ډيپورټ کېدونکي کسان څه کولای شي؟

  • که تاسې د ډيپورټ له ګواښ سره مخ ياست؛ خپل وکيل ته زنګ ووهئ او له يوه مشورتي يا مرستندوی مرکز سره اړيکه ونيسئ. که تاسې وکيل نه لرئ او مشورتي مرکزونه درمالوم نه وي؛ کولای شئ  د پروازول بنسټ په شان ادارو څخه مرسته وغواړئ څو يو وکيل دروپېژني يا بله لاره چاره دروښيي. همدا شان کولای شئ له خپل ګاونډي يا کمپ له مسؤولينو مرسته وغواړئ. د پرو ازول سازمان کارکوونکي په جرمني او انګليسي ژبو خبرې کوي او کولای شئ په (۴۹۶۹۲۴۲۳۱۴۲۰+) شمېره او (proasyl@proasyl.de) برېښناليک اړيکه ورسره ونيسئ. که له ګاونډيانو يا د کمپ له کارکوونکو مرسته غواړئ؛ بايد هغوی ته د وکالت اجازه ورکړئ. هغوی بيا کولای شي ستاسې له پاره يو وکيل وګماري او يا په اداري محکمه کې ستاسې پر ځای يوه عاجله عريضه (Eilantrag) وکړي څو وکړای شي ستاسې له ممکنه ډيپورټه مخنيوی وکړي.
  • د ډيپورټ يو څارونکي ته خبر ورکړئ او مرسته ترې وغواړئ. دا څارونکي د فرانکفورت، دوسلدورف، برلين او هامبورګ په هوايي ډګرونو کې موجود دي. دوی کولای شي تاسې ته يو وکيل دروپېژني او که له ډيپورټ وړاندې نيول شوي ياست (Ausreisegewahrsam) او د ډيپورټ په بندو مرکزونو (Abschiebungshaft) کې اچول شوي ياست؛ دا څارونکي به مرسته درسره وکړي.

د دې لپاره چې له خپل ډيپورټه مخنيوی وکړئ؛ بايد بېړني ګامونه واخلئ. د دې ګواښ له محسوسولو سملاسي وروسته له يوه وکيل يا مشورتي دفتر سره اړيکه ونيسئ. که لومړی ځل مو له ډيپورټه مخنيوی وش‍ي؛ ښايي بيا هم د ډيپورټ په بندو مرکزونو کې واچول شئ. په عمومي ډول د دوهم ځل ډيپورټ لپاره هم سملاسي مهال‌وېش برابريږي او ګواښ بيا هم موجود وي.

يادونه: که څوک ډيپورټ کيږي او هېڅ پیسې ونه لري؛ پوليس اړ دي چې يو څه پیسې ورکړي.