آيا کولای شم په نس کې ماشوم يا جنين لرې کړم؟

د (§218 StGB) قانون له مخې په جرمني کې د ماشوم غورځول يا لرې کول قانوني دي. له ځانګړو شرايطو لاندې دا کار کولای شئ او پر وړاندې يې جريمه يا بنديز نشته:

1.  که غواړئ ماشوم لرې کړئ نو بايد د قانوني مودې او مقرراتو په پام کې نيولو سره دا کار وکړئ. که مخکې يوه مشورتي مرکز ته ورغلې ياست او له سلا وروسته مو د مشورې سند مو تر لاسه کړی وي؛ کولای شئ د امېدوارۍ له پیل وروسته تر ۱۲ اونيو پورې دا کار وکړئ. په دې ډول ثابتيږي چې تاسې د يوې امېدوارې ښځې په توګه بشپړ مالومات او لارښوونه ترلاسه کړې ده. پر (familienplanung.de) وېبسایټ د دې کار لپاره يو مشورتي مرکې موندلای شئ. په دې مرکزونو کې مشوره ترلاسه کول وړيا دي.

2.  که څوک د جنسي تجاوز له مخې امېدواره شوې وي؛ کولای شي د امېدوارۍ په لومړيو ۱۲ اونيو کې ماشوم لرې کړي. په داسې حالاتو کې د مشورتي سند درلودل اړين نه دي. البته دا مېرمنې کولای شي په خپل شاوخوا کې له مشورتي مرکزونو وړيا مشوره ترلاسه کړي.

3.  که څوک د امېدوارۍ له کبله له جسمي يا عصبي ستونزو سره مخ وي؛ له ۱۲ اونيو وروسته هم ماشوم لرې کولای شي. البته يو ډاکټر بايد دا ستونزه يا روغتيايي ګواښ تاييد کړي.

يادونه: که څوک له ۱۸ کالو ټيټ عمر ولري او غواړي خپل ماشوم لرې کړي؛ د اصولو له مخې بايد د خپل مور يا پلار تاييد هم ترلاسه کړي. له ۱۶ کالو د پورته امېدوارو مېرمنو لپاره ډاکټر پرېکړه کوي چې د مېرمنې د مور يا پلار موافقه هم ترلاسه شي او که نه. له ۱۶ کالو د ټيټ عمر لرونکو لپاره د مور يا پلار موافقه اړينه ده. که څوک نه شي کولای او يا نه غواړي د خپلې امېدوارۍ په اړه خپل مور او پلار خبر کړي؛ کولای شي له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسي او سلا ترلاسه کړي. د دې مرکزونو کارکوونکي له تاسې سره په دې اړه مرسته کولای شي. پر (familienplanung.de) وېبسایټ د دې کار لپاره يو مشورتي مرکې موندلای شئ. په دې مرکزونو کې مشوره ترلاسه کول وړيا دي.

د ماشوم لرې کولو د عمل لګښتونه څوک ورکوي؟

که څوک د جنسي تيري په پایله کې امېدواره شوي‌ وي او يا يې امېدواري روغتيا ته زيان رسوي؛ د بيمې ادراه يا سوسيال به د ماشوم د غورځولو لګښتونه ورکړي. که د نورو دلایلو له مخې غواړئ ماشوم لرې کړئ؛ د لګښتونو يوه برخه بايد خپله ورکړئ. په داسې حالتونو کې د بيمې شرکت يوازې د مشورې او پالنې لګښت او له عمل وړاندې يا وروسته د درملو لګښتونه ورکوي. د لرې کولو نور لګښتونه بايد خپله ورکړئ. په عمومي ډول دا لګښتونه له ۲۰۰ تر ۶۰۰ یورو پورې دي. پر (zanzu.de) وېبسیایټ په دې اړه نور مالومات هم موندلای شئ.

يادونه: که څوک له سوسيال، جابسنټر څخه او يا د BAB يا بافوګ په شان پیسې ترلاسه کوي او يا لږ پیسې ګټي؛ کولای شي له سوسيال يا خپلې بيمې څخه د دې لګښتونو د ورکولو غوښتنه وکړي.

که څوک له زېږېدو وروسته خپل ماشوم نه غواړي؛ بايد څه وکړي؟

که څوک نه غواړي له زېږېدو ورسته خپل ماشوم غټ کړي؛ کولای شي بل چا ته يې په لورولۍ/ زوی‌ولۍ ورکړي. په دې حالت کې به لومړی د ماشومانو اداره يا یوګندامت د دې ماشوم ساتنه وکړي. که مور بلاخره پرېکړه وکړي چې ماشوم نه غواړي؛ کولای شي بل چا ته ورکول يې تصديق کړي. له دې وروسته به د ماشومانو اداره د یوې داسې کورنۍ پلټنه وکړي چې د ماشوم ساتنه او پالنه وکړي او غټ يې کړي.

که څوک غواړي ماشوم پټ وساتي ؛ کولای شي د چا له خبرولو پرته يې نړۍ ته راوړي. البته د دې کار لپاره مېرمنې يوازې نه دي او کولای شي د محرمانه زېږون (vertraulichen Geburt) د آسانتيا په مرسته، په يوه روغتون کې په خوندي ډول نړۍ ته راوړي. له مشاور پرته به هېڅوک هم ستاسې د نوم او هويت په اړه مالومات ونه لري او دا مشاور يا مشاوره هم حق نه لري چې ستاسې په اړه چا ته مالوماتورکړي. له ۱۶ کلنۍ وروسته ښايي ستاسې ماشوم له ځانګړو شرايطو لاندې حق ولري چې ستاسې په نوم وپوهيږي. البته له ده پرته بل څوک حق نه لري چې ستاسې د نوم په اړه پوه شي. په دې حالت کې اړ نه ياست د مشاورې او زېږون لپاره پیسې خپله ورکړئ. که غواړئ ماشوم پټ نړۍ ته راوړئ؛ کولای شئ هر وخت په (۰۸۰۰۴۰۴۰۰۲۰) شمېره او يا په انلاين ډول د محرمانه زېږون د مشاورې له ادارې سره اړيکه ونیسئ. د دې ادارې مشوره وړيا ده او د ځان ورپېژندلو اړتيا نشته. د دوی کارکوونکي په څو ژبې خبرې کوي. همدا شان په خپل شاوخوا کې له يوې مشورتي ادارې يا روغتون سره هم اړيکه نيولای شئ. هلته به دوی درته ووايي چې څه بايد وکړئ او څنګه ماشوم نړۍ ته راوړئ. پر (familienplanung.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

له جنسي اړيکې وروسته د امېدوارۍ د مخنيوي ګولۍ څه ډول دي؟

که چا ناخوندي جنسي اړيکې نيولې وي او ويريږي چې ښايي امېدواره شوې ده؛ کولای شي له جنسي اړيکې وروسته د ۱۲ ساعتونو په موده د (Pille danach) په نوم تابليت وکاروي. دا تابلېت کولای شئ د تخمو له القاح مخنيوی وکړي. دا ګولۍ په هر درملتتون کې د ډاکټر له نسخې پرته ترلاسه کولای شئ او بيه يې له ۱۵ تر ۳۰ یورو ده. له ۱۲ ساعتو وروسته ښايي دا تابلېت سم اغېز ونه کړي.

په ياد مو وي چې دا تابلېتونه د جنين د غورځولو تابلېتونه نه دي. د دې ګوليو په وسيله د امېدوارۍ مخنيوی کېدای شي خو جنين له منځه نه شي وړلای. که څوک امېدواره شوې وي؛ د (Pille danach) کارولو لپاره ډېر ناوخته دی او ګټه نه لري.

څه ډول مخکې له مخکې د امېدواۍ مخنيوی کولای شم؟

د امېدوارۍ د مخنيوي تر ټولو ډېرې کارېدونکې وسيلې (کانډوم) او د امېدوارۍ د مخنيوي ګولۍ (Antibabypille) دي. کانډومونه په سوپرمارکېټونو او درملتونونو کې پېرلای شئ. د مخنيوي تابلېتونه بايد د ښځو د يوه ډاکټر / ډاکټرې له لوري تجويز شي. دا درمل ستاسې د هورمونو طبيعي انډول خرابوي او له دې کبله له نسخې او درملتونونو پرته بل ځای نه پلورل کيږي. په عمومي ډول تاسې بايد هره مياشت له ۱۰ تر ۲۰ یورو دا ډول درمل واخلئ. له ۱۸ کالو ټيټو، د دولتي بيمې لرونکو نجونو ته د دې درملو پیسې بيمه ورکوي. همدا شان له ۱۸ تر ۲۰ کلنو هغه مېرمنې چې دولتي بيمه ولري؛ بايد يوازې د درملو ۱۰ په سلو کې بيه پرې کړي. که څوک شخصي بيمه ولري؛ د عمر له په پام کې نيولو پرته بايد ټولې پیسې خپله ورکړي.

که د چا د پنا پروسه روانه وي؛ کولای شي په سوسيال کې له خپل اړوند مامور څخه پوښتنه وکړي چې سوسيال د دې درملو بيه ورکوي او که نه. که غواړئ د امېدوارۍ د مخنيوي د تابلېتو په جانبي عوارضو او مسایلو پوه شئ؛ کولای شئ د ښځو له يوه ډاکټر/ډاکټرې او يا کوم مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. له دې پرته د امېدوارۍ د مخنيوي په اړه ډېر مالومات پر (zanzu.de) وېبسایټ هم موندلای شئ.