څنګه کولای شم يو اوسبيلډونګ ومومم؟

په جرمني کې دولت له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د دندې يا اوسبيلډونګ په لټه کې وي. د کار فدرالي ادراه (Bundesagentur für Arbeit) د دې کار مسؤوله ده. دا اداره او جاب‌سنټر د کار او حرفوي زده‌کړو په برخو کې تاسې ته مشورې درکوي. د دې ادارو کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي.

د ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه (Jugendmigrationsdiensts) او د لويانو مهاجرو لپاره د مشورو دفترونه (Migrationsberatungen für Erwachsene) په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي. په پورته نښه شوو وېبسایټونو کې د نږدې مشورتي مرکز پلټنه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

د يوه اوسبیلډونګ موندلو لپاره د (www.azubi.de) او (www.ausbildung.de ) يا (kursnet) وېبسایټونو ته ورشئ. د دې تر څنګ پر (planet-beruf.de) وېبسایټ د ښوونځيو اوسبیلډونګونه موندلای شئ.