لنډمهالې بېکاري (Kurzarbeit ) څه ته وايي؟

ځينې وخت د کورونا وايروس د بحران په شان رامنځته شوو حالتونو کې او يا هغه وخت چې د ځينو نورو دلايلو له کبله ډېر کار نه وي؛ ځينې ادارې او شرکتونه خپل کاري وختونه رالنډوي او يا يې بيخي کار نه کوي. په داسې حالتونو کې د شرکتونو له لوري کارکوونکو ته د کار د فدرالي ادارې (Bundesagentur für Arbeit) څخه د لنډمهالې بېکارۍ مرسته غوښتل کيږي. په دې ډول دا کسان له بېکارۍ او د قرارداد له ختمېدو ژغورل کيږي او که حالات سم شي؛ کولای شي بېرته همالته کار پیل کړي.  د دې مرستې اندازه د ناخالص معاش د اصلي اندازې له ۶۰ تر ۶۷ سلنه ده او تر ۲۴ مياشتو ورکول کيږي.  که د چا کار تر ۵۰ سلنې يا زيات کم شوی وي؛ له څلورو مياشتو وروسته د دې پیسو اندازه ۷۰ سلنه (د بچيانو درلودونکو کسانو لپاره ۷۷ سلنه) او له اوو مياشتو وروسته ۸۰ سلنه (د بچيانو درلودونکو کسانو لپاره ۸۷ سلنه) کيږي. دا قانون د ۲۰۲۱ کال تر پايه پورې معتبر دی.

د لنډمهالي کار د مرستې او د هغې د شرطونو په اړه بشپړ مالومات د کار د فدرالي‌ادارې پر وېبسایټ موندلای شئ.

پاملرنه: د لنډمهالې بېکارۍ پیسې ترلاسه کول ستاسې د استوګنې پر اجازه اغېز نه لري. که د استوګنې په اجازه کې مو ويل شوي وي چې له دولته مالي مرسته نه شئ ترلاسه کولای؛ اندېښنه مه کوئ. د لنډمهالې بېکارۍ  پیسې په دې مرسته کې نه راځي.

د لنډمهالې بېکارۍ پر مهال بله دنده ترسره کولای شم؟د لنډمهالې بېکارۍ پر مهال بله دنده ترسره کولای شم؟

هو. تاسې کولای شئ چې د لنډمهالې بېکارۍ (Kurzarbeit) پر مهال بل ځای هم کار وکړئ. د ۲۰۲۰ کال له مې مياشتې وروسته په بله دنده يا نېبن‌جاب کې د پخواني عايد په اندازه پیسې ترلاسه کولای شئ. په اصل کې مو دا دنده د لنډمهالې بېکارۍ له پیل کېدو وروسته پیل کړې وې؛ په اصلي دنده کې د معاش له اندازې څخه اضافه ګټل شوې پیسې مو د بېکارۍ له پیسو کميږي خو اوس دا قانون ځنډېدلی دی او تاسې کولای شئ د خپلې پخوانۍ دندې د معاش په اندازه پیسې وګټئ. دا پیسې مو د لنډمهالې بېکارۍ په ترلاسه شوو پیسو اغېز نه کوي. دا قانون د د۲۰۲۰ کال تر پايه معتبر دی.

که د هر کار لپاره دکار معتبره اجازه نه لرئ؛ له خپلې اړوندې اوسلنډربېهورده ادارې پوښتنه وکړئ چې د بلې دندې يا (Nebenjob) درکوي او که نه. اوس مهال دا کار يوازې د ټليفون يا برېښناليک له لارې کولای شئ.

د بلې دندې په اړه ټول مالومات زموږ په بل څپرکي (د کارکوونکو حقونه) او د نيمه‌وخته دندې په اړه مالومات زموږ د ميني‌جاب په څپرکي کې لوستلای شئ.

د شرکتي کار ترسره کوونکي هم د لنډمهالې بېکارۍ پیسې ترلاسه کولای شي؟

د شرکتي کار ترسره کوونکي (Leiharbeiter*innen / Zeitarbeiter*innen) هم کولای شي د کورونا له کبله د رامنځته شوي بحران پر مهال د لنډمهالې بېکارۍ پیسې ترلاسه کړي.

يادونه: د شرکتي کار ترسره کوونکي د بېکارۍ پر مهال د بېکارۍ د پیسو ترلاسه کولو حق هم لري. په دې اړه نور مالومات همدلته په بله برخه کې لوستلای شئ.

د اوسبیلډونګ ترسره کوونکي هم د لنډمهالې بېکارۍ تر پوښښ لاندې راځي؟

د اصولو له مخې د اوسبیلډونګ ترسره کوونکي (Auszubildende)دد لنډمهالې بېکارۍ تر چتر لاندې نه راځي. اړونده شرکتونه بايد يې د نصاب يا څانګې د بدلون په شان، په نورو لارو چارو فکر وکړي. که بله لاره چاره نه وي؛ بيا کولای شي د دوی لپاره د لنډمهالې بېکارۍ د پيسو غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې دوی ته د شپږو اونيو لپاره د بشپړ معاش په اندازه پیسې ورکول کيږي. له هغه وروسته د لنډمهالې بېکارۍ د پیسو ورکول پیل کيږي. که دا پیسې د ژوند تېرول لپاره بسنه ونه کړي؛ کولای شئ د بېکارۍ دوهم ډول پیسو (Arbeitslosengeld 2) غوښتنه وکړئ.

په دې اړه زيات مالومات پر (ausbildung.de.) وېبسایټ لوستلای شئ.