د کورونو خاوندان ولې شوفا غواړي؟

د کورونو خاوندان ځينې وخت د شوفا غوښتنه کوي څو ځان ډاډه کړي چې تاسې د يوه کرايه‌کوونکي په توګه کولای شئ کرايه پر وخت ورکړئ. د کورونو ځينې خاوندان يا د معاملو د لارښوونې دفترونه د کرايه ورکولو په لومړي پړاو کې شوفا غواړي خو ځينې نور بيا وروسته د کور د غوښتلو لپاره له نورو اسنادو سره يوځای د دې سند غوښتنه کوي.

د وړيا شوفا ترلاسه کول، ګام پر ګام

دا لارښود په ويډيويي بڼه زموږ د يوټيوب پر پاڼه هم کتلای شئ.

د دې ليک له لېږلو وروسته له يوې تر دوې اونيو د شوفا راپور په خپله پته ترلاسه کولای شئ. که له دې وخت نه مخکې بېړنۍ اړتيا لرئ؛ ښايي په پیسو يې ترلاسه کړي.

د شوفا وړاندې کولو ته تل اړتيا ده؟

نه! د کورونو خاوندان يا کرايه ورکوونکي ستاسې د شوفا د مالوماتو د ترلاسه په اړه قانوني کولو ادعا نه شي کولای خو که دا مالومات وړاندې نه کړئ؛ د کور د موندلو چانس ډېر کميږي. که شوفا په پیسو ترلاسه کړئ؛ کولای شئ يوه کاپي يې کرايه ورکوونکي ته ورکړئ خو که شوفا مو وړيا ترلاسه کړې وي؛ د کورونو خاوندانو ته د شوفا له لېږلو مخکې د دې سند يوه کاپي واخلئ او هغه مالومات پټ کړئ چې د کورونو خاوندان يې نه بايد وويني. ځکه په وړيا شوفا کې ټول مالومات ليکل کيږي او د منفي مالوماتو څرګندېدل مو ښايي په زيان وي.

د شوفا غوښتنليک څه دی؟

که له کوم بانک څخه قرضه غواړئ؛ بانک د شوفا يو غوښتنليک برابروي. د دې پلټنې د يوې برخې په توګه بانکونه ستاسې د تادياتو د اعتبار اړوند مالومات ګوري. د دې مالوماتو له مخې بيا بانک تاسې ته د قرضې د ورکړې يا نه ورکړې په اړه پرېکړه کوي. د بانکونو تر څنګ د کورونو او جايدادونو پلورونکي، مخابراتي شرکتونه او د موټرو د پلورلو شرکتونه ډېر وخت د شوفا له شرکت څخه په مخامخ ډول د مالوماتو غوښتلو حق لري خو ستاسې تاييد اړين دی. ځکه خو دا قرارداد کوونکي ډېر وخت له تاسې د لاسليک غوښتنه کوي څو دا غوښتنه وکړای شي.

په قرارداد کې د شوفا ماده

په ډېرو قراردادونو کې د شوفا قانوني بند يا ماده کښل شوې وي چې د قرارداد له لاسليک سره يې تاسې منل تاييدوئ. له لاسليک وروسته ستاسې مالومات د شوفا هالډېنګ شرکت ته لېږل کيږي او اړوند شرکت يا کس کولای شي ستاسې په اړه د شوفا غوښتنليک برابر کړي.

د شوفا هالډېنګ شرکت کوم مالومات خوندي کوي؟

د شوفا هالډېنګ شرکت ستاسې د نوم، تخلص، زېږېدو نېټې، اوسنۍ پتې او د اوسېدو د پخوانيو ځايونو د پتو په ګډون ټول شخصي مالومات ساتي.دوی همدا شان ستاسې د بانکي اکونټونو، ټليفوني قراردادونو، د قسطونو د ورکړې او نورو قراردادونو او کرېدېتونو، د قرضو د مودې، د تاديو د بې‌نظمیو او د قراردادونو د لغوې په اړه مالومات ټول خوندي کوي.

شوفا ستاسې د مدني حالت، دندې، عايد، شتمنۍ او بنديتوب په اړه مالومات نه راټولوي. د مالوماتو د خونديتوب د فدرالي قانون له مخې بايد ټول مالومات د راټولولو له نېټې درې کاله وروسته له منځه يووړل شي.

شوفا هالډېنګ شرکت مالومات څنګه راټولوي؟

د بانکونو او مخابراتي کمپنيو په څېر بېلابېل سوداګريز شرکتونه شوفا هالډېنګ ته مالومات ورکوي. شوفا هالډېنګ شخصي شرکت دی او د همدې تجارتي بنسټونو له لوري خپل لګښتونه ترلاسه کوي. دا ټول شرکتونه د پور ورکوونکو بنسټونو په توګه پېژندل کيږي. شوفا هالډېنګ له دې مالوماتو پرته په خپلواک ډول د مالوماتو پلټنه نه کوي.

څنګه کولای شم د خپلې شوفا په ريکارډ کې تېروتنه سمه کړم؟

د شوفا هالډېنګ شرکت راټول شوي مالومات ستاسې د مالي ارزښت مالومولو لپاره د شمېرې لپاره کاروي. دا شمېره د بېلګې په ډول څرګندوي چې تاسې د خپلو پورونو په ورکړه کې څه ډول چلند کوئ. دا محاسبه ښايي ځينې وخت ناسمه وي. ځکه خو تاسې حق لرئ چې په کال کې يو ځل په وړيا ډول د شوفا د حساب د تصفيې سند ترلاسه کړئ او ممکنه نيمګړتياوې يې اصلاح کړئ. که ناسم څه مو وموندل؛ په ليکلي ډول د هغې برخې د سمون غوښتنه وکړئ. د مشتريانو د خدمتونو څانګه په دې اړه تاسې ته مشورې درکوي.