زما لپاره کومې حرفوي زدکړې غوره دي؟

دا چې وپوهېږئ ستاسې لپاره کومې حرفوي زدکړې غوره دي؛ کولای شئ د کار له فدالي ادارې (Agentur für Arbeit) څخه مخامخ مشوره واخلئ او يا هم د ټليفون شمېرې له لارې (۰۸۰۰۴۵۵۵۵۰۰) ورسره په اړيکه کې شئ. په جرمني کې دې له دې شمېرې سره اړيکه نيول وړيا دي خو له بهره بايد په دې شمېره (۰۰۴۹۹۱۱۱۲۰۳۱۰۱۰) اړيکه ونيسئ او لګښت ورکړئ. پر www.ausbildung.deBerufenetwww.azubi.dewww.planet-beruf.dewww.berufe.tv او  IHK Stellenbörse وېبسایټونو د خپلې راتلونکې دندې بڼه او څرنګوالی کتلای شئ.

د ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه (Jugendmigrationsdiensts) او د لويانو مهاجرو لپاره د مشورو دفترونه (Migrationsberatungen für Erwachsene) په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي. په پورته نښه شوو وېبسایټونو کې د نږدې مشورتي مرکز پلټنه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

همدا شان د ښوونيزو اوسبیلډونګونو د موندلو لپاره د دندو او زده‌کړو ځينو نندارتونونو ته هم تلای شئ چې د جرمني په ډېری ښارونو کې جوړيږي. د دې نندارتونونو اړوندې نېټې پر ( Planet-Beruf.net) موندلای شئ.

مثبت لړ (Positivliste) هم ښايي ستاسې لپاره په زړه پورې وي. په دې لړ کې ټول هغه اوسبیلډونګونه راځي چې په جرمني کې‌ يې اړونده دندو ته ډېره اړتيا ده. په دې برخو کې ډېر خالي ځايونه موندل کيږي او ښايي له مخې يې د کار اجازه هم په آسانۍ ترلاسه شي. دا مثبت لړ وخت پر وخت تازه کيږي او نوې خالي ځايونه پکې زياتيږي. د اوسنيو ډېرو موندل کېدونکو دندو لړ پر (mangelberufe.de) وېبسایټ موندلای شئ.

ډېر کسان ځکه دوه‌ګونې حرفوي زده‌کړې يا دواله اوسبيلدونګ غوره کوي چې په د نظري کار تر څنګ ډېر عملي‌کار هم پکې زده کيږي. له همدې کبله ډېر شرکتونه له دې اوسبيلډونګ څخه فارغو شوو کسانو ته لومړيتوب ورکوي او د کارکوونکو په توګه يې غوره کوي.