د حالت مالومول (Clearing)

د حالت مالولو پروسې له مخې د هغو کم‌عمره بې‌سرپرسته ماشومانو حالت روښانه کيږي، چې جرمني ته د کډوال په توګه راغلي دي. دا کم‌عمره کډوال جرمني ته له رارسېدو وروسته د ځوانانو ادارې يا يوګندامت له لوري تر سرپرستۍ لاندې نيول کيږي. دا کار د هغوی د حالت له مالومولو وروسته کيږي. د حالت مالومولو پروسه (Clearing-Verfahren) په هر ايالت کې توپير کوي او په معمول ډول يې پر مهال دا پوښتنې کيږي:

-       کم‌عمره بې‌سرپرسته کډوال څومره عمر لري؟

-       د هغه اروايي او جسماني روغتيايي حالت څنګه دی؟

-       د هغه د هويت مالومولو لپاره کوم مالومات شته؟

-       په جرمني يا د اروپايي ټولنې په بل کوم هېواد کې د هغه د کورنۍ غړي شته؟

 

د حالت مالومولو پروسې پر مهال (که د اړوند کس د کورنۍ کوم غړی ونه موندل شي) همدا شان ماشوم ته يو قانوني سرپرست غوره کيږي او د اوسېدلو ځای ورته ځانګړی کيږي.