د اوسبيلډونګ لپاره د استوګنې کوم ډول سند ته اړتيا ده؟

په عمومي توګه د درېيمو هېوادونو وګړي، په جرمني کې د وظيفوي اوسبيلډونګ لپاره د استوګنې اجازې ته اړتيا لري. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (جرمني ته مهاجرت) کې لوستلای شئ.

 دا چې کډوال په يوه شرکت کې وظيفوي حرفوي زده‌کړې (betriebliche Berufsausbildung) پیلولای شي او که نه؛ د هغوی د استوګنې له سندونو سره اړه لري:

·      که د پنا غوښتونکي په توګه قبول شوي ياست، د کډوال په توګه د استوګنې اجازه لرئ او يا فرعي خونديتوب لرئ؛ په عمومي ډول کولای شئ له کوم محدوديت پرته حرفوي زده‌کړې بشپړې کړئ. قبول شوي کډوال او پناغوښتونکي کولای شي د خپل استوګنې د اجازې په دوره کې د کار بازار او حرفوي زده‌کړو ته له کوم محدوديت پرته بشپړ لاسرسی ولري.

·      که د زغمل شوې استوګنې سند (Duldung) سند لرئ؛ لومړی بايد د کار اجازه ترلاسه کړئ. که د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) او د کار اداره (Arbeitsagentur) يې ومني؛ د کار اجازه ترلاسه کولای شئ. دا چې دا اجازه ترلاسه کوئ که نه؛ له ډېرو عواملو سره اړه لري. د دې لپاره چې د کار اجازه ترلاسه کړئ؛ لومړی بايد د اوسبيلډونګ لپاره ځای ومومئ او بيا د همدې ځانګړي ځای لپاره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. که په جرمني کې مو د اوسېدو څلور کاله تېر شوي وي؛ په نورمال ډول د کار ادارې موافقت ته اړتيا نه لرئ. د کار اجازې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار اجازه) کې لوستلای شئ. د يادونې وړ ده چې که لا هم په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوئ، د کار اجازه نه شئ ترلاسه کولای او په پایله کې وظيفوي اوسبيلدونګ نه شی پيلولای.

·      که د پناغوښتنې پروسه مو روانه وي؛ بايد د کار اجازه ترلاسه کړئ. جرمني ته له راتګ درې مياشتې وروسته کولای شئ له Ausländerbehörde څخه د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد مخکې له مخکې د ځان لپاره يو اوسبيلډونګ ومومئ. . که په جرمني کې مو د اوسېدو څلور کاله تېر شوي وي؛ په نورمال ډول د کار ادارې موافقت ته اړتيا نه لرئ. د کار اجازې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار اجازه) کې لوستلای شئ. د يادونې وړ ده چې که لا هم په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوئ، د کار اجازه نه شئ ترلاسه کولای او په پایله کې وظيفوي اوسبيلدونګ نه شی پيلولای.

په ياد مو وي چې: هغه کسان چې ډولډونګ لري؛ د پرکتيکوم لپاره هم د کار او بهرنيانو ادارو اجازې ته اړتيا لري. په دې اړه زيات مالومات له جاب‌سنټر يا کار ادارو ترلاسه کولای شئ.

پاملرنه: هغه پناغوښتونکي چې له خوندي هېوادونو جرمني ته راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست مياشتې له پای وروسته يې دلته د پنا غوښتنه کړې وي، نه شي کولای اوسيلډونګ پيل کړي. همدا شان هغه ډولډونګ لرونکي چې له خوندي هېوادونو جرمني ته راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست مياشتې له پای وروسته يې دلته د پنا غوښتنه کړې وي، نه شي کولای اوسيلډونګ پيل کړي. اوس مهال بوسنيا هرزګوينا، مقدونيا، سربيا، مانتنيګرو، البانيا، کوسوو، ګانا او سنېګال په خوندي هېوادونو کې راځي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (خوندي هېوادونه) کې لوستلای شئ.