د مرکې پر مهال کومې پوښتنې کيږي؟

د مرکې پر مهال کومې پوښتنې کيږي؟

د مرکې لپاره بايد ځانونه ښه تيار کړئ. دلته د مرکې له پوښتنو څخه ځينې مهمې وړاندې کيږي. البته مرکه کوونکی ښايي ځينې نورې پوښتنې هم وکړي. د مرکې د تياري لپاره کولای شئ له يوه مشورتي مرکز يا وکيل مرسته وغواړئ. د پروازول پر وېبسایټ (proasyl.de) په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. د قانوني مشورې د کنفرانس پر وېبسایټ ځان ته نږدې يو وکيل موندلای شئ.

د مرکې پر مهال ښايي لاندې پوښتنې وشي:

1.     د خپلې ژبې تر څنګ په بله ژبه يا لهجه هم خبرې کوئ؟

2.     د بل هېواد تابعيت مو هم درلود او يا يې لرئ؟

3.     آيا تاسې له کومې ځانګړي قوم يا توکم سره اړه لرئ؟

4.     کولای شئ خپله تذکره، پاسپورت يا د پېژندنې بل کوم سند راوښاياست؟

5.     ولې د خپلې پېژندنې سندونه نه شئ وړاندې کولای؟

6.     آيا‌ په خپل هېواد کې د تذکرې، پاسپورت يا پېژندنې د کارت په شان نور شخصي سندونه لرئ؟

7.     کولای شئ د سرټيفیکیټونو، د زېږېدنې سندونو، د عسکري خدمت سند او يا د موټر چلولو لايسنس په شان نور سندونونه وړاندې کړئ؟

8.     آيا د جرمني د فدرالي هېواد يا کوم بل هېواد ويزه يا د استوګنې سند مو درلود او يا يې لرئ؟

9.     په وطن کې مو پته څه ده؟

10.  د مېړه/ښځې کورنی نوم يا تخلص او اصلي نومونه مو څه دي؟ همدا شان هیله ده د هغه/هغې منځنی نوم (که موجود وي)، د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای او د واده کولو د ځای نومونه راته وواياست.

11.  که مېړه يا ښځه مو په خپل وطن کې نه وي؛ هیله ده اوسنۍ او پخوانۍ پتې يې راته وواياست.

12.  آيا ماشومان لرئ؟ هیله ده د لويانو په ګډون د ټولو نومونه، تخلصونه، د زېږېدو نېټې او د زېږېدو د ځايونو نومونه واخلئ.

13.  که بچيان مو په خپل وطن کې نه وي؛ هیله ده اوسنۍ او پخوانۍ پتې يې راته وواياست.

14.  هیله ده د خپل مور او پلار نومونه، تخلصونه او پتې راته وواياست.

15.  آيا خويندې/وروڼه، انا/بابا، ترونه، خاله‌ګانې يا عمه‌ګانې لرئ چې له هېواده مو بهر اوسيږي؟

16.  آيا په خپل وطن کې د کورنۍ له غړو يا خپلوانو سره مالي مرسته کوئ؟

17.  د پلار له خوا د نيکه په اړه مو ټول مالومات راکړئ.

18.  کوم ښوونځي يا پوهنتون ته تللي ياست؟

19.  کومه دنده مو زده کړې ده؟ په وروستي ځل مو له چا سره دنده ترسره کوله؟

20.  په جرمني کې کومه په کومه دنده يا مسلک کار کوئ او يا کار کول غواړئ؟

21.  آيا پوځي خدمت مو ترسره کړی دی؟

22.  آيا‌ په خپل وطن کې مو د حکومتي رژيم پر ضد په لاريونونو يا دې ته ورته نورو فعاليتونو کې ګډون کړی دی؟

23.  آيا له دې وړاندې بل وخت جرمني ته راغلي ياست؟

24.  آيا په بل کوم هېواد کې مو د کډوال يا پناغوښتنونکي په توګه پنا غوښتنې ده او يا مو پنا ترلاسه کړې ده؟

25.  آيا د کورنۍ کوم غړي مو‌ په بل هېواد کې پنا غوښتې ده او يا يې بل هېواد د استوګنې قانوني ځای غوره کړی دی؟

26.  آيا تاسې له دې سره مخالف ياست چې د پنا غوښتنه مو په دې (هغه) هېواد کې وارزول شي؟

27.  روښانه کړئ چې څنګه او کله جرمني ته راغلئ. همدا شان هیله ده ووايئ چې په کومه لاره له وطنه ووتئ او له کومو هېوادونو تېر شوئ څو جرمني ته ورسېږئ؟

28.  څه وخت جرمني ته راورسېدئ؟

29.  آيا جرمني ته په موټر کې راغلئ؟

30.  آيا په بل هېواد کې مو هم د پنا غوښتنه کړې ده؟

31.  آيا په بل هېواد کې مو هويت تثبیت شوی (د ګوتو نښې مو اخستل شوې دي)؟

32.  آيا‌ په جرمني کې خپلوان لرئ؟

33.  آيا په خپل هېواد کې مو په سياسي برخه کې فعاليت درلود؟

34.  د خپل وطن، ښار يا کلي د پرېښودلو لپاره ستاسې (ستاسې د مېړه/مېرمنې) دليل څه و؟

35.  آيا د ژوند ملګری/ ملګرې مو خويندې يا وروڼه لري؟

36.  د ژوند د ملګري/ ملګرې دنده مو څه وه او د ژوند اړتياوې مو له کومې لارې پوره کولې؟

37.  جرمني ته په راتګ مو څومره لګښت راغئ؟

38.  د راتګ لپاره مو پیسې له کومه کړې؟

39.  څنګه دا فکر درغئ چې خپل وطن پرېږدئ؟

40.  په وطن کې مو د کورنۍ غړي په څه شي ګذاره کوي؟

41.  که په خپل ښار يا کلي کې پاته وای؛ څه درته پېښېدل؟

42.  آيا کوم بل څه شته چې په پروتوکول کې ځای پر ځای شي؟