د کومو واکسينو سپارښتنه کيږي؟

د واکسينو کميسيون په جرمني کې د اوسېدونکو خلکو لپاره د تيتانوس، شري، Haemophilus influenzae، پوليو، تور زيړي، pneumococcus، rotavirus، meningococcus C، سرخکانو، mumps, rubella  او  chickenpox واکسينو د لګولو سپارښتنه کوي. د لويانو او امېدواره ښځو لپاره د انفلونزا ضد واکسينو لګولو سپارښتنه هم کيږي. د ځوانو نجونو لپاره د رحم سرطان (چې د انساني پاپيلوم وايروس يا HPV په واسطه رامنځته کيږي) ضد واکسينو لګولو لارښوونه کيږي. ټول هغه کسان چې د باندې د (FSME-Risikogebieten) ناروغۍ تر ګواښ لاندې سيمو کې ډېر وخت تېروي؛ د واکسينو کميسيون په جدي ډول ورته د دې ناروغۍ ضد واکسينو تر سره کولو سپارښتنه کوي. دا يوه ساري ناروغي ده چې د مغز، meninges او نخاع د التهاب سبب کيږي. دا ناروغي ډېر وخت د ګنګانو (کنو) په وسيله خپريږي.

که بهر ته سفر کوئ؛ ښايي د ځينو نورو واکسينو سپارښتنه هم وشي. په دې اړه نور مالومات پر (tropeninstitut.de) وېبسایټ لوستلای شئ.

واکسين بايد څو ځله ترسره شي؟

ستاسې ډاکټر د ناروغيو د مخنيوي لپاره د واکسينو بېلابېلې مرحلې څاري. ځينې وخت اړتيا ده چې په ځانګړې موده کې څو ځله واکسين شئ. د شپږو تر ۲۳ اونيو د عمر ماشومانو لپاره په څلورو مرحلو (له G1 تر G4) کې بنسټيز واکسين لګول کيږي. له دې دورې وروسته په دوه کلنۍ او ۱۷ کلنۍ کې د دې واکسينو د اغېز د تقويې لپاره بيا واکسين ترسره کيږي. له دې سره ښايي وروسته بيا هم د اغېز د تقويې واکسين تر سره شي. تاسې کولای شئ د واکسيناسيون د کميسيون مهالوېش په شلو بېلابېلو ژبو پر (rki.de) تر لاسه کړئ.

د واکسينو ريکارډ (Impfpass) څه ته وايي؟

په جرمني کې له لومړي ځل واکسين وروسته يوه زېړرنګه کتابچه تر لاسه کوئ چې د واکسينو د سند يا (Impfpass, ImpfausweisياImpfbuch) په نوم ياديږي. تاسې ته ټولې لګول شوې ستنې به په دې کتابچه کې وليکل شي څو له مخې يې د واکسينو مهالوېش وڅارل شي. د روغتيايي ازموينو پر مهال بايد دا کتابچه له ځان سره ولرئ.

د ماشومانو د واکسين د کتابچې او مهالوېش څارلو او پر وخت هغوی ته د واکسين لګولو مسؤوليت د مور او پلار پر غاړه دی. په دې اړه اضافه مالومات د ماشومانو د روغتيايي ازموينو په کتابچه (Kinderuntersuchungsheft) کې خوندي کيږي. پر وخت د ناروغيو د پېژندنې او مخنيوي لپاره تر شپږکلنۍ پورې له  U1 نه تر U9 پورې د ټولو روغتيايي ازموينو پایلې په بېلو کتابچو کې ثبتيږي. دا کتابچې د ماشومانو د د زېږېدو پر مهال په اړوند روغتون کې او يا لږ وروسته د هېباما له لوري ورکول کيږي. که دا کتابچه ورکه شي او يا يې تر اوسه نه لرئ، کولای شئ د خپل ماشوم له اړوند ډاکټر څخه بله وغواړئ.

د واکسينو لګښتونه څوک ورکوي؟

د روغتيايي بيمې ټولې ادارې د واکسيناسيون کميسيون له لوري د وړانديز شوو  واکسينونو لګښتونه (د واکسيناسيون د رسمي لارښود له مخې) ورکوي. ځينې شرکتونه د هغو واکسينو لګښت هم ورکوي چې ښايي په بهر کې د رخصتۍ پر مهال د اخستل شوو ناروغيو د مخنيوي لپاره کيږي. که په دنده کې له د کومې ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ ياست؛ ګمارونکې اداره مو بايد (د کارګرو د روغتيا او خونديتوب قانون د ۳مې مادې له مخې) د ځانګړو اړينو واکسينو لګښتونه ورکړي.

په عمومي ځايونو کې د ناروغيدو مخنيوی څنګه کېدای شي؟

په وړکتونونو، لومړنيو ښوونځيو، د رخصتۍ په کمپونو او يا د کډوالو د منلو په لومړنيو مرکزونو کې ډېر کسان په محدوده فضا کې راټوليږي. له ساري ناروغيو نه د ماشومانو او کارکوونکو د ساتنې لپاره ځانګړي مقررات پلي کيږي. که ماشوم مو کومه ساري ناروغي واخلي؛ سملاسي د هغه د ښوونځي مدير يا ستاسې د اوسېدو د کمپ ادراه خبره کړئ. ځينې ناروغۍ ډېرې ساري دي او په دې ناروغيو مبتلا کسان له نورو سره له ليدلو کتلو منع کيږي. دا ډول ماشومان بايد تر بيارغېدنې، وړکتون يا ښوونځي ته له تګه راوګرځول شي. په دې اړه نور مالومات پر (rki.de) موندلای شئ.

نور مالومات چېرته موندلای شم؟

د جرمني د دايمي واکسينو کميسيون (STIKO) چې له بېلابېلو طبي متخصصينو جوړ دی او له رابرټ کوخ انستيتيوت سره تړاو لري؛ په منظم ډول په شلو ژبو د واکسينو مهالوېشونه او مالوماتي پاڼې خپروي. دا انستيتيوت د سرشمېرنو، زدکړو او څېړنو له لارې هڅه کوي چې په جرمني کې د ساري ناروغيو د خپرېدو مخنيوی وکړي. د دې انستيتيوت ځانګړې دندې د انتاني ناروغيو د مخنيوي په قانون کې په نښه شوې دي.

په جرمني کې د معمول ناروغيو په اړه په بېلابېلو ژبو د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره دلته کلېک وکړئ. د دې تر څنګ د رابرټ کوخ انستيتيوت په بېلابېلو ژبو زيات مالومات وړاندې کوي. که په جرمني ژبه پوهېږئ؛ د روغتيايي زدکړو د فدرالي ادارې مالوماتي وېبسایټ وګورئ.