کومو قوانينو ته بايد پام وکړئ؟

اوس مهال  جرمني په ځينو سيمو کې کې يو لړ بنديزونه پلي کيږي. سترې غونډې لا هم بندې دي خو کابو ټول مارکېټونه او دوکانونه پرانستل شوي دي. د رستورانتونو او هوټلونو په اړه هم بېلابېل قوانين پلي کيږي. د باندې بايد کسان يو له بله لږ تر لږه يونيم متر واټن وساتي. په ځينو ښارونو کې په ازاده فضا کې هم د ماسک اغوستل جبري دي. په هره سيمه کې د ماسک د مکلفيت لوحو ته پام وکړئ.

اوس مهال د جرمني په ټولو ايالتونو کې د ماسکونو اچول جبري شوي دي او که څوک په عامه ترانسپورتي وسيلو او هټيو کې ماسک ونه لري، بايد ۵۰ يورو جريمه ورکړي.. د ماسک جوړولو په اړه يوه لارښود ويډيو زموږ پر یوټيوب چینل ليدلای شي.

پاملرنه: په ځينو ايالتونو کې ښايي پلي کېدونکي قوانين يو څه توپير وکړي. د ټولو ايالتونو د قوانينو په اړه جزئيات پر (corona-was-darf-ich.de) وېبسایټ موندلای شئ.

خطرناکه سیمه څه ته وايي؟

که په کومه سيمه يا ښار کې د يوې اونۍ په اوږدو کې د هرو ۱۰۰ زره اوسېدونکو پر سر د کورنا پېښې له ۵۰ زياتې شي، دا سيمه د کورونا خطرناکه سيمه ګڼل کيږي او په دې ډول سيمو کې ځانګړي قوانين پلي کيږي. البته اوس د هغو سيمو لپاره هم ځانګړي قوانين پلي کيږي چې دا شمېر پکې له ۳۵ زيات دی.په خطرناکو سيمو کې د بېلګې په توګه ښايي په ازاده فضا کې هم ماسک جبري وي او يا د رستورانتونو د پرانستلو وختونه رالنډ شي. همدا شان په کورنيو بنډارونو او غونډو هم ځينې محدوديتونه لګيږي. همدا شان په کورنيو بنډارونو او غونډو هم ځينې محدوديتونه لګيږي. د ټولو ايالتونو د قوانينو په اړه جزئيات پر (corona-was-darf-ich.de) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم: که څوک په خطرناکه سيمه کې ژوند کوي، ځينو ايالتونو ته ته په رخصتۍ د تګ اجازه نه لري. البته دا قوانين د هغو کسانو لپاره نه دي چې د يوې ورځې لپاره ځي او يا د خپلوانو او دوستانو سره وخت تېروي. په داسې حالت کې هر ځای تللی شئ خو چارواکي بيا هم د نه سفر سپارښتنه کوي.

کوم ځای ته په سفر بنديز دی؟

اوس مهال  ډېرو بهرنيو هېوادونو ته په ورتګ بنديز دی. د اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه هم په اوس په خطرناکو سيمو کې شمېرل کيږي. که غواړئ له جرمني بهر ولاړ شئ؛ بايد ځان ډاډه کړئ چې هغو هېوادونو ته د کورونا له کبله پر سفر بنديز نشته. د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د سفر د خبرداريو په اړه ټول مالومات پر (reopen.europa.de) وېبسایټ موندلای شئ.

که غواړئ له جرمني بهر ولاړ شئ؛ بايد ځان ډاډه کړئ چې هغو هېوادونو ته د کورونا له کبله پر سفر بنديز نشته. د بهرنيو چارو اداره پر خپل وېبسایټ په دې اړه تازه مالومات خپروي. البته تاسې هم کولای شئ د اړوندو هېوادونو له سفارتونو سره په دې اړه اړيکه ونيسئ او مالومات ترلاسه کړئ. د بهرنيو چارو ادارې پر وېبسایټ همدا شان د سفارتونو د اړيکې شمېرې يا پتې هم موندلای شئ.

هغه کسان چې غواړي خپل رخصت وغزوي او يا يې کنسل کړي؛ ښايي ځانګړي قوانين په پام کې ونيسي. په دې اړه زيات مالومات د مصرفوونکو د مرکز او د جرمني د اروپايي مالوماتو د مرکزونو پر وېبسایټونو موندلای شئ.

کولای شم اوس مهال جرمني ته راشم؟

اوس مهال د جرمني پولې پرانستې دي.

اوس مهال د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په اوسېدونکو د پاسه، د لاندې درېيمو هیوادونو خلک جرمني ته راتلای شي: آسټرالیا، سنګاپور، ، نیوزیلنډ، تایلینډ، او یوراګوای. دا لېست وخت پر وخت اپډېټ کیږي. همدا شان د چين، هانکانګ، جنوبي کوريا او ماکاو هېوادونو خلک يوازې هغه جرمني ته د راتګ اجازه لري، چې هغه هېوادونه هم جرمنيانو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

مهم: دا چې تاسې اوس مهال جرمني ته د ننوتلو اجازه لرئ او که نه، ستاسې په تابېعت نه، بلکه یوازې ستاسې په وروستني موقېعت پورې اړه لري.

اوس مهال یوازې لاندې کسان جرمني ته راتلای شي:

-       جرمنيان او يا د جرمني پاسپورت درلودونکي.

-       د جرمني پاسپورت لرونکو د کورنيو هغه غړي چې له دوی سره په يوه کور کې اوسي.

-       د بريتانيا، ایسلنډ، لښتن‌شتاين، ناروې او سويس په ګډون د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو هغه تبعه چې د ژوند اصلي ځای يې جرمني وي او دلته د استوګنې اوږدمهاله اجازه ولري (gewöhnlichen Aufenthalt ) او يا غواړي د جرمني له لارې خپل هېواد ته ولاړ شي.

-       د نورو درېيمو هېوادونو هغه اوسېدونکي چې په جرمني يا د بريتانيا، ایسلنډ، لښتن‌شتاين، ناروې او سويس په ګډون د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د اوږدمهاله استوګنې اجازه لري او يا غواړي د جرمني له لارې خپل هېواد ته ولاړ شي.

-       هغه خلک چې آلمان ته د کورنۍ د غړو یوځای کېدو (Familiennachzug) له لارې راځي.
هغه خلک چې د روغتیا یا پالندويۍ په برخو کې کار کوي. 

-       هغه محصلان چې په بهر کې په سمه توګه زده‌کړه نه شي کولای.

-        هغه متخصصین چې په جرمني کې ورته بېړنۍ اړتیا لیدل کیږي او کار يې وروسته  نه شي کېدای او يا له جرمني بهر نه شي ترسره کېدای.

-        هغه خلک چې د ترانسپورت په برخه کې کار کوي.

-       هغه خلک چې د کرهڼیزو محصلاتو په راټولولو کې مرسته کوي.

-       هغه خلک چې د بېړنيو کورنيو لاملونو له مخې جرمني ته سفر کوي.

-       ماڼوګان او کښتۍ چلوونکي

-       ډېپلوماټان

-       د ترانزيت په حال کې مسافر

مهم: په ياد مو وي چې که غواړئ د جرمني له پولو واوړئ؛ خامخا خپل اړوند سندونه له ځان سره ولرئ. له هر څه وړاندې په خپله سیمه کې د جرمني په سفارت او يا په مخامخ ډول د بهرنیو چارو له فدرالي ادارې پوښتنه وکړئ. که تاسې د خپل راتګ په اړه مشخصې پوښتنې لرئ؛ کولای شئ فدرال پولیسو ته په  ۰۸۰۰۶۸۸۸۰۰۰ شمېره تلیفون وکړئ. دې شمېرې ته زنګ وهل وړیا دي او کارکوونکي یې په جرمني ژبه خبرې کوي.

 

جرمني ته د راتللو پر مهال، د روغتيايي کارکوونکو په شان کسانو لپاره د بېړنيو حالاتو له کبله ځينې اسانتياوې شته. په دې اړه مالومات د جرمني له سفارتونو او يا د بهرنيو چارو له ادارو ترلاسه کولای شئ.

پناغوښتونکي هم کولای شي جرمني ته د پناغوښتلو لپاره راشي. البته په ياد مو وي چې د دوبلين مقررات په پام کې ونيسئ. د دوبلين په اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ.

مهم: هغه کسان چې اوس مهال له خطرناکو هېوادونو جرمني‌ راځي؛ بايد د کورونا د ازموينې منفي پايله ترلاسه کړي او يا د دوو اونيو لپاره په کور کې کرنتين شي. د خطرناکو هېوادونو لړ پر (rki.de) وېبسایټ موندلای شئ.

پاملرنه: اوس مهال په ډېرو هېوادونو کې د جرمني سفارتونه او کونسلګرۍ تړلې دي. د تازه مالوماتو لپاره هر وخت د بهرنيو چارو وېبسایټ وګورئ.

هغه کسان چې له خطرناکو هېوادونو جرمني ته راځي، بايد څه وکړي؟

هغه کسان چې اوس مهال له خطرناکو هېوادونو جرمني‌ راځي، بايد په کور کې  ځان  د لږ تر لږه پينځو ورځو لپاره کرنتين کړي او د خپلې سيمې روغتيايي ادارو ته خبرورکړي. له ۵ ورځې کرنتين وروسته دوی کولای شي د کورونا وړيا ټېسټ وکړي او که پايله يې منفي وي، کرنتين يې ختميږي. د يادونې وړ ده چې روغتيايي ادارې کرنتين څاري او که څوک سرغړونه وکړي، جريمه کيږي.

که څوک له سفر وروسته د کورونا د ټېسټ منفي پايله ولري، کرنتين ته اړتيا نشته. که څوک په بهر کې ازموينه کوي، بايد پايله يې له ۴۸ ساعتونو زړه نه وي. البته دا ازموينه هم يوازې هغه وخت قبليږي چې په معتبرو هېوادونو کې ترسره شي. د دې هېوادونو لېست د رابرت کوخ انستیتوت پر وېبسایټ (rki.de) موندلای شئ.

که غواړئ د کورونا ازموينه وکړئ، خپل ډاکټر/ې ته ټليفون وکړئ. . همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ. په خپله سيمه کې يو روغتيايي مرکز پر (Datenbank des Robert Koch-Instituts (RKI) ) وېبسایټ موندلای شئ.

که څوک له هغو هېواونو راځي چې خطرناک نه بلل کيږي، اړ نه دي چې ازموينه وکړي او يا کرنتين شي. 

مهم: هغه کسان چې له ناخطرناکو هېوادونو څخه د خطرناکو هېوادونو له لارې جرمني ته راځي، له خطرناکو هېوادونو څخه د راغلو کسانو په شان چلند ورسره کيږي.

اوس مهال کوم دوکانونه پرانستي دي؟

اوس مهال په جرمني ټول دوکانونه او مارکېټونه پرانستي دي.

ټول پرانستي دوکانونه بايد صحي تدابير مراعات کړي او د ننه ډېرو کسانو ته د ورتګ اجازه ورنه کړي. دوی بايد همدا شان د يونيم متر واټن په پام کې نيولو او ماسک اغوستلو په اړه قوانين هم پلي کړي. د دې تر څنګ ځينې نور قوانين هم ښايي پلي شي.

په اکثر ايالتونو کې هوټلونو، رستورانتونه، سينماوې، سلمانۍ، حوضونه او پارکونه پرانستي دي. البته په ځينو ايالتونو کې قوانين له نورو ايالتونو توپير کوي.

په دې اړه نور مالومات پر (corona-was-darf-ich.de) وېبسایټ موندلای شئ.

وړکتونونه او ښوونځي کله پرانستل کيږي؟

په ډېرو ايالتونو کې ښوونځي او وړکتونونه پرانستل شوي دي او يا هم په تدريجي ډول پرانستل کيږي. په ځينو نورو کې بيا د اوړي له رخصتيو وروسته په بشپړ ډول پرانستل کيږي. په ځينو ايالتونو کې ښايي پلي کېدونکي قوانين له نورو يو څه توپير وکړي.

په ځينو ايالتونو کې اوس د ښوونځيو لپاره هم د ماسک اغوستل جبري شوي دي. البته په ډېرو ايالتونو کې د درس پر مهال دا الزام نشته. په دې اړه نور مالومات پر (corona-was-darf-ich.de) وېبسایټ موندلای شئ.

دولتي او نادولتي ادارې پرانستې دي؟

ډېرې دولتي او نادولتي ادارې پرانستل شوې دي خو ځينې لا ښايي بندې وي او له دې ډلې ډېرې يې خپل کارونه په انلاين توګه پر مخ وړي. که په کومه اداره کې مو ترمين درلود او يا اوس کومه ستونزه لرئ؛ د اړونده ا دارې وېبسایټ وګورئ او مالومات ترلاسه کړئ.

څنګه کولای شم د خپلې استوګنې د اجازې وخت تمديد کړم؟

د کورونا د بحران له کبله د نورو ادارو په شان، د اوسلنډربېهورده دفترونه تړل شوي وو خو اوس ډېر پرانستل شوي دي. ښه به وي چې د خپلې سيمې اړونده اوسلنډربېهورده پر (webgis.bamf.de) وېبسایټ وګورئ او په اړه يې مالومات ترلاسه کړئ. که د استوګنې د عادي اجازې سندونه د اوس لپاره درنه کړل شي، اوسلنډربېهورده به تاسې ته د لنډ مهال لپاره د (Fiktionsbescheinigung) په نوم يو سند د پوست له لارې درولېږي او کله چې دا بحران ختم شي؛ کولای شئ په عادي ډول پروسه پر مخ يوسئ.

يادونه: که څوک له جرمني بهر پاته وي، بيا هم کولای شي د خپلې استوګنې د اجازې وخت وغځوي. د دې کار لپاره اوسلنډربېهورده ته يو برېښناليک لېږلای شي.

زما د ویزې موده په جرمني کې د اوسیدو پرمهال پای ته ورسېده؛ څه بايد وکړم؟

که د ويزې وخت مو پوره شوی وي او نه شئ کولای بېرته ولاړ شئ، بايد وخت يې تمديد کړئ. د دې کار لپاره تر ټولو نږدې اوسلنډربېهورده ادارې ته له ټولو مالوماتو (لکه نوم، د زېږېدو نېټه او نور) سره يو برېښناليک ولېږئ او د ويزې د وخت د تمديد غوښتنه وکړئ. د خپلې سيمې اړونده اوسلنډربېهورده پر (webgis.bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

پاملرنه: که د استوګنې اجازه يا ويزه مو له کار سره تړلې وي او اوس کار له لاسه ورکړئ؛ بايد جرمنی پرېږدئ. که دا کار ناشونی وي؛ ښايي د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ درکړل شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (ډولډونګ) کې لوستلای شئ.

زما د ویزې موده جرمني ته له تګ مخکې پای ته ورسیده؛ څه باید وکړم؟

 که چا (D-Visum) ویزه درلوده (د بیلګې په توګه: د کورنۍ یوځای کېدو، د زده‌کړې، د دندې لټون او یا نور) او غوښتل مو چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ مياشتې له ۱۵مې نېټې وروسته جرمني ته راشئ خو د کورونا د بحران له کبله مو ونه شو کړای؛ اوس کولای شی د (Neuvisierung) په نوم د نوې يا بديل ويزې غوښتنه وکړی. د نوې ويزې ترلاسه کولو پر مهال ستاسې زاړه سندونه له سترګو تيريږي او د ویزې نوی غوښتنلیک به مو په چټکۍ پروسس شي. دا نوې ويزه په لاندې شرایطو کې درکول کيږي:

-ستاسې ویزه د ۲۰۲۰ کال د جولای مياشتې په ۲۹ مې نېټه ختمه شوې ده.

- جرمني ته ستاسو د سفر موخه او د رسېدلو مقصد نه دی بدل شوی.

د اصولو له مخې اړ نه یاست چې سفارت ته د نوې ويزې لپاره ورشئ. یوازې هغه کسان چې له شپږ میاشتو وړاندې یې د ویزې غوښتنلیکونه ورکړي، باید سفارت ته ورشي او بیا د ګوتو نښې ورکړي.

که څه هم سفارت ښایي له تاسې څخه د نویو سندونو غوښتنه وکړي. د بېلګې په ډول تاسې بايد د اوسبیلډونګ تړون او یا هم د دندې تړون (قرارداد) دوام ثبوت کړئ او یا هم په پوهنتون کې د شاملېدلو اوسنی سند (Immatrikulationsbescheinigung) وړاندې کړئ. باید یو ځلې بیا دا ثابته کړئ چې له مالي اړخه ستاسو ورځنی ژوند په جرمني کې خوندي دی. ژمنليک (Verpflichtungserklärungen) باید له ۶ میاشتو څخه زوړ نه وی. البته که عمر مو له له هغه عمر څخه زیات شوی وي، موم چې د ویزي لپاره اړین دی؛ کومه خبره نه ده.

مهم: د (Neuvisierung) لپاره د خپل اړوند جرمن سفارت په ویبسایټ کې د غوښتنليک له پرانستلو وروسته بايد د ۲۰۲۰ کال د دسمبر مياشتې تر پايه پورې د نوې ويزې لپاره خپله غوښتنه ثبت کړئ. که دا مهلت تېر شي، بيا بايد له سره خپله غوښتنه ثبت کړئ. غوره به وي چې د خپل اړوند سفارت وېبسایټ وخت پر وخت وګورئ.    

يادونه: د اصلي ویزې د وخت غځول شوني نه دي. له همدې کبله بايد د (Neuvisierung) غوښتنه وکړئ. که دا کار نه کوئ، کولای شئ بيخي له سره د نوې ويزې غوښتنه وکړئ. البته د (Neuvisierung) لپاره بيا فيس نه غوښتل کيږي.

پاملرنه: دا مقررات د شینګین ویزو لپاره نه پلي کیږي.

د کورنۍ د غړو يوځای کېدلو (Familiennachzug) د ويزو لپاره ځينې نور مقررات هم پلي کيږي. په دې اړه ډېر مالومات لاندې په بله برخه کې لوستلای شئ.

د ژبې کورسونه پرانستي دي؟

د ژبو د کورسونو او ښوونځيو په اړه هر ايالت بېله پرېکړه کوي. زموږ په بل څپرکي (د جرمني ژبې زدهکړه) کې د ژبو د زدکړې لپاره ډېر انلاين لېنکونه موندلای شئ.

څه ډول کولای شم له خپلو ماشومانو سره په زده‌کړه کې مرسته وکړم؟

له ماشومانو سره د زده‌کړو لپاره ځينې فرصتونه شته:

-       پر (stayschool.de) وېبسایټ له پينځم ټولګي څخه ټول زده‌کوونکي کولای شي له مرسته کوونکو څخه په درسونو کې وړيا زده‌کړه وکړي؟ دا تدريس په ويډيويي بڼه دی او په ډېرو ژبو کېدای شي.

-       له (corona-school.de) وېبسایټ څخه هم د زده کړو لپاره مرسته او مواد ترلاسه کېدای شي. پر دې وېبسایټ ځينې محصلان د ښوونځيو زده‌کوونکو ته د ويډيويي اړيکې له لارې درس ورکوي.

-       پر (daserste.de) وېبسایټ هم د زده‌کړو لپاره ډېر څه موندلای شئ.

زما ماشوم د زده‌کړو لپاره لپټاپ ته اړتيا لري، څه وکړم؟

که له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه پیسې ترلاسه کوئ، کولای شئ د خپل ماشوم لپاره ۱۵۰ ترلاسه کړئ او هغه ته یو آی‌پډ يا کمپيوټر واخلئ. په ځينو سيمو کې د دې پیسو اندازه ښايي زياته وي. د مالوماتو لپاره له خپل جا‌ب‌سنټر يا سوسيال څخه پوښتنه وکړئ. که د پنا غوښتنه مو رد شوې وي، له مشورتي ادارو سره اړيکه ونيسئ او په دې اړه پوښتنه ترې وکړئ. په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره پر (jugendmigrationsdienste.de) وېبسایټ موندلای شئ. دوی ستاسې ټليفوني اړيکې يا برېښناليک ته هم ځواب درکوي. نور مالومات پر (tacheles-sozialhilfe.de) هم موندلای شئ.

له دې پرته نور بنسټونه هم شته چې زده‌کوونکو ته وړيا لپټاپونه ورکوي. پر (computertruhe.de) وېبسایټ د دې بنسټونو لړ ليدلای شئ. پر (lapdoo.org) هم د يوه وړيا لپټاپ غوښتنه کولای شئ.

مشورتي ادارې لا هم خلاصې دي؟

د کورونا د بحران له کبله لا هم ځينې مشورتي ادارې تړلې دي. البته ځينې يې لا هم د ټليفون او برېښناليک له لارې مشوره درکوي. زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو پر پاڼه د ډېرو مشورتي ادارو پتې پلټلای او موندلای شئ.