د ميندو او پلرونو لپاره بېړنۍ شمېره

د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته وړيا او په ناپېژانده توګه زنګ وهلای او د ماشومانو د پالنې په اړه ترې پوښتنې کولای شئ. تاسې کولای شئ د دې ادارې مامورينو ته د خپلو ستونزو او اندېښنو په اړه ووايئ. دوی به ستاسې خبرې واوري او له تاسې سره په ګډه به د يوه حل لټون وکړي. د دوی شمېرې (۰۸۰۰۷۷۷۱۸۷۷) ته هره ورځ د سهار له نهو بيا د مازديګر تر ۵ بجو زنګ وهلای او په انګليسي او جرمني ژبو خپله ستونزه شريکولای شئ. همدا شان (fraguns@elternhotline.de) پتې ته په جرمني، انګليسي، فارسي او نورو ګڼو ژبو برېښناليک لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي به تاسې ته په ۲۴ ساعتونو کې ځواب درکړي.

مخکې له مخکې مرسته

ځوان ميندې او پلرونه د مخکې له مخکې مرستې (Frühen Hilfen) په وسیله وړيا مشوره او مرسته ترلاسه کولای شئ. د ماشومانو د پالنې لپاره دا ډول مرسته له امېدوارۍ نيولې بيا د ماشوم تر ۳ کلنۍ پورې کيږي. که د ماشومانو په روزنه او پالنه کې له ستونزو سره مخ ياست او يا غواړئ د هغوی د پالنې لپاره مشوره ترلاسه کړئ، په خپله سيمه کې د مخکې له مخکې مرستې ادارو له يوې څانګې سره اړيکه ونيسئ. دوی په بېلابېلو برخو  کې ستاسې مرسته کوي. د بېلګې په توګه ښايي يوه کورنۍ پالندويه (هېباما) ستاسې کور ته د مشورو درکولو لپاره راشي او يا تاسې له نورو کورنيو سره يوځای د ميندو او پلرونو مشورتي مرکزونو ته دعوت شئ. دا ټول ټولې مرستې وړيا دي.

په مشورتي مرکزونو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه سلا ترلاسه کولای شئ. د مخکې له مخکې مرستې ادارو يوه څانګه پر (elternsein.info) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم: ځينې ماشومان ډېر ژاړي. ځينې ميندې او پلرونه په دې اړه ډېر اندېښمن وي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ یاست، کولای شئ د ژړا امبولانس (Schreiambulanz) په نوم له ادارې سره اړيکه ونيسئ. دا اداره د ډېرو ژړېدونکو ماشومانو له ميندو او پلرونو سره مرسته کوي. پر (Nationalen Zentrums Frühe Hilfen) وېبسایټ د ژړا د امبولانس يوه نږدې څانګه موندلای شئ.

د کورنيو او پالندويانو مشورتي مرکزونه

د کورنيو او پالندويانو مشورتي مرکزونه د هر عمر ماشومانو له ميندو او پلرونو سره مرسته کوي. که د خپل ماشوم په پاللو کې له ستونزو سره مخ ياست، کولای شئ هر وخت د کورنيو او پالندويانو له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. دوی به ستاسې خبرې واوري او له تاسې سره په ګډه به د يوه حل لټون وکړي. پر (bke.de) وېبسایټ د دې ادارو يوه تر ټولو نږدې څانګه موندلای شئ. د کورنيو او پالندويانو د مشورتي مرکزونو مرسته او مشوره وړيا ده.

د کډوالو والدينو لپاره د والدينو کورسونه

له ۵ کالونو د ټيټو ماشومانو د ميندو او پلرونو لپاره ځانګړي کورسونه (Elternkurse) هم شته. په دې کورسونو د ماشومانو د ميندو او پلرونو ته د ماشومانو د روزنې په موده کې له ذهني فشار او سټرس سره د مقابلې او ماشومانو د پاللو لارې چارې ورښوول کيږي. هلته له نورو والدينو سره هم خبرې اترې کولای او خپلې تجربې شريکولای شئ. دا کورسونه ښايي په ګڼو ژبو وي او په برلين، بن، کوتبوس، فیورستنوالده، اېرفورت، لایپزيک، منهایم، پاينه او پوتسدام کې شته. دا کورسونه وړيا دي او د کورس پر مهال مو ماشومان هم درته ساتل کيږي. د دې کورسونو پتې او نور مالومات پر (rescue.org) وېبسایټ موندلای شئ.

د والدينو ناستې

په کابو ټولو ګڼ‌مېشته سيمو کې د والدينو ناستې (Eltern-Treffs) يا د مور/پلار-ماشوم ډلې (Mütter/Väter-Kind-Gruppen) شته. هلته له نورو ميندو او پلرونو سره ليدلای کتلای او په ګډو موضوعګانو خبرې کولای شئ. همدا ډول ستاسې ماشومان ښايي هلته له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي او ملګري ومومي. د والدينو د ناستو موندلو لپاره د خپلې سيمې په ټولنيزو يا کلتوري مرکزونو کې پوښتنه وکړئ او يا هم د کورنيو او پالندويۍ په مشورتي مرکزونو کې له اړونده مامورينو پوښتنه وکړئ. پر (bke.de) وېبسایټ د د کورنيو او پالندويانو مشورتي مرکزونو يوه تر ټولو نږدې څانګه موندلای شئ. د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته هم وړيا زنګ وهلای او په دې اړه پوښتنه ترې کولای شئ.

د ماشومانو او ځوانانو مرسته

د ماشومانو او ځوانانو مرسته (Kinder- und Jugendhilfe) له والدينو سره د کورنيو شخړو او جنجالونو په حلولو کې مرسته کوي. هرې ستونزې ته په کتو بېله حللاره غوره کيږي. د بېلګې په توګه ښايي د والدينو کورس ته وروپېژندل شئ او يا د پالنې د روزل شوي سلاکار له لوري مرسته ترلاسه کړئ. دا هم شونې ده چې د کورنيو ستونزو يوه مرستندويه ستاسې کور ته راشي او سلامشوره درکړي. د ماشومانو او ځوانانو مرسته د بېلابېلو ادارو له لوري وړاندې کيږي او د ترلاسه کولول لپاره له خپل اړوند يوګندامت سره اړيکه نيولای شئ. د خپلې سيمې اړوند يوګندامت پر (familienportal.de) وېبسایټ موندلای شئ. دا ډول مرستې وړيا دي او له کورنيو سره د ستونزو په حل کولو کې ډېره مرسته کولای شئ.