د ډيپورټ لپاره نيول (Abschiebehaft)

د ډيپورټ لپاره نيول کېدل چې د (Abschiebungshaft) په نوم هم ياديږي، هغه حالت ته وايي چې يو کس د ډیپورټ د تيارۍ يا د هغه له ډيپورټ څخه د ډاډمن کېدو لپاره ونيول شي. د يادونې وړ ده چې دا نيول کېدل د جرم له کبله د نيول کېدلو په مانا نه دي او يوازې د دې لپاره کيږي چې له جرمني نه ايستل کېدونکي کسان ځانونه له ډيپورټ نه پټ نه کړي. د ډيپورټ په اړه زيات مالومات، د ډيپورټ په نوم زموږ په مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.

ډپيورټ (Abschiebung)

په زور له جرمني څخه د ايستلو د مکلفيت پلي کولو ته ډيپورټ وايي. که د چا د پنا غوښتنه رد شي؛ له پناغوښتونکي غوښتل کيږي چې له جرمني ووزي. که اړوند کس د ټاکل شوې مودې د ننه په خپله خوښه هېواد پرې نه ږدي؛ له جرمني نه ايستل کيږي.د ډيپورټ په اړه زيات مالومات، د ډيپورټ په نوم زموږ په مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.

د ډيپورټ خبرداری (Abschiebungsandrohung)

د ډيپورټ خبرداری هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دلته د کډوال يا مهاجر په توګه نه وي منل شوي او بايد په يوه ټاکل شوې جرمنی پرېږدي، خو هغوی دا کار ونه کړي. د ډيپورټ خبرداری په معمول ډول د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې يا بمف (BAMF) له لوري د پناغوښتنې له منفي ځواب سره يوځای لېږل کيږي.

د ډيپورټ حکم (Abschiebungsanordnung)

د ډيپورټ حکم هغه چا ته ورکول کيږي چې له يوه درېيم خوندي هېواد څخه او يا د هغه هېواد له لارې جرمني ته راغلی او دلته يې د پنا غوښتنه کړې وي. په دې ډول هغه ته ويل کيږي چې بايد بېرته هماغه خوندي هېواد ته ولاړ شي او که داسې ونه کړي نو ډيپورټ به کړل شي.

د ډيپورټ خنډ (Abschiebungshindernis)

د ډيپورټ خند هغه څه دی چې د يوه کس د ډيپورټ کېدلو پر وړاندې خنډ کيږي. د ډيپورټ خنډونه په دوه ډوله دي: داخلي موانع او په منزل کې د ډيپورټ پر وړاندې پراته خنډونه. د داخلي موانعو پر مهال، د بېلګې په ډول که يو څوک پاسپورت ونه لري؛ د يوه کس ډيپورټ د واقعي او يا قانوني خنډونو له کبله ناشونی وي. په منزل کې د ډيپورټ پر وړاندې  خنډونو  کې چې (Abschiebungsverbo) هم بلل کيږي، هغه ستونزې دي چې له مخې د يوه کس ډيپورټ کېدل ناشوني وي. د بېلګې په توګه که په هغه هېواد کې چې يو کس ورته ډيپورت کيږي، د مرګ يا زورزياتي ګواښ وي، دا کس له ډيپورټه ژغورل کيږي. که د داخلي موانعو له کبله ډيپورټ ناشونی وي، اړوند کس ته ډولډونګ ورکول کيږي. په منزل کې د ډيپورټ د خنډونو له کبله پاته شوو کسانو ته په عمومي ډول د بشري دلايلو له کبله د استوګنې اجازه ورکول کيږي.

د ډيپورټ بنديز (Abschiebungsverbot)

د ډيپورټ بنديز له منزل هېواد سره تړلو، هغو خنډونو ته وايي چې د ډيپورټ مخنيوی کوي. که څوک د کډوال يا مهاجر په توګه په رسميت ونه پېژندل شي او يا فرعي خونديتوب ترلاسه نه کړي، بمف کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې دې کس پر ډيپورټ د ملي بنديز حق له مخې د استوګنې لنډمهاله اجازه ورکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ‌ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د قبولۍ ډولونه) کې لوستلای شئ.

د عمر ارزونه (Altersfeststellung)

د عمر اررزونه د کم‌عمره يوازې راغلو کډوالو لپاره ترسره کيږي، څو مالومه کړي چې هغه په رښتيا کم‌عمره دی او که نه. دا ارزونه د هغه د حالت مالومولو د پروسې په سر کې او يا د يوګندامت له لوري په لنډمهالې توګه د هغه د سرپرستۍ له پر غاړه اخستلو وروسته کيږي. د کم‌عمره يوازې راغلو يا بې‌سرپرسته کډوالو په اړه نور مالومات، په همدې نامه زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.

د زړو قضيو مقرره (Altfallregelung)

 د زړو قضيو مقرره د هغو کسانو لپاره ده چې له ډېر پخوا ډولډونګ او يا د استوګنې لنډمهالې اجازه لري، او له مخې يې د استوګنې ثابته اجازه ترلاسه کوي. د دې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ډېر شرطونه پوره شي. دا مقرره پر هغه چا پلې کيږي چې له ۱۹۹۹ يا ۲۰۰۱ کال (له وړو ماشومانو سره راغلې کورنۍ) وړاندې جرمني ته راغلي وي. دا مقرره د ۲۰۰۷ کال د اګست مياشتې له ۲۸مې نېټې راهيسې د استوګنې قانون په ۱۰۴ الف ماده کې ځای پر ځای شوې ده.

د کېس اورېدل يا مرکه (Anhörung)

د کېس اورېدلو پر مهال پناغوښتونکي د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې مامورينو ته د خپلې کډوالۍ د دلايلو په اړه کيسه کوي. دا مرکه د پناغوښتنې د کېس ردېدلو يا قبلېدلو بنسټ جوړوي. په مرکه کې د کس د څار يا تعقيب په اړه د سندونو وړاندې کولو ته اړتيا نشته خو د تېښتې دليل بايد ټول اړين جزئيات ولري، د باور وړ وي او په خبرو کې يې تناقض نه وي. البته که څوک د کېس اړوند سندونه ولري، له ځان سره يې مرکې ته راوړلای شي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (د پناغوښتنې پروسیجر) کې لوستلای شئ.

د رارسېدلو ثبوت (Ankunftsnachweis)

د رارسېدلو ثبوت يو داسې سند دی چې په جرمني کې د يوه کس د پناغوښتنې او هلته د هغه د ثبتېدلو شاهدي ورکوي. دا ثبوت د استوګنې د اجازې په مانا نه دی او د کډوالو د لومړنيو د مسؤولينو، پوليسو، د بهرنيانو چارو ادارو او نورو رسمي ادارو له لوري ورکول کيږي. د دې سند درلودونکی کولای شي د پناغوښتونکو لپاره ځانګړې شوې مرستې ترلاسه کړي. د رارسېدلو سند د هغه سند ځای نيسي چې يو کس يې تر دې د مخه د ثبتېدلو پر مهال ترلاسه کوي او (BüMA) نوميږي. دې سند ته ځينې وخت د کډوالو کارت يا (Flüchtlingsausweis) هم وايي.

د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I)

د بېکارۍ لومړی ډول پیسې د بېکارۍ د بيمې له لوري مرسته کېدونکې پیسې دي او له کاره د بېکاره کېدو پر مهال اړونده کسانو ته ورکول کيږي. دا پیسې يوازې هغه چا ته ورکول کيږي چې په تېرو ۲۴ مياشتو کې يې لږ تر لږه ۱۲ مياشتې کار کړی وي او د ټولنيزو بيمو ونډه يې ورکړې وي. دا پیسې په اتومات ډول تاسې ته نه راځي او بايد د کار له ادارې يې غوښتنه وشي. د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو اندازه ستاسې له وروستي معاش سره تړلې ده. د دې پیسو د ورکړې بنسټ د درېيم ټولنيز قانون (SGB III) دی.

د بېکارۍ دوهم ډول پیسې (Arbeitslosengeld II)

د بېکارۍ دوهم ډول پیسې چې د جاب‌سنتر مرستې او (Hartz IV) په نوم هم پېژندل کيږي، يوه حکومتي مرسته ده چې بېکاره کسانو ته د ژوند د لومړنيو لګښتونو پوره کولو لپاره ورکول کيږي. د دې کار موخه دا ده چې د بېوزلو کسانو لومړنۍ اړتياوې پوره شي او له ټولنې د باندې پاته نه شي. هغه کسان چې لاندې درې شرطونه پوره کړي، دا ډول پیسې ترلاسه کولای شي:

 

-       اړوند کس بايد ځانګړې شتمني او يا عايد ونه لري‌ او د بېکارۍ لومړی ډول پیسې هم ترلاسه نه کړای شي او همدا شان له بل چا د ژوند د لګښتونو لپاره مرسته او يا هم د کرايې له درکه پیسې ترلاسه نه کړي.

-       دا کس بايد د کار کولو وړتيا ولري او وکړای شي په ورځ کې لږ تر لږه درې ساعته کار وکړي.

-       دا کس بايد لږ تر لږه ۱۵ کاله عمر لري او همدا شان د تقاعد ټاکل شوي عمر ته نه وي رسېدلی.

د بېکارۍ دوهم ډول پیسې يوازې هغه وخت ورکول کيږي چې رسمي غوښتنه يې وشي. د غوښتنليکونو د ارزونې او کارونو پرمخ وړلو مسؤوليت له جاب‌سنټر سره دی. د دې پیسو ترلاسه کولو بنسټ دوهم ټولنيز قانون (SGB II) دی.

د پنا غوښتنې عريضه (Asylantrag)

د پناغوښتنې عريضې په وسيله يو کس په بل هېواد کې د خونديتوب غوښتنه کوي. په جرمني کې د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره (BAMF) د پناغوښتنو ترلاسه کولو او د هغو په اړه د پرېکړه کولو مسؤوليت لري. د پناغوښتنې عريضه (Asylantrag) بايد د پنا له غوښتنې (Asylgesuch) او پنا اخستنې هيله (Asylbegehren) سره توپير شي. په عامه بحثونو کې ډېر وخت دا ټکی يوه له بل سره غلطيږي. د پنا غوښتنه يا د پنا اخستلو هيله، هغه ليکلې، لفظي يا بل ډول ښکاره شوې غوښتنه ده چې په جرمني کې د خونديتوب ترلاسه کولو په موخه کيږي. دا ډول غوښتنه په معمول ډول د جرمني په پولو کې او يا له پوليسو څخه کيږي. د دې غوښتنو پايله د اړوند کس ثبتېدل او د مهاجرو په لومړنيو کمپونو کې مېشته کېدل او د رارسېدلو ثبوت ترلاسه کول دي. د پنا غوښتنه بيا وروسته د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې يا بمف ته لېږل کيږي. له بمف څخه د رسمي پنا غوښتنې په صورت کې بيا د پناغوښتنې پروسه پيل کيږي. د پناغوښتنې له وړاندې کولو وروسته بايد پنا غوښتونکی مرکې او پرېکړې ته منتظر شي. دا پروسه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي. په دې موده کې پنا غوښتونکيته د پناغوښتونکو ځانګړې مرسته (AsylbLG) ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي (د پنا غوښتنې پروسيجر) کې لوستلای شئ.

د پنا غوښتنې وړتيا (Asylberechtigung)

هغه کسان چې په خپل هېواد کې د حکومت يا حکومتي سازمانونو له لوري د سياسي موخو له کبله تر ګواښ لاندې وي، په جرمني کې د پنا ترلاسه کولو وړ يا مستحق ګڼل کيږي. سياسي تعقيب يا ګواښ (politische Verfolgung) هغه حالت ته ويل کيږي چې يو کس د هغه اصل، توکم، دين، ملت، سياسي لېوالتيا او يا له يوه ځانګړې ټولنيزې ډلې سره د تړاو له کبله د زنداني کېدو يا ځورېدو له ګواښ سره مخ وي. يو کس يوازې هغه وخت د پناغوښتنې وړ ګڼل کيږي چې له درېيم خوندي هېواد څخه تېر نه شي. د پناغوښتونکي په توګه د يوه کس منل کېدل د اساسي قانون د ۱۶ الف مادې له مخې کيږي.

د پناغوښتنکو د مالي ملاتړ قانون (Asylbewerberleistungsgesetz)

د پناغوښتونکو د مالي په قانون کې د هغو کسانو لپاره د مالي ملاتړ مقررات راغلي دي چې د ټولنيز خونديتوب تر قانون (Sozialgesetzbuch) لاندې نه راځي.

لاندې کسانو ته د پناغوښتنې مالي مرسته ورکول کيږي:

-       د جرمني د استوګنې لنډمهالی سند (Aufenthaltsgestattung) يا د رارسېدلو ثبوت (Ankunftsnachweis) درلودونکي.

-       ډولډونګ لرونکي؛ او له پولو د تېرېدلو سند (Grenzübertrittsbescheinigung) درلودونکي؛ د ډيپورټ خبرداري (Abschiebebescheid) او دې ته ورته د نورو زغمل شوو کسانو سندونه درلودونکي.

-       د استوګنې قانون د (§ 25 V) مادې له مخې د استوګنې اجازې درلودونکي، په دې شرط چې د دوی د ډيپورټ ځنډېدلو پرېکړه له ۱۸ مياشتو په کمه موده کې شوې وي.

-       هغه کسان چې استوګنې قانون د (§ 23 I) مادې له مخې يې په خپل هېواد کې د جګړې له کبله دلته د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي. البته په دې شرط چې (wegen des Krieges im Heimatland) يادونه ورسره شوې وي.

-       د استوګنې قانون د (§ 25 IV) مادې، لومړۍ فقرې له مخې په جرمني کې د لنډمهاله استوګنې اجازې (Vorübergehender Aufenthalt) درلودونکي.

-       هغه کسان چې بايد له جرمني ووځي.

-       ناقانونه اوسېدونکي کسان (Illegalisierte).

-       هغه کسان چې د هوايي ډګر د پروسيجر (Flughafenverfahre) له لارې راتلل غواړي او لا يې هم د راتګ اجازه نه وي ترلاسه کړې.

-       د پورته يادو شوو کسانو مېړه/ښځه يا کم‌عمره بچيان.

-       هغه کسان چې بيا يې د پنا غوښتنه (Asylfolgeantrag) کړې وي.

د بيا ځلې پنا غوښتنه (Asylfolgeantrag)

د بيا ځلې پنا غوښتنه، دوهم ځل پنا غوښتنه ده چې د لومړي ځل پنا غوښتنې د رد او يا د بېرته اخستلو پر مهال يې کولای شئ. د قانع کوونکو دلايلو په درلودلو سره بيا ځلې هم د پنا غوښتنه کولای شئ. د بېلګې په توګه که څوک په خپل هېواد کې د تاوتريخوالي او د خپل کېس په اړه نوي ثبوتونه ولري او يا هم د هېواد حالات په بشپړ ډول بدلون ومومي، له سره د پنا غوښتنه کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د پنا غوښتنې ردېدل) کې لوستلای شئ.

د پناغوښتنې قانون (Asylgesetz)

د پناغوښتنې په قانون کې، په جرمني کې د پنا غوښتنې مقررات ځای پر ځای شوي دي. دا قانون، د استوګنې قانون (Aufenthaltsgesetzes) له ځينو برخو سره په ګډه کډوالۍ قانون عمده برخه جوړوي.

د پناغوښتنې ټوليزه عريضه (Asylpetition)

که څوک د پناغوښتنې لپاره يو پېټېشن تيار کړي، د ټوليزو عريضو کمېټه (Petitionsausschuss) ګوري چې که اړونده چارواکو د پناغوښتنې په پروسه کې جدي تېروتنې کړې دي او که نه.

د پناغوښتنې يوه بريالۍ عريضه يا پېټېشن کولای شي يو څوک له ډيپورټ کېدلو راوګرځوي.

د پناغوښتنې پروسيجر (Asylverfahren)

د پناغوښتنې پروسيجر د پناغوښتنې د قانون په وسيله تنظيميږي. دا پروسيجر د پنا له غوښتنې سره پيل کيږي او د پناغوښتنې په اړه له پرېکړې سره پای ته رسيږي.  د پناغوښتنې د پروسيجر له پيل کېدو وړاندې اړوند کس د پنا ترلاسه کولو هيله وکړي. دې کار ته د پنا لاسته راوړلو لټه (Asylgesuch) وايي. البته پنا لاسته راوړلو لټون د پناغوښتنې پروسيجر برخه نه دی. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د پناغوښتنې پروسيجر) کې ولولئ.

د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis)

د استوګنې اجازه د يوه ځانګړي مقصد لپاره د محدودې مودې لپاره په جرمني کې د استوګنې اجازه ده. د استوګنې ډېرې اجازې د يوه تر درې کالونو مودې لپاره ورکول کيږي او که شرايط برابر وي، وخت يې غځول کيږي. له ځينو استثناوو پرته، د استوګنې اجازې درلودونکي ځينې حقونه لري چې له دوی پرته نور بهرنيان يې ښايي ونه لري. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (په جرمني کې د استوګنې اجازې ډولونه) او (جرمني ته مهاجرت) کې لوستلای شئ.

د استوګنې قانون (Aufenthaltsgesetz)

په جرمني کې د بهرنيانو استوګنه د استوګنې قانون له مخې تنظيميږي. په دې قانون کې جرمني ته د راتګ، بېرته تګ، استوګنې، دايمي استوګنې اجازې او کار اجازې مقررات ځای پر ځای شوي دي. په دې قانون کې د ادغام اړوند تدابير هم په نښه شوي دي.

د استوګنې لنډمهاله سند (Aufenthaltsgestattung)

د استوګنې لنډمهاله سند يو داسې سند دی چې يو کس ته هغه مهال ورکول کيږي چې د پنا غوښتنه وکړي. دا سند دوی ته اجازه ورکوي چې د پناغوښتنې د پروسې په دوران کې په جرمني کې پاته شي. د دې سند درلودونکو ته د پناغوښتنې د مالي ملاتړ (AsylbLG) له مخې مرسته ورکول کيږي. د استوګنې د لندمهاله سند لرونکو لپاره د کار، ژوند او زده‌کړو په برخو کې ځانګړي قوانين پلي کيږي.

د استوګنې د اجازې عنوان (Aufenthaltstitel)

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له اوسېدونکو پرته د نورو درېيمو هېوادونو اوسېدونکي اړ دي چې په جرمني کې د اوسېدو لپاره د استوګنې يو ډول عنوان (Aufenthaltstitel) ولري. د جرمني د استوګنې په قانون کې د ۵ ډوله عنوانونو يادونه شوې ده: ويزه (Visum)، د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubni)، د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis)، د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه (Erlaubnis zum Daueraufenthalt- EU) او د اروپاپي ټولنې شين کارت (Blaue Karte EU). له ۲۰۰۵ کال وړاندې (Aufenthaltsgenehmigung) يادونه هم شوې وه چې اوس نه کارول کيږي.

د استوګنې اجازې استحکام (Aufenthaltsverfestigung)

د استوګنې اجازې د استحکام يادونه هغه مهال کيږي چې يوه بهرني کس ته د جرمني د دايمي استوګنې اجازه ورکړل شي.

د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde)

د بهرنيانو چارو اداره، بهرنيانو ته د استوګنې اجازې د ورکولو يا ردولو دنده پر غاړه لري. دا اداره په عمومي توګه د استوګنې قانون له مخې د استوګنې او پاسپورت مقررات تنظيموي. د دې ادارې په دندو کې د استوګنې اجازې د مودې محدودول، له هېواده د وتلو غوښتنه او د بهرنيانو د هويت مالومول شامل دي. دا اداره له غيرمستقيمو ايالتي حکومتونو (mittelbaren Landesverwaltung) سره اړه لري. په هره ولسوالۍ (Landkreis) کې چې د اوسېدونکو شمېر له ۵۰زره زيات وي، لږ تر لږه يوه اوسلنډربېهورده شته.