو ډيپورټ ځنډول شوی وي؛ ډولډونګ مو ترلاسه کړی وي او‌يا دلته د خپلې کورنۍ له غړو سره تازه یوځای شوي ياست؛ جرمني ته له راتګ ۱۵ مياشتې وروسته د بافوګ تر لاسه کولو غوښتنه کولای شئ. که په لومړيو ۱۵ مياشتو کې زده‌کړې پیل کړئ؛ د مهاجرو لپاره له مرستو برخمن کېږئ.
  • که د پناغوښتنې پروسه مو لا روانه وي او ځواب يې نه وي راغلی؛ د بافوګ تر لاسه کولو وړ نه ګڼل کېږئ خو کولای شئ د زده‌کړو په مرسته د خپلې پناغوښتنې له پروسې سره مرسته وکړئ.

څنګه د بافوګ ترلاسه کولو غوښتنه کولای شم؟

که د بافوګ تر لاسه کولو شرايط مو پوره کړي وي؛ کولای شئ د بافوګ‌امت (BAföG-Amt) اړوندې ادراې ته غوښتنليک ولېږئ. د دې کار لپاره بايد بېلابېل فورمونه ډک کړئ او په خپل پوهنتون کې يې د بافوګ ادارې (BAföG-Amt) ته ولېږئ.  د دې ادارې يوه اړونده څانګه پر (studentenwerke.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې تر څنګ د بانکي حساب د جزياتو او په پوهنتون کې د داخلېدو په شان ځينو نور سندونو ته هم اړتيا ده. اوس د بافوګ لپاره په انلاين ډول هم خپله غوښتنه لېږلای شئ. په ياد مو وي چې د بافوګ له غوښتنې وړاندې مو بايد په پوهنتون کې نوم ليکنه کړې وي او د هغوی د تاييد سند له ځان سره ولرئ. که د بافوګ ترلاسه کولو لپاره په عريضه کولو کې ستونزه لرئ؛ کولای شئ خپله له بافوګ‌امت (BAföG-Amt) اداره کې د مرستې غوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ د studierenplus.de، meinbafoeg.de په شان ادارې ستاسې سره په دې اړه مرسته کولای شي.

د بافوګ له لارې څومره پیسې تر لاسه کولای شم؟

که د بافوګ تر لاسه کولو لپاره ستاسې غوښتنه ومنل شي؛ هره مياشت به یوه اندازه پیسې تر لاسه کړئ. د دې پیسو مقدار ستاسې له مالي حالت، د مور او پلار له خوا مالي مرستې، ستاسې په ښار کې د ژوند کولو بيې او ستاسې له پانګې، جايداد او شتمنۍ سره تړلی دی. د دې پیسو تر ټولو ډېر مقدار په ۲۰۲۰ کال کې 853 يورو دی. دی. دا چې دفتري کارونه يو څه وخت اخلي نو لومړی قسط ښايي د بافوګ له پيل شاوخوا يوه مياشت وروسته تر لاسه کړئ. البته په دې وخت کې د تېر وخت پیسې هم د اوسنيو سره يوځای درکول کيږي.

د دې تر څنګ که تاسې د يوه کډوال په توګه ثبت شوي ياست؛ ستاسې پوهنتون هم د بس د ټکټ او وړيا جرمني کورسونو په شان برخو کې له تاسې سره مرسته کوي. د بافوګ سيمه‌ييزه اداره په دې اړه تاسې ته لا زيات مالومات درکولای شي.

د بافوګ پیسې يوازې د زده‌کړو د مودې لپاره ورکول کيږي. دا چې دا موده څومره ده؛ ستاسې له پوهنتون او د زده‌کړو له څانګې سره تړلې ده. که د زده‌کړو لپاره مو اوږدې مودې ته اړتيا وي؛ کولای شئ د بافوګ د وخت د غزېدو غوښتنه وکړئ. البته ډېر وخت دا موده د يوه يا دوو سمسترونو لپاره غزول کيږي.

څومره پیسې بايد بېرته تحويل کړم؟

دا چې ستاسې د BaföG نيمايي يې بلاعوضه مرسته ده؛ تاسې بايد يوازې ۵۰ په سلو کې پیسې بېرته وسپارئ. د بېرته ورکړې موده به د بافوګ د دورې له ختمېدو (د بافوګ د وروستي معاش له ترلاسه کولو) پينځه کاله وروسته پیل شي. په بله وينا د بېرته ورکړې موده مو د زدکړو له پای پينځه کاله وروسته پیليږي. بېرته ورکول کېدونکې پیسې په مياشتنيو قسطونو کې تحويليږي.

د ۲۰۱۹ کال په مني کې د بافوګ د پیسو د بېرته ورکړې مقررات بدل شول. د ۲۰۲۰ کال له اپرېل مياشتې وروسته لاندې مقررات پلي کيږي: په عمومي ډول تاسې بايد ټولې ۱۰٫۰۱۰ يورو تحويل کړئ. په مياشتني ډول د قسط کچه ۱۳۰ يورو ده.

که ټولې پیسې په يوه ځل ورکړئ؛ یو څه نور تخفيف هم درکول کيږي. که ستاسې مياشتنی عايد کم وي؛ تر لسو کالو پورې مو د بېرته ورکول کېدونکو پیسو پروسه ځنډېږي. که له ټول تلاش سره سره بيا هم د شلو کالو په موده کې يادې شوې پیسې بېرته ورنه کړای شئ؛ له ورکولو يې معافېږئ. البته دا خبره د هغه چا لپاره ده چې د ۲۰۱۹ کال له اګست مياشتې بافوګ اخلي.

په ياد مو وي چې که خپل هېواد ته هم ولاړ شئ؛ د بافوګ دا نيمايي پیسې بايد بېرته ورکړئ.