د اوسېدنې په ځای کې د پاته کېدو مکلفيت (Residenzpflicht)

د اوسېدنې په ځای کې د پاته کېدو مکلفيت (Residenzpflicht) له مخې کډوال او د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ لرونکي کسان اړ دي چې په جرمني کې د خپلې استوګنې په لومړيو درېيو مياشتو کې د خپلې استوګنې په سيمه کې پاته شي.  د بهرنيانو چارو اداره يا اوسلنډربېهورده کولای شي په دې سيمه کې ستاسې اړوند ښار يا ټول ايالت شامل کړي. وروسته بيا دا سيمه ستاسې د اوسېدونې په لنډمهالي سند (Aufenthaltsgestattung) یا ډولډونګ کې ليکل کيږي. له يادې شوې سيمې څخه د وتلو لپاره بايد له اوسلنډربېهورده څخه اجازه واخلئ. که له يوه وکيل سره ګورئ او يا د ځانګړې درملنې لپاره بل ځای ته سفر کوئ، دا اجازه درکول کيږي. په عمومي ډول د شخصي سفرونو لپاره له دې سيمې د باندې تګ رديږي. که څوک له اجازې پرته له دې سيمې ووزي، ښايي جريمه شي او که بيا بيا دا کار وکړي، له قانوني چلند سره مخ کيږي.