د بشردوستانه دلايلو لپاره د استوګنې اجازه

ځينې کسان ښايي ډولډونګ د مودې له غځېدلو وروسته د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې له مخې د بشردوستانه دلایلو پر بنسټ د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. دا کار هغه وخت کيږي چې د ډولډونګ درلودونکي، د بېلګې په توګه ونه شي کړای خپل هېواد ته سفر وکړي او يا يې هېواد پاسپورټ ورنه کړي.

د استوګنې د دې ډول اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

  • لږ تر لږه د ۱۸ مياشتو لپاره مو ډولډونګ درلودلی وي. که له دې کم وخت کيږي؛ ځينې وخت د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) پرېکړه کوي چې د استوګنې اجازه یا قبولي درکړي که نه. په جرمني کې ستاسې د‌ ژوند کولو موده او د کار په مارکېټ کې ادغام، په دې پرېکړه کې مهم رول لري.
  • بېرته مو خپل هېواد ته تګ ناشونی وي. د بېلګې په توګه د ځينو لاملونو له کبله هلته سفر نه شئ کولای او يا پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای.
  • تر A2  کچې يا لوړې پورې په جرمني ژبه خبرې کولای شئ. دا خبره بايد د کورس، ښوونځي؛ اوسبیلډونګ يا پوهنتون د فراغت په سند ثابته کړئ.
  • د خپل ژوند اړتياوې بايد خپله او د دولت له مرستې پرته پوره کړئ. په دې حالت کې بيا د کډوالو لپاره د دولتي مرستې ترلاسه کولو حق نه لرئ. البته ښايي د بهرنيانو چارو اداره دا شرط معاف کړي. البته دا په هغه صورت کې کيږي چې دوی ډاډه شي چې تاسې په راتلونکي کې د خپل ژوند لګښتونه پوره کولای شئ.
  • که ماشومان لرئ؛ هغوی بايد ښوونځي ته ولاړ شي.
  • بايد د دموکراسۍ اساسات ومنئ او په اړه يې لومړني مالومات ولرئ. دا مالومات په معمول ډول د (Orientierungskurs) په کورس کې زده کيږي: کوم چې د ادغام د کورس برخه دی.
  • د خپل ډيپورټ د مخنيوي لامل تاسې خپله نه ياست. د بېلګې په ډول که چا په دوکه د خپل ډيپورټ مخنيوی کړی وي او يا يې له اړونده ادارو سره همکاري نه وي کړې؛ ښايي بشري دلايلو له کبله د اوسېدو اجازه ورنه کړل شي.
  • بايد جرم او جنايت مو نه وي ترسره کړی.
  • تاسې بايد پاسپورت ولرئ او يا داسې سند ولرئ چې، دا روښانه کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه مو کړې ده.

په دې اړه لا زيات مالومات د زاکسن انهالت ايالت له لوري د کډوالو لپاره په دې خپره شوې خبرپاڼه کې موندلای شئ.

د ډولډونګ اجازې د مودې غځېدلو پر مهال د بهرنيانو چارو اداره ګوري چې له جرمني د اړوند کس ايستل ممکن دي او که نه. که دا کار شونی وي؛ د استوګنې د اجازې سند به يې نوی نه شي او له دوی به وغوښتل شي چې جرمنی پرېږدي. په داسې حالاتو کې له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. د حقوقي مشورو د کنفرانس (rechtsberaterkonferenz.de) او يا د پروازول پر وېبسایټونو ځان ته نږدې وکيل موندلای شئ.

د ښو ادغام شوو لويانو لپاره د استوګنې اجازه

د استوګنې قانون د ۲۵ ب مادې له مخې که څوک په جرمني کې د ډېر وخت لپاره پاته شوي وي او په ټولنه کې ښه ادغام شوي وي؛ کولای شي د استوګنې عادي اجازه ترلاسه کړي.

د دې کار لپاره بايد لاندې شرطونه پوره شي:

  • اړوند کس بايد لږ تر لږه ۸ کاله په دوامدار ډول په جرمني کې پاته شوی وي او په دې موده کې يې د استوګنې لنډمهاله اجازه (Aufethaltsgestattung)، يا د زغمل شوې استوګنې اجازه (Duldung) او يا دې ته ورته بله قانوني اجازه درلودلې وي. که څوک واړه بچيان ولري؛ په جرمني کې له شپږ کاله پرله‌پسې اوسېدو وروسته د استوګنې عادي اجازه ترلاسه کولای شي. يادونه: که له تېرو دېرشو مياشتو مو کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) درلودلی وي؛ د دې شرط پوره کول اړين نه دي.
  • د جرمني ژبې A2 سند. دا کسان بايد د ښوونځي، حرفوي زده‌کړو او پوهنتون د فراغت د سندونو په شان ځينې ثبوتونه وړاندې کړي چې وښيي دوی په جرمني ژبه پوهيږي.
  • که څوک بچيان ولري؛ بايد په منظم ډول ښوونځي ته ولاړ شي.
  • د خپل ژوند لګښتونه په خپله ورکړای شي. د اصولو له مخې دا کسان بايد دولتي مرسته ترلاسه نه کړي. البته د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) ښايي هغه وخت په دې شرط سترګې پټې کړي چې پوه شي تاسې په راتلونکي کې دنده ترلاسه کولای او خپل لګښتونه پوره کولای شئ.
  • د لېبرال دموکرات اساسي قانون په اړه مالومات ولري او په لومړنيو اساساتو يې وپوهيږي. ډېر کډوال په دې اړه د لوري موندنې په کورس (Orientierungskurs) کې مالومات ترلاسه کوي؛ کوم چې د انټګراڅيون کورس برخه دی.
  • اړوند کس بايد د خپل ډيپورټ په مخنيوي کې لاس ونه لري او په نه همکارۍ تورن نه وي.
  •  بايد جرم او جنايت یې نه وي ترسره کړی.
  •  بايد پاسپورت ولري او يا داسې سند ولري چې، دا روښانه کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه ېې کړې ده خو بريالی شوی نه دی.
په دې اړه لا زيات مالومات د زاکسن انهالت ايالت له لوري د کډوالو لپاره په دې خپره شوې خبرپاڼه کې موندلای شئ.
د ډولډونګ اجازې د مودې غځېدلو پر مهال د بهرنيانو چارو اداره ګوري چې له جرمني د اړوند کس ايستل ممکن دي او که نه. که دا کار شونی وي؛ د استوګنې د اجازې سند به يې نوی نه شي او له دوی به وغوښتل شي چې جرمنی پرېږدي. په داسې حالاتو کې له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. د حقوقي مشورو د کنفرانس (rechtsberaterkonferenz.de) او يا د پروازول پر وېبسایټونو ځان ته نږدې وکيل موندلای شئ.

په ښه توګه د ادغام شوو نويو ځوانانو او ځوانانو لپاره د استوګنې اجازه

له ۲۱ کلنو د ټيټ عمر ځوانان کولای شي د ښه ادغام شوي نوي ځوان په توګه په جرمني کې د استوګنې غوښتنه وکړي (د استوګنې قانون ۲۵ الف ماده). دا کار هغه وخت کولای شي چې په جرمني کې د ډېر وخت لپاره پاته شوي وي او په ټولنه کې ښه ادغام شوي وي.

دا کسان بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

  • په جرمني کې يې په‌ پرله‌پسې ډول ۴ کاله تېر کړې وي.
  • په منظم ډول ښوونځي ته ولاړ شي او وکړای شي هر ښوونيز کال په بريا پای ته ورسوي. که ښوونځی يا حرفوي زده‌کړې يې پای ته رسولی وي؛ بايد د فراغت سند ولري.
  • دا ډاډ بايد موجود وي چې اړوند ځوان د اساسي قانون په اساساتو پوهيږي او په ترهګريزو يا توندلارو کړنو کې لاس نه لري.
  • د بهرنيانو چارو اداره بايد په دې باوري شي چې ياد کس په ټولنه کې د ادغام لپاره تيار دی او کولای شي د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته حرفوي يا لوړې زده‌کړې وکړي او يا کار وکړي.
  • په شرطونو برابر کسان بايد له ۲۱ کلنۍ وړاندې د استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.
  • بايد جرم او جنايت یې نه وي ترسره کړی.
  • بايد پاسپورت ولري او يا داسې سند ولري چې، دا روښانه کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه ېې کړې ده خو بريالی شوی نه دی.
  • د خپلې ۲۱ کلنۍ له پوره کېدلو سره سم د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي.

په دې اړه لا زيات مالومات د زاکسن انهالت ايالت له لوري د کډوالو لپاره په دې خپره شوې خبرپاڼه کې موندلای شئ.

د استوګنې قانون د پورته يادې شوې مادې له مخې د دې نويو ځوانانو ميندې او پلرونه يا د ژوند ملګری/ملګرې هم کولای شي د استوګنې اجازې غوښتنه وکړي. دا کار يوازې هغه وخت کېدای شي چې اړوند کس د خپل ډيپورټ په مخنيوي او يا جرمن تورن نه وي او له دولته مرسته ترلاسه نه کړي.

د متخصصو ډولډونګ لرونکو لپاره د استوګنې اجازه

د استوګنې قانون د ۱۸ الف مادې له مخې هغه متخصص کسان چې لاندې شرطونه ولري؛ کولای شي د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړي:

  • د زده‌کړو له مخې د زغمل شوې استوګنې سند (Ausbildungsduldung) سند ولري؛ حرفوي زده‌کړې يې بشپړې کړې او دنده يې موندلې وي.
  • د داسې دندې وړانديز ولري چې حرفوي زده‌کړو يا د پوهنتون د فراغت سند ته اړتيا ولري.
  • په جرمني کې يې حرفوي زده‌کړې يا پوهنتون پای ته رسولی وي.
  • د بهرني پوهنتون د فراغت سند ولري چې په جرمني کې رسمي شوی وي او په جرمني کې يې لږ تر لږه دوه‌ کاله تخصصي کار کړی وي.
  • په جرمني کې يې لږ تر لږه درې کاله د ماهر کارګر (Fachkraft) په توګه کار کړی وي او لږ تر لږه د يوه کال لپاره يې د خپل ژوند لګښت ورکړی وي.

په دې د پاسه ياد شوي کسان بايد شرطونه هم پوره کړي:

  • د کار فدرالي اداره (Bundesagentur für Arbeit) بايد د دوی غوښتنه تاييد کړي. البته په داسې حالتونو کې د لومړيتوب ازموينه (Vorrangprüfung) نه ترسره کيږي.
  • بايد د ژوند کولو لپاره کافي ځای (کور، اپارتمان) ولري.
  • د جرمني ژبې د B1 په کچه خبرې وکړای شي.
  • له ترهګريز او توندلارو خوښتونو سره اړيکې ونه لري.
  • کوم ستر جرم يې نه وي ترسره کړی.
  • د ژوند د لګښتونو ستره برخه خپله ورکړي.
  • اړوند کس بايد د خپل ډيپورټ په مخنيوي کې لاس ونه لري او په نه همکارۍ تورن نه وي.

اوسبیلډونګ ډولډونګ (۲+۳ قانون)

د ۲۰۱۶ کال له جولای راهيسې هغو رد شوو کسانو ته د ډولډونګ سند ورکول کيږي چې وکړای شي په جرمني کې اوسبیلډونګ يا حرفوي زده‌کړې پیل کړي. په دې اړه بش‍پړ مالومات زموږ په بل څپرکي (اوسبیلډونګ‌ډولډونګ) کې موندلای شئ. 

چېرته او څنګه د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شم؟

د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره د خپلې اړونده بهرنيانو چارو ادارې ته ورتللای او غوښتنه وړاندې کولای شئ. له دې ادارو څخه د اړوندو فورمو غوښتنه کولای شئ. د دې تر څنګ کولای شئ وپوښتئ چې سملاسي په ليکلي ډول غوښتنليک وړاندې کړئ او که په راتلونکي کې ترمين يا وخت اخستل اړين دي. له غوښتنليک سره د ډکو شوو فورمو او د ژبې د زدکړې د سرټيفیکیټ په ګډون د کور د قرارداد، د اوسبیلډونګ د قرارد او نورو اړوندو سندونو کاپيانې هم ملګرې کړئ او د ترمين په ورځ يې له ځان سره يوسئ.