د مهاجر حالت (Flüchtlingsstatus)

د دوبلين پروسيجر، د دوبلين د دريمې مقررې (Dublin-III-Verordnung) له مخې په اروپايي ټولنه کې د پناغوښتونکو ځای پر ځای کېدل تنظيموي. د دوبلين  درېيمه مقرره په نښه کوي چې هغه اروپايي هېواد ستاسې د پناغوښتنې د پروسې پرمخ بېولو دنده پر غاړه لري، کوم ته چې لومړی راغلي ياست. په ځانګړي بشردوستانه حالتونو کې دا شرط په پام کې نه نيول کيږي. يوازې راغلي کم‌عمره پناغوښتونکي کولای شي په هر هېواد کې د خپلو کورنيو له غړو سره يوځای شي او يا هم په هغه ځای کې پنا ورکړل شي چې دوي يې هلته غوښتنه کړې وي. د دوبلين په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (دوبلين) کې لوستلای شئ.

بله غوښتنه (Folgeantrag)

بله غوښتنه هغه غوښتنه ده چې د پنا د لومړۍ غوښتنې له ردېدلو يا کنسل کېدلو وروسته کيږي. دا غوښتنه يوازې هغه وخت کيږي چې د پناغوښتنې لپاره نوي دلايل وجود ولري. د بېلګې په ډول که پنا غوښتونکی وکړای شي داسې اسناد وړاندې کړي چې مسؤولين د بيا غوښتنې لپاره قانع کړي او يا په اصلي هېواد کې امنيتي حالت تر پخوا هم خراب شوی وي؛ کولای شي بياځلې د پنا غوښتنه وکړي. دوهم ځل غوښتنه په لازمي توګه د استوګنې د حقونو ترلاسه کولو سبب نه کيږي خو که د بمف يا مهاجرت او کډوالو فدرالي ادره ومني چې نوي دلايل د منلو وړ دي؛ کېدای شي د استوګنې حق ترلاسه کړئ.