امېدوارې مېرمنې بايد په لومړي سر کې څه وکړي؟

که د خپلې امېدوارۍ په اړه شک لرئ؛ کولای شئ په خپله د امېدوارۍ د مالومولو ازموينه ترسره کړئ. د ازمويلو لپاره يې وسيله له درملتونونو ترلاسه کولای شئ. په امېدوارۍ له ډاډمنتوب وروسته د ښځو يوې ډاکټرې يا ډاکټر ته ورشئ. په خپل شاوخوا کې د ښځو ډاکټر پر (frauenaerzte-im-netz.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د ښځو ځانګړی ډاکټر نه وي؛ له عادي ډاکټرانو هم مشوره اخستلای شئ. په جرمني کې د ښځو ډاکټرانې هم زياتې دي او که نه غواړئ نارينه ډاکټر ته ورشئ؛ کولای شئ ښځينه ډاکټره غوره کړئ.

د ښځو ډله ډاکټر سره د وخت اخستلو  پر مهال د خپلې امېدوارۍ  د شونتيا په اړه ووايئ. په دې ډول ښايي د کتلو لپاره ژر وخت درکړل شي. ډاکټران به ستاسې د وينې او ادرار ټېسټ واخلي او له امېدوارۍ به مو ځان ډاډه کړي. هغوی به همدا شان وګوري چې د مور او ماشوم روغتيا ښه ده او هر څه نورمال دي. له دې وروسته امېدوارې مېرمنې ته د مورولۍ کتابچه (Mutterpass) ورکول کيږي. په دې کتابچه کې به د امېدوارۍ پر مهال د ټولو ازموينو پایلې وليکل شي. له ډاکټر يا قابلې سره د کتنې يا روغتون ته د تګ پر مهال به له تاسې څخه د دې کتابچې غوښتنه وشي. دا به غوره وي چې دا کتابچه تل له ځان سره نږدې وساتئ ځکه د زېږون يا بېړنۍ اړتيا پر مهال ښايي ډاکتر ستاسې خپل نسايي ولادي ډاکټر نه وي او د مور او ماشوم په اړه مهمو روغتيايي مالوماتو ته اړتيا ولري. د دې کتابچې برالا ساتل او هر څومره زر ډاکټر ته وړاندې کول به د وخت د ضايع کېدو مخنيوی وکړي او ستاسې درملنه به اسانه کړي.

يادونه: په عمومي ډول، له دې پرته چې ښځه امېدوراه ده او که نه، بايد په کال کې يو ځل د ښځو ډاکټرې ته ورشي. د دې کتنې لګښتونه د بيمې شرکت ورکوي. که د چا د پناغوښتنې پروسه هم روانه وي؛ د سخت درد او امېدوارۍ پر مهال به مو د درملنې لګښتونه دولت ورکړي.

امېدوارې مېرمنې کوم ډول طبي خدمتونه ترلاسه کوي؟

په جرمني کې هره امېدواره مېرمن د دولتي روغتيايي پاملرنې حق لري. د دې خدمتونو لګښتونه د بيمې شرکت او يا د سوسيال اداره ورکوي.

امېدوارې مېرمنې بايد د خپلې امېدوارۍ په لومړيو مياشتو کې هر څلور اونۍ وروسته يو ځل له نسايي ولادي ډاکټر يا ډاکټرې ته ورشي. په وروستيو اتو اونيو کې بايد دا کار هرې دوې اونۍ وروسته وشي. دا روغتيايي ازموينې چې د امېدوارۍ د پاملرنې په نوم (Schwangerschaftsvorsorge) ياديږي؛ ډېرې مهمې دي ځکه ډاکټر بايد د مور او ماشوم له روغتيا څخه ځان ډاډمن کړي. که د دوو کتنو تر منځ ښه احساس نه کوئ؛ تر بلې کتنې انتظار مه کوئ او سملاسي له خپل ډاکټر سره اړيکه ونيسئ. ډاکټر يا ډاکټره به هر ځل د کتنې پر مهال ستاسې وزن، د وينې فشار او ادرار د ازموينې پایلې وګوري. ځينې وخت وينه هم د ازموينې لپاره اخستل کيږي.

د دې تر څنګ په نس کې ستاسې د ماشوم د زړه غږ درزا هم اورېدل کيږي. د امېدوارۍ په درېيمه، شپږمه او اتمه مياشتو کې به ټلويزيوني معاينات هم ترسره شي او وبه کتل شي چې ماشوم څه ډول وده کوي. په ياد مو وي چې د ازموينو وختونه له ياده ونه باسئ. په دې ډول به ډاکټر پر وخت په ممکنه خطرونو پوه شي او د مخنيوي‌ هڅه به يې وکړي. دا چې څه وخت، کومه ازموينه ضروري ده؛ ستاسې په د مورلۍ په کتابچه يا موټاپاس کې هم ليکل کيږي.

يادونه: د نورمالو معايناتو تر څنګ ځينې نورې طبي ازموينې هم شته چې د ماشوم په غړيو کې د نقص موندلو او په وده کې د ستونزو موندلو لپاه ترسره کيږي. دا ازموينې د (Pränataldiagnostik) په نوم ياديږي. د دې ازموينو ترسره کولو جبري نه دي خو که څوک غواړي په خپله خوښه يې ترسره کړي؛ د اصولو له مخې يې بايد لګښت خپله ورکړي. البته که ډاکټر په ماشوم کې کومه ستونزه يا د ناروغۍ نښه وويني او د ازموينو ترسره کولو حکم ورکړي؛ لګښتونه يې د بيمې شرکت ورکوي. په ياد مو وي چې ځينې وخت د دې ازموينو پایلې ناروښانه وي او د ستونزې په کره تشخيص کې پاته راځي.

د امېدوارۍ پر مهال بايد څه برابر شي؟

-       هېباما: تاسې کولای شئ د ځان لپاره يوه دايه يا هېبامه (Hebamme) ولټوئ. دا دايه به د امېدوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته له تاسې سره د ماشوم په پاللو کې مرسته وکړي او مشورې به درکړي. دا پالندويانې د امېدوارۍ او نويو زېږېدلو ماشومانو په پاللو کې تخصص لري. د پاللو لپاره د هېبامې لګښتونه ستاسې د بيمې شرکت ورکوي. په خپل شاوخوا کې د دې ډول يوې پالندويې يا دايې موندلو لپاره (Hebammensuche.de) وېبسایټ ته ورتللای شئ. البته له خپلې ډاکټرې يا ډاکټر څخه هم د يوې ښې هېبامې په اړه پوښتنه کولای شئ. د هېبامې موندلو لپاره لټون ښه وختي پیل کړئ څو بيا له ستونزو سره مخ نه شئ.

-       زېږنتون: په خپل شاوخوا کې د زېږون لپاره يو کلينک (Geburtsklinik) يا زېږنتون (Geburtshaus) ولټوئ څو بيا هلته خپل ماشوم نړۍ ته راوړئ. زېږنتونونه د دايو له لوري چلول کيږي او د روغتونو په پرتله راحت او شخصي وي. البته د سختې يا خطرناکې امېدوارۍ (Risikoschwangerschaft) پر مهال بيا کلينيک يا روغتون غوره دی. تاسې کولای شئ له وخت مخکې ګڼ روغتونونه او زېږنتونونه وګورئ او د خدمتونو او آسانتياوو په اړه يې پوښتنې وکړئ.

-       د تياري کورس: که غواړئ د زېږون په اړه ډېر مالومات ترسره کړئ او ځان ښه ورته تيار کړئ؛ کولای شئ د زېږون د تياري په کورسونو کې ګډون وکړئ. د دې کورسونو لګښتونه هم د بيمې شرکتونه ورکوي. له خپلې دايې يا ډاکټرې/‌ډاکټر وپوښتئ چې دا ډول کورسونه چېرته موندلای شئ. ځينې کورسونه يوازې د ميندو لپاره او ځينې نور بيا يوازې د پلرونو او يا دواړو لپاره وي. په دې کورسونو کې د سا اخستلو تمرينونه او د استراحت تخنيکونه زده کولای شئ. همدا شان هلته د زېږون په اړه ستاسې نورو پوښتنو ته هم ځوابونه ویل کيږي.

-       د مورولۍ پیسې: که څوک د کار کولو پر مهال امېدواره شي؛ د مورولۍ پیسو (Mutterschaftsgeld) اخستلو حق لري. د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد له زېږون اووه اونۍ مخکې د بيمې شرکت ته غوښتنليک ولېږئ. د دې کار لپاره له خپل ډاکټر/ډاکټرې څخه د زېږون د اټکلي نېټې په اړه يوه تاييدليک ته اړتيا لرئ. دا تاييدليک بايد د بيمې شرکت ته ولېږل شي. که څوک نيمه‌وخت کار ولري او يا يې بيمه شخصي وي؛ د دې پیسو کمه برخه ترلاسه کوي. په دې حالاتو کې بايد د بيمو له فدرالي ادارې (Bundesversicherungsamt) څخه د دې پیسو ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره کولای شئ دلته انلاین فورم ډک کړئ او له پورته ياد شوي تاييدليک سره يې د بيمو فدرالي ادارې ته ولېږئ.

-       د والدينو رخصت: که د ماشوم پلار، د ماشوم له زېږېدو سملاسي وروسته د پلارولۍ رخصت (Elternzeit) اخستل غواړي؛ بايد خپل رئيس يا شرکت ته لږ تر لږه له زېږون اووه اونۍ وړاندې خبر ورکړي. که مور خپله غواړي له زېږون سملاسي وروسته رخصت واخلي؛ بايد له زېږون لږ تر لږه يوه اونۍ وړاندې خپل رئيس يا شرکت ته خبر ورکړي.

-       د پلارولۍ حق: که د ماشوم مور او پلار يو له بل سره واده نه وي کړی؛ د ماشوم پلار کولای شي د پلارولۍ (Vaterschaft) د سند غوښتنه وکړي. يو کس يوازې هغه وخت د ماشوم ساتلو حق لري چې د پلارولۍ سند يې رسمي شي. همدا شان یوازې د دې سند له مخې ماشوم ته د پلار په شان د یوه هېواد تابعيت ورکول کيږي. د يادونې وړ ده چې د پلارولۍ سند ترلاسه کول وړيا دي. د دې سند ترلاسه کولو لپاره بايد مور او پلار دواړه د خپلې سيمې اړوند د ماشومانو چارو ادارې (Jugendamt) ته ورشي. دې ادارې ته د تګ پر مهال بايد د ماشوم مور خپل اوسوایس، موټاپاس او د زېږېدنې سند يا تذکره له ځان سره ولري. د بهرنيو هېوادونو د اوسېدونکو د زېږېدنې سند يا تذکره بايد د يوه رسمي ژباړن په مرسته، جرمني ژبې ته وژباړل شي. که څوک غواړي دا سند د ماشوم له زېږون وروسته ترلاسه کړي؛ د دې سندونو تر څنګ بايد د ماشوم د زېږېدنې سند هم ځان سره یوسئ. که څوک دا سندونه ونه لري؛ د اصولو له مخې د پلارولۍ سند نه شي ترلاسه کولای. په داسې حالاتو کې ښه ده چې له مشورتي دفتر يا وکیل سره اړيکه ونيسئ. مشورتي دفترونه د پروازول پر وېبسایټ موندلای شئ. پر (www.rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټ کولای شئ په خپله سيمه کې يو داسې وکيل ومومئ چې د کډوالو په چارو کې تخصص لري.

امېدوارې ميندې په کارځای کې کوم حقونه لري؟

په کار کې د امېدوارۍ پر مهال بايد د امېدوارۍ په لومړيو درې مياشتو کې خپل رئيس ته خبر ورکړئ. په دې ډول هغه کولای شي پر وخت ستاسې پر ځای بديل کس ومومي. له دې خبرتيا وروسته تاسې په کارځای کې ځانګړي حقونه لرئ:

-       تاسې د درنو او خطرناکو کارونو ترسره کولو اجازه نه لرئ.

-       له زياتې ګرمۍ، رطوبت، د وخت فشار او لوړو غږونو د ځان ساتلو حق لرئ.

-       په کار کې د کافي دمو کولو وخت لرئ.

-       د اضافه کارۍ اجازه نه لرئ.

-       د شپې له خوا د کار کولو اجازه نه لرئ.

-       د یکشنبې او نورو رخصتيو په ورځو د کار کولو اجازه نه لرئ.

پر دې د پاسه تاسې حق لرئ چې د امېدوارۍ په وروستيو شپږو اونيو کې له کاره رخصت واخلئ. البته که څوک خپله غواړي کار وکړي؛ کولای شي. له زېږون وروسته په لومړيو اتو اونيو کې په هېڅ ډول د کار حق نه لرئ. دې بنديز ته (Mutterschutz) وايي. په دې موده کې تاسې ته پر عادي معاش د پاسه د مورولۍ پیسې (Mutterschaftsgeld) هم درکول کيږي.

يادونه: د کاري مرکې پر مهال اړ نه ياست چې د خپلې امېدوارۍ يا په راتلونکي کې د امېدوارۍ د پلان په اړه خبر ورکړئ. که وروسته هم پوښتنه وشي؛ کولای شئ له ځواب ورکولو ډډه وکړئ. البته دا اصل د هغو دندو لپاره نه دی چې امېدوارې ښځې يې نه شي ترسره کولای (د بېلګې په ډول موډل يا ګډا) او هغې دندې د امېدوارې ښځې په توګه مو په روغتيا بد اغېز لرئ.

آيا زه د امېدوارۍ پر مهال له کار منفکېدلای شم؟

په جرمني کې مېرمنې د امېدوارۍ پر مهال له دندې څخه نه شي ايستل کېدای. د منفکۍ پر وړاندې د خونديتوب مقرره (Kündigungsschutz) د امېدوارۍ د خونديتوب د قانون (Mutterschutzgesetz) يوه ارزښتمنه برخه ده. دا قانون د امېدوارۍ پر مهال، د مورولۍ د رخصت (Elternzeit) پر مهال  او له زېږون وروسته تر څلورو مياشتو پلی کيږي. په دې موده کې ګمارونکی کولای شي يوازې په استثنايي شرايطو کې امېدوارې مېرمنې له کاره وباسي. له منفکۍ نه د ځان ساتنې لپاره خپله اداره يا ريیس د امېدوارۍ او د زېږون د اټکلي نېټې په اړه خبر کړئ. دا نېټه ډاکټر/ډاکټره درکوي او له ځان سره يې وړلای شئ. دا کار چې هر څومره وختي وکړئ؛ غوره دی. که د امېدوارۍ پر مهال د منفکۍ خبر ترلاسه کړئ؛ بايد د دوو اونيو په اوږدو کې هغوی ته د خپلې امېدوارۍ اسناد وړاندې کړئ.

يادونه: که څوک محدود کاري‌قرارداد ولري او دا قرارداد د امېدوارۍ په موده کې ختميږي؛ تمديدېدل يې حتمي نه دي. په داسې وختونو کې کولای شئ نوې دنده وګورئ او يا د بېکاره شوي کس په توګه ځان ثبت کړئ.

آيا د ماشوم له زېږون وروسته اوږدمهاله رخصت اخستلای شم؟

که غواړئ له خپل نوي زېږېدلي ماشوم سره ډېر وخت تېر کړئ. کولای شئ د ميندو او پلرونو له وخت (Elternzeit) څخه ګټه واخلئ. د ماشومانو ميندې او پلرونه د کار پر مهال د دې وخت غوښتنه کولای شي. دا وخت يو اوږدمهالی رخصت دی چې پر مهال يې معاش نه ورکول کيږي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د والدينو رخصت) کې لوستلای شئ.

د ماشوم له زېږون وروسته بايد څه وشي؟

تاسې بايد د ماشوم له زېږون وروسته د یوې اونۍ په اوږدو کې د خپلې سيمې شتندس‌امت ته ورشئ او د ماشوم زېږېدنه پکې ثبت کړئ. هلته تاسې ته د ماشوم د زېږون سند درکول کيږي. د دې سند ترلاسه کول ۲۰ یورو بيه لري. په شتندس امت کې د ثبت لپاره بايد لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

-       په روغتون يا زېږنتون کې د ماشوم زېږېدنې د ثبت ورکول شوی سند (Geburtsanzeige)

-       د ماشوم د مور اوسوایس + د پلار اوسوایس (که دواړو واده سره کړی وي او يا پلار يې د پلارولۍ سند ولري)

-       د ماشوم د مور د زېږېدنې سند يا ژباړل شوې ذکره+ د پلار تذکره (که دواړو واده سره کړی وي او يا پلار يې د پلارولۍ سند ولري)

-       د ماشوم د مور او پلار د واده سند (که دواړو واده سره کړی وي)

-       د ماشوم د پلارولۍ د ثبت سند (که د ماشوم مور او پلار واده نه وي سره کړی او د ماشوم د زېږېدنې په سند کې د ماشوم د پلار نوم وي.

که څوک پورته ټول ياد شوي سندونه ونه لري؛ د اصولو له مخې نه شي کولای د زېږېدنې د ثبت سند ترلاسه کړي. البته کولای شئ خپل ماشوم په شتندس‌امت کې ثبت کړئ. د دې کار لپاره بايد هلته ورشئ او د زېږېدنې د ثبت د پاڼې (Auszug) غوښتنه وکړئ. دا یو رسمي سند دی چې د ماشومانو د پیسو يا کينډرګېلډ په شان شيانو ترلاسه کولو او ثبت لپاره کارولای شئ.

يادونه: که چا په شتندس‌امت کې رسمي واده کړی وي؛ مور او پلار دواړه د ماشوم د پالنې حق لري. که د چا وده په رسمي ډول نه وي ثبت شوی؛ مور په يوازې ځان د ماشوم د پالنې مسؤوله ده. هغه کس چې د ماشوم د پالنې مسؤول وي؛ د هغه د روزنې او زده‌کړو مسؤوليت هم ورله غاړې دی. د بېلګې په توګه دا کس پرېکړه کوي چې ماشوم کوم وړکتون يا ښوونځي ته ولاړ شي؛ له چا سره وګرځي او چېرته واوسي. که مور او پلار غواړي په ګډه د ماشوم پالنه پر غاړه واخلي؛ بايد د خپلې سيمې د ماشومانو په اداره يا يوګندامت کې د پالنې د روښانتيا (Sorgerechtserklärung) په نوم يو سند لاسليک کړي.

آيا دولت د کورنيو مالي ملاتړ کوي؟

د جرمني دولت ټولې جرمني کورنۍ او د بهرنيانو له ځينو کورنيو د ماشومانو د پیسو په نامه (Kindergeld) مالي‌ملاتړ کوي. په جرمني کې د هر ماشوم پر سر شاوخوا ۲۰۰ يورو ورکول کيږي. د دې پیسو کره اندازه د ماشوم له عمر سره تړلې ده. دا چې د ماشوم مور یا پلار څومره عايد لري؛ په دې پیسو هېڅ اغېز نه لري. 

لاندې کسان د کينډرګېلډ ترلاسه کولو حق نه لري:

-        د استوګنې د لندمهالي سند (Aufenthaltsgestattung) لرونکي. ترکان له دې ډلې استثنا دي او له دې سند سره هم کينډرګېلډ ورکول کيږي. همدا شان هغه کسان چې په جرمني کې يې له شپږو مياشتو ډېر وخت تېر کړی وي کينډرګېلډ ورکول کيږي. د دې تر څنګ د الجزاير، تونس، مراکش، بوسنيا، سربيا او مونتينيګرو راغلو خلکو ته هم په دې شرط ورکول کيږي چې ميندې او پلرونه يې د ټولنيزو بيمو د ونډو د ورکړې اړوند کار وکړئ.

-        د ډولډونګ لرونکي: د کاري ډولډونګ يا بشېفتيګونګزډولډونګ لرونکي له دې ډلې استثنا دي او له دې سند سره هم کينډرګېلډ ورکول کيږي. همدا شان ترکان له دې ډلې استثنا دي او له دې سند سره هم کينډرګېلډ ورکول کيږي. هغه کسان چې په جرمني کې يې له شپږو مياشتو ډېر وخت تېر کړی وي کينډرګېلډ ورکول کيږي. د دې تر څنګ د الجزاير، تونس، مراکش، بوسنيا، سربيا او مونتينيګرو راغلو خلکو ته هم په دې شرط ورکول کيږي چې ميندې او پلرونه يې د ټولنيزو بيمو د ونډو د ورکړې اړوند کار وکړئ.

-        هغه ميندې او پلرونه چې د استوګنې قانون د ۲۳مې مادې لومړي بند، ۲۳ الف مادې او يا ۲۵ مادې درېيم، څلورم او پينځم بند له مخې يې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي. هغه کسان استثنا دي چې په جرمني کې يې له درې کالونو ډېر وتلي وي او کار کوي يا د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوي.

-        هغه ميندې او پلرونه چې د استوګنې قانون د ۱۶ ب بند (محصلان)، ۱۶ د بند (کار ته راغلي‌کسان) او يا شلمې مادې دوهم بند (د کار په لټه کسان) له مخې يې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي.

د ماشومانو پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد د خپلې سيمې يا ښار د کورنيو صندوق (Familienkasse) يا د کار ادارې ته غوښتنه وړاندې کړئ. د دې غوښتنليک اړونده فورمه د کار ادارې پر وېبسایټ موندلای شئ. د غوښتنليک سره اړين سندونه د زېږېدنې له سند سره يو ځای له خپل شتندس‌امت څخه ترلاسه کولای شئ.

که نورو مالي مرستو يا ملاتړ ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ له سوسيال يا جاب‌سنټر سره اړيکه ونیسئ. که څوک لږ عايد ولري او يا هېڅ کار ونه کړي؛ کولای شي په دې ادارو کې د امېدوارۍ د جامو، د ماشوم لپاره د وسایلو او نورو شيانو غوښتنه وکړي. د دې کار لپاره په دې ادارو کې له خپل اړوند مامور سره خبرې وکړئ او خپل موټاپاس ورښکاره کړئ. د دې تر څنګ له (Bundesstiftung Mutter und Kind) څخه هم د مالي مرستې غوښتنه کولای شئ. دا کار په خپله سيمه کې د يوې مشورتي ادارې په مرسته کولای شئ. د مشورتي ادارو موندلو لپاره (familienplanung.de) وېبسایټ ته ورشئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

په جرمني کې د امېدوارو مېرمنو لپاره ډېر مشورتي او مرستندوی مرکزونه شته. دا مرکزونه د امېدوارۍ اړوند ټولو پوښتنو ته ځوابونه وايي او ستاسې سره مرسته کوي. په خپل شاوخوا کې د  يوه مشورتي ادارو موندلو لپاره (familienplanung.de) وېبسایټ ته ورشئ. همدا شان هره ورځ او هر وخت په (۰۸۰۰۴۰۴۰۰۲۰) شمېره د امېدوارۍ بېړنۍ مرستندويې شمېرې ته د مرستې لپاره زنګ وهلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او تاسې ته په وړيا او ناپېژانده ډول مشوره درکوي.

همدا شان د امېدوارۍ په اړه په ګڼو ژبو نور مالومات، پر (zanzu.de) وېبسایټ هم موندلای شئ.

يا څوک د امېدوارۍ پر مهال ډيپورټ کېدلای شي؟

په عموي ډول د امېدوارۍ پر مهال هم د هغو کسانو ډيپورټ ممکن دی چې بايد جرمني پرېږدي خو نه غواړي په خپله خوښه ولاړ شي. له دې سره سره د امېدوارۍ په وروستيو شپږو اونيو او د ماشوم له زېږېدلو وروسته په اتو اونيو کې څوک نه ډيپورټ کيږي. په دې موده کې دا مېرمنې د ډولډونګ درلودلو حق لري. له دې اته اونيو وروسته ښايي له تاسې وغوښتل شي چې جرمني پرېږدئ او ممکن له ماشوم سره يو ځای ډيپورټ شئ. زموږ د پناغوښتنې ردېدل په څپرکي کې، په جرمني کې د پاته کېدلو د چانسونو په اړه ډېر مالومات موندلای شئ. که څوک د ډيپورټ له ګواښ سره مخ وي؛ کولای شي په خپله سيمه کې له يوه مشورتي مرکز او يا وکيل سره اړيکه ونيسي. د پروازول پر وېبسایټ مشورتي دفترونه او همدا شان پر (www.rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټ د کډوالۍ چارو يو متخصص وکيل موندلای شئ.