کولای شم د کورونا وايروس له وېرې په کور کې پاته شم او کار ونه کړم؟

په عمومي ډول خلک بايد خپلو کارونو ته ولاړ شي او د نه تګ په اړه کوم قانوني لارښود نشته. التبه د هرې ادارې مشر د خپلو کارکوونکو د خونديتوب او روغتيا مسؤوليت لري. په دې مانا چې هغه بايد د خپلو کارکوونکو د روغ ساتلو پوره هڅه وکړي. د بېلګې په ډول،که شونې وي؛ ځينې کسانو ته به له کوره د کار اجازه ورکړي. د هرې ادارې ماموران کولای شي له خپلو مشرانو سره په دې اړه يوه جوړجاړي ته ورسيږي. ځينې ادارې ښايي په دې اړه په کاري يا ټوليز تړون (Tarifvertrag) يادونه وکړي.

که د کومې ادارې مشر د خپلو کارکوونکو په اړه بې‌پروايي کوي؛ کولای شئی د کارکوونکو له شورا سره خبرې وکړئ او يا د روغتيا سيمه‌ييزې ادارې ته خبر ورکړئ. د خپلې سيمې اړونده روغتيايي اداره‌ پر (Behördenwegweiser) وېبسایت موندلای شئ.

د کورونا د بحران پر مهال بايد اضافي کار وکړم؟

 

اضافي کار هغه کار ته ویل کيږي چې د کار له نورمال وختونو په اضافه وخت کې وشي. د اصولو له مخې کارکوونکي يوازې هغه وخت اضافه‌کاري کولای شي چې په دې اړه په کاري تړون، د شرکت په قرارداد او يا ټوليز تړون (Tarifvertrag) کې يادونه شوې وي. که داسې څه نه وي؛ کارکوونکی کولای شي له اضافه کار کولو ډډه وکړي. له دې پرته په هغو وختونو کې هم بايد اضافه کار وشي چې له دې پرته د کار ورکوونکی يا شرکت زيانمنيږي (د بېلګې په ډول ډېر کارکوونکي ناروغ وي او يا شرکت له ډيوالي کېدو سره مخ وي)  او‌ په بل ډول يې مخنيوی نه کيږي. دا خبره د کوويډ ۱۹ يا کورونا ناروغۍ پر مهال هم هغه مهال کېدای شي چې کارکوونکي ډېر کم شي او اضافي کار ته اړتيا وي.

دا چې د اضافي کار په بدل کې پیسې ورکول کيږي او که اضافه رخصتي؛ د کار له تړون سره اړه لري. که چا ته نه پیسې او نه هم اضافي رخصت ورکول کيږي؛ د اضافي کار وخت يې بايد د اصلي کاري ساعتونو له ۱۰٪ څخه زيات نه شي. که په کاري تړون کې د اضافه کار په اړه څه نه وي؛ په معمول ډول د اضافه ساعتونو لپاره هم خپل نورمال معاش ترلاسه کوئ. د دې معاش ترلاسه کولو لپاره شرط دا دی چې ستاسې رييس بايد دا اضافه وخت تنظيم کړی وي او تاسې يې په اړه ليکل شوی سند خوندي کړی وي. ځکه نو بايد خپل اضافه کاري ساعتونه وليکئ او په خپل رييس يې لاسليک کړئ.

يادونه: هغه کسان چې لوړ معاشونه ترلاسه کوي (په ختيځ جرمني جرمني کې له ۵٫۸۰۰ لوړ او په لويديځ جرمني کې له ۶٫۵۰۰ لوړ) نه شي کولای د اضافي ساعتونو لپاره پیسې ترلاسه کړي.

د بچيانو ساتلو لپاره پر کور د پاته کېدلو اجازه لرم؟

که د کورونا بحران له کبله ښوونځي او وړکتونونه وتړل شي او ماشومان کور پاته شي؛ والدين بايد هڅه وکړي چې کوم بل ځای د ماشوم لپاره پالنځای ومومي. که داسې ونه شي او څوک ونه لرئ چې د بچيانو ساتنه مو وکړي؛ بايد له خپل رييس سره خبرې وکړئ او يو حل پيدا کړئ (د بېلګې په توګه له کوره کار وکړئ او يا د کار وختونه بدل کړئ). که دا کار هم شونی نه وي؛ تاسې کولای شئ له کاره د يو څه مودې لپاره له معاش سره رخصت واخلئ. د ځينو ادارو او شرکتونو په قراردادونو کې په دې اړه يادونه شوې وي. که ستاسې په تړون کې هم داسې څه وي؛ بايد له هغو سره سم وړاندې ولاړ شئ. البته که د لنډ وخت لپاره يو حل پيدا شي ښه دی خو که بحران ډېر دوام وکړي؛ بايد د يوه بل حل په لټه کې شئ. دا حل کېدای شي د معاش يا بې‌معاشه رخصت او يا د کار د اضافه وختونو د جبران لپاره د رخصتۍ اخستل وي.

د ۲۰۲۰ کال د مې مياشتې په وروستيو کې، په دې اړه نوي قوانين رامنځته شول: هغه والدين چې ونه شي کړای د ښوونځيو او وړکتونونو د بندېدلو او د خپلو ماشومانو پاللو له کبله کار وکړي؛ د زيان جبران ترلاسه کوي. دا ډول کسان د لسو اونيو لپاره خپل اصلي ناخالص معاش ۶۷ سلنه پیسې (تر ټولو ډېر حد ۲٫۱۰۶ یورو دی) ترلاسه کوي.

مهم: يادې شوې لس اونۍ د هر مور او پلار لپاره دي. که څوک يوازې د ماشوم پالنه کوي، دا موده ورته شل اونۍ کيږي.

د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره شي:

-       د اړوند کس د بچي يا بچيانو عمرونه بايد له ۱۲ کالو ټيټ وي او له کور پرته په بل ځای کې يې د پالنې او ساتنې شونتياوې نه وي. د زيات عمر معلول ماشومان هم په دې کته‌ګورۍ کې راځي.

-       د ماشوم د ساتنې لپاره په بل ځای کې شونتيا نه وي او په کور کې هم د ساتنې بل څوک نه وي.

-       په اړونده اداره کې ستاسې د رخصتۍ، اضافه‌کارۍ او ورته نورو وختونو ورځې ختمې شوې وي.

کارکوونکو لپاره د دې پیسو غوښتنه د کار خاوند يا شرکت کوي. د ازاد کار ترسره کوونکي بايد د خپلې سيمې له روغتيايي ادارې سره اړيکه ونيسئ. خپله اړونده روغتيايي اداره پر (Behördenwegweiser) وېبسایټ موندلای شئ.

که د ناروغۍ له کبله له کاره کور ته ولېږل شم؛ څه پېښيږي؟

د کار ورکوونکی اړ دی چې په کار کې، د خپلو کارکوونکو روغتيا ته پام وکړي او که څوک ناروغ وي؛ کور ته يې وليږي.  البته که څوک د ناروغۍ له کبله کور ته ولېږل شي؛ معاش يې نه بنديږي او د ناروغۍ رخصت ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار پر مهال د ناروغۍ ثبتول (کې ولولئ.

که روغ او کار ته تيار کسان د ناروغۍ د مخنيوي لپاره کور ته ولېږل شي؛ معاش ورکول کيږي او د کمو ساعتونو معاش نه ترې ګرځول کيږي.

که د ترانسپورتي وسيلو د بنديز له کبله کار ته ولاړ نه شم؛ معاش راکول کيږي؟

نه. ځکه کار ته تګ او راتګ کول د کارکوونکي مسؤوليت دی که کارکوونکی د عمومي نظم د مختل کېدو او د ترانسپورتي وسيلو د نه شتون په شان دلایلو له کبله کار ته ولاړ نه شي او کار ونه کړي؛ د اصولو له مخې د معاش اخستلو دعوا نه شي کولای. ځکه کارکوونکی د لارې او تګ راتګ خطرونه (Wegerisiko) په پام کې نيسي.

که څوک قرنطين شي؛ بيا هم معاش ورکول کيږي؟

که څوک په کورونا وایروس د ککړېدو له وېرې کار ونه شي‌کړای او يا په وایروس د ککړېدو شک ورباندې وشي او په کور کې د پاته کېدو سپارښتنه يا امر ورته وشي؛ تر شپږو اونيو پورې، د خپل کارځای له لوري نورمال معاش ورکول کيږي. دا پیسې ستاسې د کار ادارې يا شرکت ته د دولت له لوري ورکول کيږي او که حالات سم شي؛ بېرته همالته کار پیلولای شئ. که قرنطين له شپږ اونيو زيات شي؛ د دولتي روغتيايي بيمې ادارې تاسې ته د ناروغۍ اړوند پیسې ورکوي. د ناروغۍ د‌ پیسو په اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (د ناروغۍ ثبتول) کې لوستلای شئ.

يادونه: که څوک د کورنا له کبله خطرناکو ګڼل شوو هېوادونو ته سفر وکړي، د بېرته راتګ او کرنتين پر مهال معاش نه ورکول کيږي. البته که څوک له کوره کار وکړي، دا معاش ترلاسه کولای شي. اوس مهال دا موضوع ډېره جنجالي ده او ښه ده چې په اړه يې تل تازه مالومات ترلاسه کړئ. پر (Faire Integration) په دې اړه مرسته ترلاسه کولای شئ.

که د جرمني د پولو تړل کېدو له کبله بېرته کار ته ورنه شم، څه کيږي؟

که د پولو تړل کېدو له کبله بېرته جرمني ته نه شئ راتلای او په‌ پايله کې له کاره پاته کېږئ، د کار خاوند مو د معاش په درکولو مکلف نه دی. همدا ډول له دولت څخه د زيان جبران نه شئ ترلاسه کولای. که د کار خاوند مو د قراداد په لغوه کولو تهديد کړي، له يوې مشورتي ادارې سره سلا وکړئ. پر (Faire Integration) وېبسایټ خپل ځان ته نږدې مشورتي ادارې موندلای شئ.

که د کورونا وايروس له کبله کار ونه شم کړای؛ معاش راکول کيږي؟

 که څوک په کورونا وایروس د ککړېدو له کبله کار ونه شي‌کړای؛ تر شپږو اونيو پورې معاش ورکول کيږي. له دې وروسته د دولتي روغتيايي بيمې ادارې هغه ته د ناروغۍ اړوند پیسې ورکوي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (د ناروغۍ ثبتول) کې لوستلای شئ.

که شرکت يا اداره مې د کورونا وايروس له کبله وتړل شي؛ معاش مې بنديږي؟

که د کوويډ ۱۹ ناروغۍ له کبله په کارځای کې د کار مواد کم شي او يا کارکوونکي کار ونه شي کړای او کار ورکوونکې اداره د لنډې مودې لپاره کار ودروي؛ بايد خپلو کارکوونکو ته دوامداره معاش ورکړي. البته شرط دا دی چې تاسې به کار ته تيار او روغ وئ. په عمومي ډول نه ترسره شوي‌ساعتونه کار بيا په تاسې اضافه کيږي. البته که په کاري تړون کې په دې اړه کوم څه ليکل شوي وي؛ هماغه مقررات بايد پلي شي.

که کوم شرکت يا اداره د ډېر وخت لپاره وتړل شي؛ ښايي د کار د لنډمهالې بېکارۍ (Kurzarbeit) او يا عملياتي منفکۍ (betriebsbedingten Kündigungen) مقررات پلي شي. د لنډمهالې بېکارۍ په اړه همدلته لاندې او د منفکۍ په اړه زموږ په بل څپرکي کې بشپړ مالومات ترلاسه کولای شئ.

په کرنيزه برخه کې کډوالو ته د کار اجازه ورکول کيږي؟

په جرمني کې سږ کال په کرنيزو ځمکو کې کارکوونکو ته اړتيا زياته ده. پخوا به دا مهال له ختيځو اروپايي هېوادونو خلک د کار لپاره راتلل خو اوس د کورونا بحران او پولو تړل کېدو له کبله دا کار ناشونی دی.

له همدې کبله اوس ډېرو کسانو ته د کار اجازه په اسانۍ ورکول کيږي. له دې پخوا به ځينو کډوالو د کار اجازې ترلاسه کولو لپاره د اوسلنډربېهورده او اربایت اګنتور دواړو تاييد ته اړتيا درلوده خو اوس له اربایت اګنتور څخه د اجازې ترلاسه کولو ته اړتيا نشته.

که د چا د پنا غوښتنې پروسه روانه وي او يا ډولډونګ ولري؛ کولای شي له اوسلنډربېهورده څخه په اسانۍ د کار اجازه واخلي.

 

د کار د اجازې لپاره نوي قوانين دا شرطونه لري:

-       دنده بايد په کرنيزه برخه کې وي

-       د کار قرارداد مو بايد د ۲۰۲۰ کال د اپرېل د لومړۍ نېټې او د اکتوبر مياشتې د ۳۱مې نېټې تر منځ موده کې وي.

-       معاش مو بايد د ساعتي معاش له ټاکل شوې ټېټې اندازې کم نه وي. په بله وينا تر ټولو ټيټ معاش مو بايد په ساعت کې ۹ يورو او ۳۵ سنټه وي.

که غواړئ په کرنيزه برخه کې کار وکړئ؛ بايد له يوه فارم څخه د کار غوښتنه وکړئ. پر (daslandhilft.de) وېبسایټ دا ډول ډېرې دندې موندلای شئ. کله چې دنده ومومئ؛ د فارم خاوند يا کارورکوونکی به يې په اړه اړونده اوسلنډربېهورده ته خبر ورکړي او يا تاسې بايد له دې ادارې سره اړيکه ونيسئ او د کار اجازې غوښتنه وکړئ. په خپل شاوخوا کې د اوسلنډربېهورده ادراې يوه څانګه پر (webgis.bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

که څوک د کار ويزه ولري او بېکاره شي؛ څه کولای شي؟

که د چا د استوګنې اجازه يا ويزه له کار سره اړه ولري او دنده له لاسه ورکړي؛ بايد جرمنی پرېږدي. که لارې بندې وي؛ دې کسانو ته ډولډونګ يا د زغمل شوې استوګنې لنډمهاله اجازه ورکول کيږي. د ډولډونګ په اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ. که له داسې حالت سره مخ ياست؛ اړونده اوسلنډربېهورده ته زنګ ووهئ او يا ټليفون ورته وکړئ. د خپلې سيمې اړوند اوسلنډربېهورده اداره پر (webgis.bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.