آيا زه کولای شم ډولډونګ ولرم؟

د اصولو له مخې هغه کسان چې د پنا غوښتنه يې رد کيږي؛ بايد جرمنی پرېږدي. همدا شان هغه کسان چې جرمني ته له ويزې يا د استوګنې له جازې پرته راځي او د پنا غوښتنه نه کوي؛ هم له جرمني وتلو ته اړ دي. له دې سره سره ځينې کسان ښايي د ځانګړو شرطونو په درلودلو د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ ترلاسه کړي. ډولډونګ هغو کسانو ته ورکول کيږي چې:

  • د ډيپورټ پر وړاندې يې خنډ موجود وي. د بېلګې په توګه ډيپورټ يې د قانوني يا عملي دلايلو له کبله ناشونی وي. لکه هغه کسان چې پاسپورت نه لري يا د ناسمو روغتيايي شرايطو له کبله سفر ونه کړای شي او يا هم ستاسې هېواد ته الوتنې ونه شي. په داسې حالاتو کې د بهرنيانو اداره اړه ده چې د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ درکړي.
  • بايد په جرمني کې د بشري يا شخصي دلايلو له کبله پاته شي. د بېلګې په توګه د يو چا زده‌کړې بشپړېدو ته نږدې وي؛ د حرفوي زده‌کړو د تياري کورس لولي؛ د درملنې بشپړېدو ته يې اړتيا وي او يا په جرمني کې د‌ کورنۍ د يوه ناروغ غړي پالنه کوي. په داسې حالاتو کې د بهرنيانو چارو اداره کولای شي تاسې ته ډولډونګ (Ermessensduldung) درکړي؛ که څه هم اړه نه ده دا کار وکړي.
  • عامه ګټې د دې غوښتنه وکړي چې اړوند کس په جرمني کې پاته شي. د بېلګې په توګه که څوک د يوې قانوني دعوې يا قضيې شاهد وي؛ ښايي په جرمني کې د پاته کېدو لپاره ډولډونګ ورکړل شي.
  • په جرمني کې حرفوي ده‌کړې يا اوسبيلډونګ يا هم غبرګې زده‌کړې (Duales Studium) ترسره کوي چې بشپړېدل يې لږ ترلږه دوه کاله وخت نيسي. که څوک په جرمني کې يو اوسبيلډونګ ومومي؛ تر ځانګړو شرطونو لاندې به د زده‌کړو د زغمل شوې استوګنې اجازه يا Ausbildungsduldung ورکړل شي. د استوګنې دا ډول اجازه د نورو ډولونو پر خلاف د اوسبیلډونګ تر پايه معتبره ده او ښايي له ۲ تر ۳ کالونو پورې وي. 
  • که څوک لاندې شرطونه پوره کړي؛ د ۳۰ مياشتو لپاره د کار ډولډونګ يا (Beschäftigungsduldung) ورکول کيږي. لږ تر لږه له ۱۲ مياشتو راهيسې ډولډونګ ولري؛ له خپل هېواده د هويت سندونه ولري؛ له ۱۸ مياشتو راهيسې يې لږ تر لږه په اونۍ کې ۳۵ ساعته کار کړی وي؛ له سوسيال څخه مرسته ترلاسه نه کړي؛ لږ تر لږه د جرمني ژبې A2 سند ولري او جرمني ته د ۲۰۱۸ کال د اګست مياشتې له لومړۍ نېټې مخکې راغلی وي.
  • د جرمني د داخله چارو فدرالي وزارت او يا هم د هر ايالت د کورنيو چارو وزارت هغو کسانو ته هم ډولډونګ ورکوي چې په هېواد کې يې زياتې ستونزې موجودې وي. البته دا کار ډېر وخت نه کيږي او يوازې د‌ قحطۍ په شان د ډېرو سترو ناورينونو پر مهال کيږي.

که غواړئ د خپل ځان په اړه نور مالومات ومومئ؛ له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. د حقوقي مشورو د کنفرانس (rechtsberaterkonferenz.de) او يا د پروازول پر وېبسایټونو ځان ته نږدې وکيل موندلای شئ.

د زغمل شوې استوګنې پر مهال زما حقونه او مسؤوليتونه څه دي؟

د ډولډونګ لرونکو کسانو حقونه محدود دي او په اړه يې ځانګړي مقررات پلي کيږي. له دې ډلې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  • دا کسان يوازې هغه وخت کار کولای شي چې د بهرنيانو چاو اداره يا (Ausländerbehörde) د کار اجازه ورکړي. البته د اوسبیلډونګ او زده‌کړو ترسره کولو اجازه لري.
  • په انټګرڅيون کورس کې د ګډون اجازه نه لري. البته که خالي ځای موجود وي؛ کولای شي له بمف (BAMF) څخه په هغه کې د ګډون غوښتنه وکړي.
  • دا کسان له جاب‌سنټر څخه نه بلکې له سوسيال څخه پیسې ترلاسه کوي.
  • د اصولو له مخې د ميندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) او د ماشومانو پیسې (Kindergeld) نه شي ترلاسه کولای.
  • کور او د اوسېدو ځای نه شي بدلولای.
  • په معمول ډول له جرمني بهر د تلو اجازه نه لري. له جرمني د باندې تګ يې ښايي ډولډونګ لغوه کړي.

د ډولډونګ درلودونکي اړ دي چې د له جرمني د وتلو په پروسه کې له دولت سره همکاري وکړي. د بېلګې په توګه ښايي له دوی وغوښتل شي چې د خپل هېواد له سفارته پاسپورت ترلاسه کړي. که څوک د ډيپورټ په پروسه کې همکاري ونه کړي؛ ښايي دولتي مالي مرسته يې کمه شي. د دې لپاره چې په نه همکارۍ تورن نه شئ؛ بايد د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره د سفارت د تاييدي ليک او يا شاهدانو په څېر د خپلو هڅو ثبوت وړاندې کړئ. په دې اړه نور ډېر مالومات زموږ د پنا ردېدل او ډيپورټ په څپرکيو کې ولولئ.

يادونه: د دې لپاره چې پوه شئ چې د دولت غوښتنو پوره کولو ته اړ ياست که نه؛ له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. د حقوقي مشورو د کنفرانس (rechtsberaterkonferenz.de) او يا د پروازول پر وېبسایټونو ځان ته نږدې وکيل موندلای شئ.

آيا ډولډونګ لرونکي کسان هم ډيپورټ کيږي؟

لکه څنګه چې وړاندې وويل شول؛ ډولډونګ د استوګنې عادي اجازه نه ده او نه شي کولای تاسې د جرمني له وتلو يا ډيپورټه وژغوري. د دې اجازې له مخې ښايي ستاسې ډيپورټ د يوې ټاکل شوې مودې لپاره وځنډول شي. که د ډولډونګ اجازه لغوه او يا يې وخت تېر شي؛ کېدای شي اړوند کس ډيپورټ شي. که د ډولډونګ لپاره شته دلايل له منځه ولاړ شي؛ ښايي ډولډونګ لغوه کړل شي. د بېلګې په ډول که څوک پاسپورت ونه لري او اوس وکړای شي د خپل هېواد له سفارته يو ترلاسه کړي؛ ښايي ډولډونګ يې لغوه کړل شي.

د اصولو له مخې د ډولډونګ د وخت له تېرېدو يا لغوه کېدو وروسته اړوند کس ډيپورټ کېدای شي. دا کار ښايي سملاسي او له مخکينۍ خبرتيا پرته ترسره شي. البته که څوک د يوه کال يا زيات وخت لپاره له ډولډونګ سره پاته شوي وي؛ چارواکي اړ دي چې له ډيپورټ کولو لږ تر لږه يوه مياشت وړاندې خبر ورکړي. په داسې حالاتو کې اړوند کس د ډيپورټ مرکزونو ته لېږل کيږي.

چېرته او څنګه د ډولډونګ غوښتنه کولای شم؟

د زغمل شوې استوګنې اجازې يا ډولډونګ ترلاسه کولو لپاره د خپلې اړونده بهرنيانو چارو ادارې ته ورتللای او غوښتنه وړاندې کولای شئ. د دې کار لپاره هلته وخت واخلئ او له ځان سره ټول اړين سندونه يوسئ. د بېلګې په ډول که د زده‌کړو اوسبیلډونګ (Ausblidungsdudldung) غواړئ؛ د اوسبیلډونګ تړون او که اړينه وي؛ د سوداګرۍ خونې (Handwerkskammer) له دفتره يو تاييد‌ليک بايد له ځان سره ولرئ. که ډيپورټ مو د ځينې قانوني يا فزيکي خنډونو له کبله ځنډېدلی وي؛ ډولډونګ به په اتومات ډول ترلاسه کړئ او د ترلاسه کولو لپاره‌ يې ځانګړې غوښتنې ته اړتيا نه لرئ.