چېرته او څنګه د اوسبیلډونګ ډولډونګ غوښتنه کولای شم؟

تاسې کولای شئ په خپله سیمه کې د بهرنيانو چارو ادارې ته د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ ترلاسه کولو په اړه غوښتنه وړاندې کړئ. د تورينګن د مهاجرو شورا پر وېبسایټ د دې غوښتنليک يوه بېلګه موندلای شئ. د دې کار لپاره رسمي عريضې ته اړتيا نشته. البته کولای شئ د همدې موخې لپاره يو ټاکل شوی فورم وکاروئ. د دې تر څنګ بايد لاندې سندونه هم له ځان سره ولرئ:

-        د دوه‌ګوني اوسبیلډونګ لپاره: د خپل اوسبیلډونګ اصلي قرارداد او د هغه کاپي او همدا شان د کار له ادارې څخه د اوسبیلډونګ د ثبت تاييدليک.

-        د ښوونيز اوسبيلدونګ لپاره: له ښوونځي څخه د اوسبیلډونګ ترسره کولو سند.