د اوسبيلډونګ لپاره بايد کوم شرايط پوره کړم؟

لومړی او مهم شرط په جرمني ژبه پوهېدل دي ځکه ورځنۍ زده‌کړې، ازموينې او کار په جرمني ژبه دي. دا چې په کومه کچه مو جرمني ژبه زده وي؛ له هماغې څانګې سره اړه لري؛ په کومه کې اوسبیلډونګ ترسره کول غواړئ.

دوهم شرط د ښوونځي د فراغت د سندونو شتون دی. دا چې کوم سند ته اړتيا ده؛ ستاسې له اړوند اوسبيلډونګ او مسلکي لېوالتيا سره اړه لري. که له خپل هېواده د ښوونځي سند لرئ؛ هغه بايد په خپل جرمني کې رسمي کړئ.

په ځينو شرکتونو کې د دوه‌ګوني وظيفوي اوسبيلډونګ (Duale Berufsausbildung) لپاره د عالي ښوونځي د فراغت سندونو ته اړتيا نشته. هر شرکت خپله پرېکړه کوي چې کوم سندونه ورته وړاندې کړئ او بايد په خپله د اوسبيلډونګ غوښتنه دوی ته وړاندې کړئ. له دې سره سره د ښوونځي ښې نمرې او په جرمني ژبه ښه پوهېدل کولای شي ستاسې سره د اوسبيلډونګ په موندلو کې مرسته وکړي.

د دې اوسبیلډونګ ترسره کولو لپاره د عمر محدوديت نشته. يوازې د ښوونځي جبري دوره مو بايد بشپړه کړې وي.