فلومارکېټونه چېرته موندلای شم؟

په دوبي کې کابو هره شنبه او يکشنبه او بل هر وخت چې هوا ښه وي؛ په سترو ښارونو کې د ښارواليو د سالونونو مخې ته، په تاريخي ځايونو، باغونو يا پارکونو کې فلومارکېټونه جوړيږي. ځينې وخت د شپې بازارونه هم وي چې د موزيک، نڅا او نورو کړنو په شان هنري فعاليتونه هم پکې ترسره کيږي. په وړو ښارونو کې د کال په اوږدو کې واړه فلومارکېټونه جوړيږي. د فلومارکېټونو په اړه ټول مالومات د شوراګانو له ادارو يا ورځپاڼو او مجلو ترلاسه کولای شئ. په انټرنېټ کې هم د دې بازارونو په اړه مالومات موندلای شئ. د بېلګې په ډول پر (gelbeseiten.de) وېسایټ د خپل ښار د نوم او پوستي کوډ په زياتولو کولای شئ ستاسې سيمې ته نږدې جوړوېدونکي فلومارکېټونه ومومئ.

آيا کولای شم په فلومارکېټ کې چنې ووهم؟

د نورمالو پلورنځيو پرخلاف په فلومارکېټونو، اونيزو بازارونو يا ورته انلاين وېبسایټونو کې چنې وهل معمول دي. د اصولو له مخې د نامناسب رقابت پر خلاف د قانون پر بنسټ په عادي پلورنځيو کې هم چنې وهل کېدای شي. دا چې ډېری پلورونکي او مشتريان چنې نه وهي نو که څوک د بيې د کمولو غوښتنه وکړي؛ خلک حيرانيږي. په فلومارکېټونو کې بيا چنې وهل (feilschen) په دوديز ډول غوره ګڼل کيږي او ډېرې رواج دي. چنې په وهلو ارزي ځکه ډېر وخت يې په مرسته توکي په ارزانه بيه موندلای شئ. د ارزانه توکو موندلو لپاره وخت هم مهم دی. د فلومارکېټونو د پیل او پای پر مهال توکي ارزانه وي.

په فلومارکېټونو کې څه پلورلای شو؟

که غواړئ خپله په فلومارکېټونو کې څه شی خرڅ کړئ، بايد مخکې له مخکې ځان ثبت کړئ او هلته ځای کرايه کړئ. د دې کار لپاره بايد څو اونۍ وړاندې له اړوند کس سره اړيکه ونيسئ. د فلومارکېټ د جوړوونکو کسانو پتې د فلومارکېټونو په اعلانونو کې موندلای شئ. د اړيکې پر مهال بايد روښانه کړئ چې ځومره ځای ته اړتيا لرئ او پلور لپاره خپل مېز لرئ که نه. ځينې وخت په فلومارکېټ کې د ځای کرايه کول ګران وي خو د مارکېټ په خوله او پای کې ځايونه ارزانه وي.

په فلومارکېټونو کې نور څه کولای شو؟

فلومارکېټونه يوازې د پېر او پلور لپاره نه دي. هلته تګ ښايي يوه ځانګړې تجربه وي. ښايي هلته د کوم شي له پېرلو پرته چکر ووهئ. د دې تر څنګ په ځينو فلومارکېټونو کې هنري فعاليتونه، موسيقي او دوديز خوراک يا څښاک پلورنځي هم وي.

انلاين فلومارکېټونه څه ډول کار کوي؟

د Ebay, Ebay-Kleinanzeigen  او Shpock په شان انلاين وېبسایټونه هم د کارول شوو توکو د پېر او پلور لپاره ښه ځايونه دي. دا وېبسایټونه د دوديزو فلومارکېټو په شان کار نه کوي خو کاروونکي کولای شي په خپل کور کې په آسانۍ د انټرنېټ له لارې د بېلابېلو اړتيا وړ شيانو لټون وکړي. په انټرنېت کې د پېرلو امتياز دا دی چې کولای شئ ګڼ شيان وګورئ او بيې يې سره پرتله کړئ. د دې تر څنګ په فېسبوک کې هم د پلور ځينې ګروپونه شته او خلک خپل کارول شوي توکي پکې خرځوي. پام مو وي چې په دې ډول ځايونو کې په دوکه کوونکو اعلانونو خطا نه وزئ او که ډاډه نه ياست، چا ته پیسې مه لېږئ. که غواړئ د کور سامان په ارزانه بيه ترلاسه کړئ؛ انلاين فلومارکېټونه ښايي ښه ټاکنه وي. په دې سایټونو کې لږ کارول شوي توکي په ارزانه بيه موندل کيږي. همدا شان هلته د کرايي موټرو وړانديزونه او د کور د فرنيچر يا پخلنځي د سامانونو ځای پرځای کولو لپاره تجربه‌کار کسان هم موندلای شئ.