کولای شم خپله د ژوند ملګرې يا ملګری له واده مخکې جرمني ته راولم؟

که د ژوند ملګری يا ملګرې مو لا هم له جرمني د باندې وي؛ کولای شي د جرمني له سفارت څخه په جرمني کې د واده کولو لپاره د ويزې غوښتنه وکړي. دا ويزا د دريو مياشتو لپاره د اعتبار وړ ده او ښايي د دريو نورو مياشتو ل‍پاره هم تمديد شي. واده بايد د دې دريو يا شپږو مياشتو په موده کې په رسمي ډول ثبت شي. که داسې ونه شي؛ جوړه مو ښايي له جرمني وتلو ته اړ شي څو بيا د ويزې غوښتنه وکړي. د اصولو له مخې د دې ويزې ترلاسه کولو لپاره د جرمني ژبې لومړنۍ زده‌کړه اړينه ده.

که تاسې او د ژوند ملګری يا ملګری مو بچيان ولري او دواړه يې په ګډه سرپرستي کوئ؛ د استوګنې د اجازې ترلاسه کول د مدني حالت له په پام کې نيولو پرته ممکن دي. په دې اړه نور مالومات په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني د زېږېدلو ماشومانو د استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ.