د بشردوستانه دلايلو لپاره د استوګنې اجازه

ځينې کسان ښايي ډولډونګ د مودې له غځېدلو وروسته د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې له مخې د بشردوستانه دلایلو پر بنسټ د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. دا کار هغه وخت کيږي چې د ډولډونګ درلودونکي، د بېلګې په توګه ونه شي کړای خپل هېواد ته سفر وکړي او يا يې هېواد پاسپورټ ورنه کړي.

د استوګنې د دې ډول اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

  • لږ تر لږه د ۱۸ مياشتو لپاره مو ډولډونګ درلودلی وي. که له دې کم وخت کيږي؛ ځينې وخت د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) پرېکړه کوي چې د استوګنې اجازه یا قبولي درکړي که نه. په جرمني کې ستاسې د‌ ژوند کولو موده او د کار په مارکېټ کې ادغام، په دې پرېکړه کې مهم رول لري.
  • بېرته مو خپل هېواد ته تګ ناشونی وي. د بېلګې په توګه د ځينو لاملونو له کبله هلته سفر نه شئ کولای او يا پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای.
  • تر A2  کچې يا لوړې پورې په جرمني ژبه خبرې کولای شئ. دا خبره بايد د کورس، ښوونځي؛ اوسبیلډونګ يا پوهنتون د فراغت په سند ثابته کړئ.
  • د خپل ژوند اړتياوې بايد خپله او د دولت له مرستې پرته پوره کړئ. په دې حالت کې بيا د کډوالو لپاره د دولتي مرستې ترلاسه کولو حق نه لرئ. البته ښايي د بهرنيانو چارو اداره دا شرط معاف کړي. البته دا په هغه صورت کې کيږي چې دوی ډاډه شي چې تاسې په راتلونکي کې د خپل ژوند لګښتونه پوره کولای شئ.
  • که ماشومان لرئ؛ هغوی بايد ښوونځي ته ولاړ شي.
  • بايد د دموکراسۍ اساسات ومنئ او په اړه يې لومړني مالومات ولرئ. دا مالومات په معمول ډول د (Orientierungskurs) په کورس کې زده کيږي: کوم چې د ادغام د کورس برخه دی.
  • د خپل ډيپورټ د مخنيوي لامل تاسې خپله نه ياست. د بېلګې په ډول که چا په دوکه د خپل ډيپورټ مخنيوی کړی وي او يا يې له اړونده ادارو سره همکاري نه وي کړې؛ ښايي بشري دلايلو له کبله د اوسېدو اجازه ورنه کړل شي.
  • بايد جرم او جنايت مو نه وي ترسره کړی.
  • تاسې بايد پاسپورت ولرئ او يا داسې سند ولرئ چې، دا روښانه کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه مو کړې ده.

په دې اړه لا زيات مالومات د زاکسن انهالت ايالت له لوري د کډوالو لپاره په دې خپره شوې خبرپاڼه کې موندلای شئ.

د ډولډونګ اجازې د مودې غځېدلو پر مهال د بهرنيانو چارو اداره ګوري چې له جرمني د اړوند کس ايستل ممکن دي او که نه. که دا کار شونی وي؛ د استوګنې د اجازې سند به يې نوی نه شي او له دوی به وغوښتل شي چې جرمنی پرېږدي. په داسې حالاتو کې له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. د حقوقي مشورو د کنفرانس (rechtsberaterkonferenz.de) او يا د پروازول پر وېبسایټونو ځان ته نږدې وکيل موندلای شئ.