څه ډول کولای شم د برېښنا قرارداد وکړم؟

ډېر وخت برېښنا د کرايې د قرارداد برخه نه وي او بايد پیسې يې بېلې ورکړل شي. د برېښنا لپاره بايد بېل تړون وشي او د برېښنا له وړاندې کوونکو شرکتونو سره بايډ اړيکه ونيول شي. د برېښنا لپاره بېلابېل شرکتونه او بيې شته او تاسې کولای شئ له منځه يې ارزانه هغه غوره کړئ. د (Check24) په شان وېبسایټونو کې دا ډول شرکتونه او بېلابېلې بيې کتلای شئ. کله چې د خپلې خوښې شرکت ومومئ؛ کولای شئ له هغو سره د انټرنېټ له لارې په انلاين ډول ځان ثبت کړئ. دا شرکت به له تاسې د برېښنا مېتر د اوسنۍ شمېرې په اړه وپوښتي. دا شمېره په خپله مېتر کې او يا د کرايې د تړون لاسليک پر مهال د تسليمۍ اړونده سندونو کې موندلای شئ.

که پخلی يا د اوبو ګرمول په ګاز کيږي؛ د هغه لپاره هم يو شرکت موندلای شئ. د کور خاوند يا کرايه ورکوونکی به تاسې ته په دې اړه مالومات درکړي. د ګاز د بيو پرتله کولو لپاره هم پورته ياد شوی وېبسایټ کارولای شئ.

یادونه: د برېښنا يا ګاز له قرارداد وروسته د دې خدمتونو وړاندې کوونکي هره مياشت ستاسې له اکونټ څخه يوه مالومه اندازه پیسې ګرځوي. د دې پیسو کچه تخميني ده. د دې مانا دا ده چې په کال کې يو ځل ستاسې د لګښتونو او ورکړل شوو پیسو ارزونه کيږي. که پیسې مو له لګښته زياتې وي؛ بېرته درکول کيږي او که کمې وي؛ ښايي نورې هم وغوښتل شي.  د دې لپاره چې ستاسې د اوسني لګښت اندازه مالومه شي؛ د برېښنا شرکت به له تاسې سره اړيکه ونيسي څو د برېښنا مېتر وګوري او د لګښت شمېره يې واخلي.

ولې بايد د ټلويزيوني او راډيويي خپرونو لپاره پیسې ورکړم؟

د هر کرايي کور درلودونکي ته د جرمني د ټلويزيون او راډيو د خپرونو له ادارې (ARD ZDF Deutschlandradio Beitragsservice) څخه يو ليک راځي چې له مخې يې د هرې مياشتې لپاره د ۱۷٫۵ يورو غوښتنه کيږي. دا پیسې د جرمني د رسنيو د لګښتونو (ARD, ZDF, 3Sat, Arte, Kika, Deutschlandradio, …) لپاره کارول کيږي. دا فيس جبري دی او که څوک هېڅ راډيو يا ټلويزيون ونه کاروي او يا ويې نه لري هم بايد دا پیسې ورکړي. تاسې کولای شئ دې ادارې ته د خپل اکونټ له لارې د پیسو د اتومات لېږد واک (SEPA-Einzugsermächtigung) ورکړئ. په دې ډول به هره مياشت ليک نه راځي او دوی به يې خپله ستاسې له اکونټ څخه ګرځوي.

يادونه: که څوک له جابسنټر يا سوسيال څخه پیسې اخلي او د (BAföG) يا (BAB) پیسې ترلاسه کوي؛ دا پیسې نه ترې اخستل کيږي. د دې کار لپاره بايد د خلاصون تړون (Befreiungsantrag) ولرئ او له اړونده ادارې څخه له يو تاييد سره يې د خپرونو ادارې ته ولېږئ. که په دې اړه کومه ستونزه لرئ؛ کولای شئ د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentrale) سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکي له تاسې سره مرسته کولای شي.

چېرته د کور لپاره ارزانه سامان او فرنيچر موندلای شم؟

په جرمني کې د فرنيچر او کور د نورو اړونده توکو بېلابېل پلورنځي شته چې مختلفې بيې لري. په ځينو ايالتونو کې سوسيالي مغازې هم شته چې د لږ عايد لرونکي کسان پکې دا توکي په ارزانه بيه رانيولای شي. په دې وېبسایټ کې کولای شئ په خپل شاوخوا کې يوه سوسيالي هټۍ ومومئ. د دې تر څنګ په فلومارکېټونو او د (ebay kleinanzeigen) په شان انلاين سایټونو کې هم د خپلې اړتيا وړ توکي موندلای شئ. همدا شان په فېسبوک کې هم د وړيا يا ارزانه توکو د پېر او پلور او لېږدلو لپاره ګروپونه او پاڼې موندلای شئ.

که څوک له جابسنټر يا سوسيال څخه پیسې ترلاسه کوي؛ کولای شي د خپل نوي کرايه شوي کور د فرش او ظرف لپاره له دې دفترونو يوه اندازه پیسې يا د کاليو مينځلو ماشين او يخچال په شان نور وسايل ترلاسه کړي.

څنګه کولای شم انرژي ذخيره کړم او د شنه‌خوا کېدو مخنيوی وکړم؟

چڼاسکې يا د دېوالونو شنه‌خوا کېدل د روغتيا لپاره زيان رسوونکي دي او پاکول يې سخت دي. د اصولو له مخې د کور خاوند د چڼاسکو پاکولو مسؤوليت لري او بايد لګښت يې پرې کړي. البته دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې کرايه نيوونکی کس د تودوخې سيستم (مرکزګرمۍ) د ناسمې کارونې يا هوا له کبله د دې کار لامل نه شي. ډېر کسان د برېښنا يا ګاز د لګښت کمولو لپاره په ساړه موسم کې هم ډېر لږ مرکزګرمۍ يا بخارۍ کاروي او له کوره د وتلو پر وخت يې بندوي. البته دا کار نه يوازې د چڼاسکو رامنځته کېدو سبب کيږي؛ بلکې لګښتونه هم لوړوي ځکه په دې ډول د سړې کوټې بيا ګرمول ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري. کله چې کوټې ته هوا ورکوئ؛ د ۵ تر ۱۰ دقيقو لپاره د کړکۍ د سر پرانستلو پر ځای هغه په بشپړ ډول پرانيزئ. که يوازې د کړکۍ سر پرانيزی؛ ډېره لږ تازه هوا به کور ته راشي. دا کار بايد د ټول کور لپاره هره ورځ لږ تر لږه ۳ يا ۴ ځله وکړئ. په ځانګړي ډول له حمام کولو، اخلي پخلي وروسته او يا د کاليو وچولو پر مهال سملاسي کور ته هوا ورکړئ. البته په ياد مو وي چې د هوا ورکولو پر مهال ټولې مرکزګرمۍ بندې کړئ څو د زياتې انرژۍ له ضايع کېدلو مخنيوی وشي. د هوا بدلولو او کور د سمو ګرمولو په اړه زيات مالومات په دې مالومات‌پاڼه کې موندلای شئ..

يادونه: که د کور په کرايه کې مو د ګرمولو پیسې هم شاملې وي؛ په کال کې يو ځل به ستاسې د لګښتونو او ورکړل شوو پیسو ارزونه وشي. که پیسې مو له لګښته زياتې وي؛ بېرته درکول کيږي او که کمې وي؛ ښايي نورې هم وغوښتل شي.  د دې لپاره چې ستاسې د اوسني لګښت اندازه مالومه شي؛ د کور خاوند به د برېښنا شرکت يو کارکوونکی وګماري څو له تاسې سره اړيکه ونيسي؛ د برېښنا مېتر وګوري او د مصرف شمېره يې واخلي. که فکر کوئ چې د انرژۍ د لګښت اندازه مو سمه نه ده محاسبه شوې؛ کولای شئ د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentrale) سره اړيکه ونيسئ او مرسته يې ترلاسه کړئ.

که په کور کې مې څه خراب شي؛ څه بايد وکړم؟

که په کور کې مو کومه خرابي وي؛ د بېلګې په ډول مرکزګرمي (Heizung) کار نه کوي يا د اوبو نل خراب وي؛ سملاسي له د کور له خاوند يا د ودانۍ له اداره کوونکو سره اړيکه ونيسئ. د دوی د اړيکې شمېرې يا پته د کرايې په قرارداد يا د کور په نورو اړونده سندونو کې موندلای شئ. په ډېرو کورنو کې دا مالومات د کور دروازې ته نږدې په لګېدلو تختو نښلول کيږي. تاسې کولای شئ له اړونده کسانو سره د ټليفون يا ليک دواړو له لارې اړيکه ونيسئ او د ستونزې په اړه خبر ورکړئ. د اصولو له مخې دوی يو تخنيکي کس درليږي څو ستونزه وارزوي او د حل لپاره يې سملاسي يا وروسته ګام پورته کړي. د دې کار لګښتونه په معمول ډول د کور خاوند ورکوي. که څوک مو په ستونزه پسې سر ونه ګرځوي او يا د بيا جوړولو پیسې له تاسې وغواړي؛ کولای شئ د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentrale) يا د کرايه ورکوونکو له مشورتي ادارې (Mieterschutzverein) سره اړيکه ونيسئ. د مقرراتو له مخې د کور خاوند مکلف دی چې په کور کې د شيانو د ترميم پیسې ورکړي او مشورتي ادارې مو د حق په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. د ډېرو دا ډول ادارو له خدمتونو د ګټه اخستلو لپاره د هغو غړيتوب ته اړتيا ده او د دې کار لپاره يو څه لږ کلنی فيس هم اخستل کيږي. دلته په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

کومو مقرراتو ته بايد پاملرنه وشي؟

په جرمني کې هر کور او ودانۍ خپل مقررات لري. کله چې د کرايي کور تړون لاسليکوئ؛ د دې مقرراتو منل درباندې لازمي کيږي. په زوره موزيک اورېدل، په شور او ځوږ بنډارونه او ورته کړنې کولای شي له ګاونډيانو سره د ستونزو جوړېدلو او کشمکش سبب شي. که څوک د چوپتيا او آرامۍ د وختونو مقررات بیا بیا مات کړي؛ کېدای شي د کور خاوند يې قرارداد لغوه کړي. له ګاونډيانو سره د ستونزو د مخنيوي لپاره بايد د خځلو يا کثافاتو د بېلوالي قوانينو ته هم پاملرنه وشي. په دې اړه ډېر مالوما د (کثافاتو بېلول) په څپرکې کې لوستلای شئ. د دې تر څنګ د کور په قرارداد کې د کورنيو حيواناتو ساتلو قوانينو ته هم پام وکړئ. په دې اړه زيات مالومات د (کورنيو حيواناتو ساتل) په څپرکي کې لوستلای شئ.

که د کور د نظم په مقرراتو کې د ارامۍ وختونه نه وي په نښه شوي؛ تاسې بايد په ځانګړو وختونو کې ډېر شور ونه کړئ. په ځانګړي ډول د غرمې، شپې او يکشنبې ورځې په شان وختونو کې چوپتيا او ارامي ساتل مهم دي. د ارامۍ په خرابولو (Ruhestörung)، د بېلګې په‌ ډول د شپې له لس بجو وروسته په لوړ غږ د موزيک اورېدلو پر مهال ګاونډيان کولای شي پوليسو ته زنګ ووهي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په ويډيو کې کتلای شئ.

څنګه کولای شم د کرايې قرارداد فسخه کړم؟

د اصولو له مخې کرايه نيوونکي کسان کولای شئ د کرايي کور قرارداد فسخه کړه. د دې کار لپاره بايد د کور خاوند ته درې مياشتې وړاندې خبر (Kündigungsfrist) ورکړي. د فسخه کولو لپاره ليکل شوی ليک بايد د قرارداد د پای ته رسېدلو د دريو مياشتو له جملې څخه د لومړۍ مياشتې په لومړيو دريو کاري ورځو کې د کور خاوند ته ورسيږي. البته ځينې وخت دا موده لنډه وي. دا وخت کولای شئ په خپل قرارداد کې ومومئ. پر (Immobilienscout) وېبسایټ د لغوه کولو لپاره يو ليک په وړيا ډول ترلاسه کولای شئ.

يادونه: که د کور قرارداد مو د لنډ وخت لپاره کړی وي او د کور له خاوند سره مو پر لنډ وخت توافق کړی وي؛ نه شئ کولای د هغه وخت له پوره کېدو وړاندې قرارداد فسخه کړئ. البته ډېر لنډمهالي تړونونه په قانوني ډول نيمګړتيا لري او د لغوه کولو د محدويت لپاره د پلي کېدو وړ نه دي. په داسې حالت کې کولای شئ د درې مياشتنۍ خبرتيا په ورکولو قرارداد فسخه کړئ. دا چې قرارداد مو څه ډول دی؛ د مصرفوونکو مرکز يا د کرايه نيوونکو د خونديتوب اتحاديه به درته ووايي. د کرايه ورکوونکو لپاره ځينې مشورتي ادارې مو د حق په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. د ډېرو دا ډول ادارو له خدمتونو د ګټه اخستلو لپاره د هغو غړيتوب ته اړتيا ده او د دې کار لپاره يو څه لږ کلنی فيس هم اخستل کيږي. دلته په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

د قرارد له فسخه کولو وروسته څه کولای شو؟

په جرمني کې له کرايه نيوونکو په ښه توګه ملاتړ کيږي. البته د کور خاوند يا په کرايه ورکوونکی هم ستاسې د قرارد لغوه کولو لپاره يوه ښه دليل ته اړتيا لري. په لاندې حالاتو کې د کور د خاوند له خوا د کور د قرارد لغوه کول شوني دي:

د کور خاوند د ځان يا د خپلې کورنۍ لپاره کور ته اړتيا لري. دې کار ته په خپله کارول (Eigenbedarf) وايي خو دی بايد د دې کار لپاره تاسې ته ثبوت وړاندې کړي. که څوک په کور کې د پاته کېدو لپاره د سختې ناروغۍ په شان دليل ولري؛ د کور خاوند نه شي کولای د قراداد د لغوه کېدلو لپاره خبرتيا ورولېږي. که تاسې کور پرېږدئ؛ د کور خاوند بايد د بل کور موندلو لپاره تاسې ته پوره وخت درکړي. دا وخت د کور د قرارداد او ستاسې د اوسېدو له مودې سره تړلی دی.

د کور خاوند د کور نړول غواړي. په داسې حالت کې بايد د کور خاوند تاسې د بل کور لټولو لپاره ډېر وخت درکړي. دا وخت د کور د قرارداد او ستاسې د اوسېدو له مودې سره تړلی دی.

له دوو مياشتو راهيسې د کور کرايه نه وي ورکول شوې. په داسې حالاتو کې له خبرتيا پرته د کور د قرارداد لغوه کول ممکن دي. د دې مانا دا ده چې د کور خاوند له تاسې سملاسي د کور خالي کولو غوښتنه کولای شي.

څوک په پرله‌پسې ډول د آرامۍ مقررات تر پښو لاندې کړي او ګاونډيان وځوروي يا يې سپکاوی وکړي. په داسې حالت کې بايد د کور خاوند لومړی په رسمي ډول اخطار ورکړي. که دا کار بيا تکرار شي؛ د کور قرارداد له بلې خبرتيا‌ پرته لغوه کېدای شي.

تاسې خپل کور په ناقانونه توګه بل چا ته په کرايه ورکړی او د کور خاوند کولای شي دا ثابته کړي. په داسې حالت کې هم د کور تړون له خبرتيا پرته لغوه کېدای شي.

که په هر دليل مو د کور تړون لغوه شي؛ د کرايه نيوونکو لپاره يوه مشورتي دفتر ته ورشئ او په دې اړه سلا مشوره ورسره وکړئ. د تړونونو ډېر لغوه کېدل له قانوني پلوه ناسم وي او تاسې کولای شئ مخنيوی يې وکړئ. د ستونزې پر وخت د مصرفوونکو مرکز يا د کرايه نيوونکو د خونديتوب له اتحاديو سره اړيکه ونيسئ. د کرايه ورکوونکو لپاره ځينې مشورتي ادارې مو هم د حق په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. د ډېرو دا ډول ادارو له خدمتونو د ګټه اخستلو لپاره د هغو غړيتوب ته اړتيا ده او د دې کار لپاره يو څه لږ کلنی فيس (شاوخوا ۵۰ يورو) هم اخستل کيږي. دلته په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شو؟

که د کور له خاوند يا ګاونډيانو سره ستونزې ولرئ؛ کولای شئ د کرايه ورکوونکو د خونديتوب له ټولنې (Mieterschutzbund) يا د کرايي کورونو د اتحاديې (Mieterverein) کارکوونکو مرسته وغواړئ. د دې ټولنو غړيتوب شاوخوا ۵۰ يورو کلنۍ فيس لري او د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره يې غړيتوب اړين دی. پر (www.mieterbund.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د دې ټولنو يوه څانګه موندلای شئ.

که د کور د خاوند يا ګاونډيانو له لوري تبعيض درسره وشي؛ کولای شئ د تبعيض ضد ادارو سره اړيکې ونيسئ. په خپل شاوخوا کې د دې ادارو يوه څانګه پر (antidiskriminierungsstelle.de) وېبسایټ موندلای شئ.