آيا زه کولای شم جرمني ته د خپلې کورنۍ د غړو د راوستلو غوښتنه وکړم؟

  •  که د مهاجرو د خونديتوب يا پناغوښتنې حق (د جينوا کنوانسيون له مخې) مو ترلاسه کړی وي؛ کولای شئ خپله کورنۍ يا د کورنۍ غړي جرمني ته راوغواړئ.
  • که فرعي خونديتوب (subsidiärer Schutz) مو ترلاسه کړی وي؛ کولای شئ د کورنۍ د غړو د راوستلو لپاره غوښتنليک وړاندې کړئ. د ۲۰۱۸ کال د اګست له لومړۍ نېټې وروسته هره مياشت يوازې زر کسان د کورنۍ د غړو د يوځای کېدلو د پروګرام له مخې جرمني ته راتللی شي. هغه کورنۍ چې د ډېر وخت لپاره يو له بله جلا شوې وي؛ واړه ماشومان ولري او يا يې کوم غړی ناروغ وي؛ د ويزې لپاره لومړيتوب ورکول کيږي. البته د قانون له مخې د فرعي خونديتوب لرونکي کسان جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستلو حق نه لري او دا کار يوازې د بشري دلايلو له مخې کيږي.
  • له پورته يادو شوو کسانو پرته د استوګنې د بل ډول حالت درلودونکي کسان نه شي کولای د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راولي.

د کورنۍ کوم غړي جرمني ته راوستلای شم؟

د کورنۍ پناغوښتنې (Family Asylum) د قانون له مخې د کورنۍ هغه غړي چې تاسې يې جرمني ته راغوښتلای شئ؛ په لاندې ډول دي:

  • ستاسې خاوند، مېرمن يا ثبت شوی د ژوند ملګری/ملګرې؛
  • له اتلس کالو ټيټ بچيان؛
  • که ستاسې عمر له اتلس کالو ټيټ وي او یوازې ياست؛ ميندې او پلرونه يا نور مشران چې ستاسې په وطن کې يې ستاسې سرپرستي پر غاړه وه. واړه وروڼه او خويندې يوزې هغه وخت راوستلای شئ چې د هغوی د لګښتونو لپاره بشپړ عايد او د اوسېدو لپاره کافي ځای ولرئ.

ستاسې هغه خويندې او وروڼه چې له اتلس کالو کم عمر ولري  او د کورنۍ د نورو غړو  راوستل يوازې په ډېرو فوق‌العاده سختو حالاتو (außergewöhnliche Härte) کې ممکن دي. په داسې حالاتو کې د استوګنې قانون د ۳۶مې مادې د دوهم او دوه‌ويشتم پاراګراف له مخې د ویزې غوښتنه کولای شئ. البته د دې قانون له مخې د ویزې ترلاسه کول ډېر ستونزمن دي. دا سخت حالت ښايي ستاسې د کورنۍ د غړو ژوند ته مخامخ ګواښ يا د بدن اعضاوو د له لاسه ورکولو وېره وي. د دوی د راوستلو لپاره بايد ډېر شرايط پوره کړئ. د ډېرو مالومات لپاره يو مشورتي مرکز يا تجربه‌لرونکي وکيل ته ورشئ.

د کورنۍ د غړو د راوستلو لپاره شرايط څه دي؟

د اوسېدو اجازه: لومړی شرط ستاسې د پنا د غوښتنې مثبت ځواب دی. تاسې بايد پنا يا د جينوا کنوانسيون د مقرراتو له مخې د مهاجرت د خونديتوب حق ترلاسه کړی وي او په جرمني کې د اوسېدو قانوني اجازه ولرئ. اوس د فرعي خونديتوب لرونکي هم کولای شي د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړي.

عايد: که که له قبولۍ وروسته د درې مياشتو په د ننه موده کې د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړئ؛ تاسې ته به د کورنۍ د غړو د راوستلو امتيازي حق در کړل شي. د دې حق له مخې اړتيا نشته چې د کورنۍ د غړو لګښتونه خپله برابر کړئ او يا د دوی لپاره په کور کې کافي ځای ولرئ. د امتيازې حق له مخې ستاسې عايد په پام کې نه نيول کيږي. په دې توګه د هغوی لګښتونه دولت ورکوي.

که امتيازي حق ونه لرئ؛ د خپلې استوګنې د حق له مخې د کورنۍ د غړو د راوستلو حق لرئ مګر بايد دلته يې د کور او بيمې په شان د ژوند کولو لګښتونه په خپله برابر کړئ. د دې کار لپاره بايد بايد‌ په جرمني کې د کور د کرايې کافي پیسې او د ځان او کورنۍ د غړو د ژوند د اړتياوو پوره کولو لپاره کافي لوړ عايد ولرئ. دا ټول د کورنۍ د غړو له راوستلو مخکې د اړوندې مسؤولې ادارې له لوري کتل کيږي. همدا شان تاسې او د کورنۍ ټول غړي مو بايد روغتيايي بيمه ولرئ.

د اړيکو ثابتول

جرمني ته د مور او پلار يا بچيانو راوستلو لپاره بايد د زېږېدنې او خپلوۍ د اړيکې معتبر تاييدوونکي اسناد له ځان سره ولرئ.

1.      جرمني ته د خاوند يا مېرمنې د راوستلو لپاره بايد دا شرايط پوره شي:

  • په اصلي هېواد کې د دواړو واده شوی وي (دا شرط له‌ يوه هېواده تر بله توپير کوي). په جرمني کې د واده سند يا نکاح‌خط کتل او څېړل کيږي چې په ځينو حالاتو ښايي د دې سندونو تاييد ستونزمن وي. د بېلګې په ډول د افغانستان ځينې سندونه د باور وړ نه (unsicheres Urkundenwesen) ګڼل کيږي.
  • د واده کولو پر مهال د خاوند يا مېرمنې عمر له اتلسو کالو ټيټ نه وي.

2.      کم‌عمره يوازې کسان کولای شي خپل مور او‌ پلار يا د مور او پلار په شان نور لوی سرپرستان جرمني ته راوغواړي. د ۲۰۱۱/۹۵ اروپايي ټولنې لارښود د دوهمې (ج) مادې له مخې دا قانون هغه مهال پلی کيږي چې:

  • ستاسې مور او پلار يا نورو لويانو جرمني ته ستاسې له راتګ وړاندې په اصلي هېواد کې ستاسې سرپرستي پر غاړه درلوده؛
  • جرمني ته راتلونکی کس ستاسې تر ۱۸کلنۍ پورې ستاسې سرپرستي او پاملرنه پر غاړه ولري.

د ژبې مهارتونه: د پناغوښتنې قانون له مخې ستاسې د کورنۍ غړي جرمني ته د راتګ لپاره د جرمني ژبې زده‌کړې ته اړتيا نه لري.

چېرته او څنګه بايد د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړم؟

جرمني ته د کورنۍ د غړو د راتلو لپاره بايد د کورنۍ غړي په اړوند هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کونسلګرۍ ته په خپله د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو غوښتنه وړاندې کړي. دوی بايد هلته وخت ونيسي او ټول اسناد له ځان سره ولري.

 تاسې په خپله هم بايد د بهرنيانو ادارې (Ausländerbehörde) ته د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه خبر ورکړئ. دا کار د فکس يا انلاين وېبسایټ په وسيله کېدای شي. دې پيغام ته د مهلت خبرتيا (fristwahrende Anzeige) وايي. په ياد مو وي چې د فکس يا انلاين خبرتيا له ځوابه ځان ډاډه کړئ او له قبولۍ وروسته د دريو مياشتو په دننه کې اقدام وکړئ.

هغه کسان چې د پنا له ترلاسه کولو وروسته د درې مياشتو په دننه کې غوښتنه وړاندې کړي؛ دوی به د کورنۍ له امتيازي يوځای کېدلو (privilegierter Familiennachzug) برخمن شي. د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدنې له غوښتنې له ترلاسه کولو وروسته به د جرمني سفارت دا غوښتنليک په جرمني کې د بهرنيانو د تنظيم اړونده ادارې (Ausländerbehörde) ته ولېږي. دا اداره به غوښتنليک وارزوي او بېرته به ځواب ورکړي. دا پروسه ډېر وخت څو مياشتې او کله ناکله له يوه کال زيات وخت نيسي. که ځواب مثبت وي؛ دوی به ويزا ترلاسه کړي او ستاسې سره به په جرمني کې يوځای شي. البته په ياد مو وي چې دلته له رارسېدو وروسته سملاسي بايد د کورنۍ پنا (Familienasyl) او اوسېدو د اجازې غوښتنه وکړي.

 

د فرعي خونديتوب لرونکو لپاره مهم مالومات: د استوګنې د دې ډول اجازې درلودونکي کولای شي پر (familienlebenfueralle.net) وېبسایټ د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه لا ډېر مالومات ترلاسه کړي.

زما د کورنۍ غړي بايد کوم سندونه د جرمني سفارت ته وروړي؟

  • د جرمني د سفارت له لوري د وخت ورکولو د تاييدي ايميل کاپي
  • د مهلت يا پر وخت خبرتيا (fristwahrende Anzeige) کاپي
  • د کورنۍ د ټولو غړو لپاره د ويزا غوښتنه
  • د کورنۍ د ثبت سند (په ځينو هېوادونو کې شته)
  • د کورنۍ د ټولو غړو د زېږېدنې سندونه
  • د واده سند يا نکاح‌خط
  • په جرمني کې ستاسې د استوګنې د اجازې کاپي
  • د مهاجرت او کډوالو د فدرالي ادارې (BAMF) له لوري ستاسې د قبولۍ د پرېکړه‌ليک (Bescheid) کاپي

دا سندونه بايد د جرمني د سفارت له لوري په قانوني ډول تاييد شي. دا تاييد ښايي هلته ستاسې د کورنۍ د غړو د ورتګ پر مهال ترسره شي.

د سفارت له لوري ښايي د نورو سندونو غوښتنه هم وشي. ځکه خو ښه ده چې له ورتګ وړاندې د اړوند سفارت وېبسایټ وګورئ. په کابل کې د جرمني د سفارت پر پاڼه اړوند لېنکونه او نور ګڼ مالومات موندلای شئ. 

که (Ausländerbehörde) زماد کورنۍ د غړو د راوستلو غوښتنه رد کړي؛ څه وکړم؟

که د بهرنيانو د تنظيم اداره (Ausländerbehörde) ستاسې د کورنۍ د غړو د راوستلو غوښتنه رد کړي؛ دوی اړ دي‌ چې تاسې ته په دې اړه ليک وليږي او د خپلې پرېکړې په اړه روښانتيا درکړي. دوی ښايي دا کار هغه مهال وکړي چې د چا د واده يا اسنادو په اړه شک ولري. د جرمني ديپلوماتيک سفارتونه او کنسولګرۍ به په دې صورت کې ستاسې خپلوانو ته د راتګ لپاره ويزه ورنه کړي. که داسې وشي؛ تاسې دوې ټاکنې لرئ:

  •  تاسې کولای شئ د دې پرېکړ په اړه په يوه مياشت کې د ننه اعتراض وکړئ. د دې کار لپاره بايد ستاسې د کورنۍ غړي د جرمني اړوند سفارت ته يو شکايت‌ليک ولېږي. په دې ليک کې بايد روښانه شوې وي چې ستاسې د غوښتنې ردېدل عادلانه نه دي. د دې ليک له ترلاسه کولو وروسته به ستاسې غوښتنه بيا وارزول شي. له دې وروسته به بيا ويزا يا يو ځل بيا د رد ځواب ورکړل شي. له دې ځواب سره به يو ليک (Remonstrationsbescheid) هم درکړل شي‌چې د رد دلايل به په جزياتو پکې ذکر شوي وي. ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي د دې پرېکړې پر وړاندې د څلورو اونيو په موده کې دعوا وکړي. دا کار د برلين اداري محکمې ته د عريضې په وړاندې کولو کولای شئ او د ترسره کولو لپاره يې وکيل ته اړتيا ده.
 
  • ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي په مخامخ ډول د څلورو اونيو په موده کې د برلين په ادراي محکمه کې خپل اعتراض ثبت کړي. په دې اړه د زياتو مالوماتو لپاره له يوه وکيل سره مشوره وکړئ. 

د کورنۍ د غړو په اړه له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د کورنۍ د غړو د راوستلو په اړه د جرمني قوانين ډېر پېچلي او سخت دي. له همدې کبله بايد له يوه وکيل څخه مرسته وغواړئ. د پناغوښتنې مسلکي وکيلان د حقوقي سلاکارانو د کنفرانس پر وېبسایټ موندلای شئ. د PRO ASYL بنسټ هم د کډوالو او پناغوښتونکو لپاره حقوقي مشورې وړاندې کوي. که د وکيل د ګمارلو وس نه لرئ؛ کولای شئ په خپل ايالت کې د مهاجرو له شورا څخه د PRO ASYL  د مالي - حقوقي مرستې غوښتنه وکړئ.

جرمني ته د کورنۍ د غړو له راتګ وروسته څه کيږي؟

په لومړي سر کې بايد د خپلې کورنۍ ټول غړي د ښار په اداره (Bürgeramt / Einwohnermeldeamt registrieren) او بيا د بهرنيانو چارو (Ausländerbehörde) يا مهاجرت او کډوالۍ په فدرالي ادراو (BAMF) کې ثبت کړئ. دا چې د کورنۍ غړي مو په ويزا راغلي؛ د دايمي استوګنې د اجازې لپاره دوې لارې لري:

  • د کورنۍ غړي مو د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) ته ځي او هلته د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو د ويزې غوښتنه کوي (§§27-36 AufenthG). دا چې دې ادارې د ويزې ترلاسه کولو لپاره ټول سندونه له وړاندې کتلي دي؛ پروسه چټکه پر مخ ځي. تاسې کولای شئ د کورنۍ د غړو له رارسېدو وړاندې د هغوی لپاره وخت ونيسئ.
  • د کورنۍ غړي مو د مهاجرت او کډوالۍ په فدرالي کې د کورنۍ پنا غوښتنه کوي (§26 AsylG). د دې ډول پنا غوښتلو مانا دا ده چې دوی کټ مټ هماغه حقونه او د استوګنې اجازه ترلاسه کوي؛ کومه چې تاسې لرئ.

دا چې ستاسې د کورنۍ د غړو لپاره کومه ټاکنه غوره ده؛ په هره قضيه کې له بلې سره توپير لري. د دې ډولونو د ګټو او زيانونو د پرتله کولو لپاره زموږ بل مالوماتي څپرکی (د کورنۍ پناغوښتنه) وګورئ.

نور کوم ګامونه بايد واخستل شي:

  • د کورنۍ غړي مو بايد له روغتيايي بيمې سره ثبت کړئ.
  • که تاسې دولتي مرسته ترلاسه کوئ؛ د کورنۍ غړي مو هم بايد له جاب‌سنټر يا سوسيال سره ثبت کړئ.
  • که د ښوونځي د عمر واړه ماشومان لرئ؛ بايد په يوه ښوونځي کې يې ثبت کړئ.

 د ثبتولو په اړه زيات مالومات د ښوونځي په څپرکې کوګورئ.

که چا د خپلې کورنۍ غړي ورک کړي وي؛ بايد څه وکړي؟

که جرمني ته د راتګ پرمهال مو د کورنۍ غړي ورک شوي وي؛ کولای شئ په لاندې وېبسایټونو کې يې په اړه پلټنه وکړئ:

  • د جرمني سره صليب (drk.de) د لټون خدمتونه په جرمني او ټوله نړۍ کې د کورنيو غړي پيدا او سره يو ځای کوي.
  • په انلاين توګه پر (REFUNITE) وېبسايټ هم کولای شئ خپل ورک شوي خپلوان وپلټئ. د ثبت لپاره يوازې ستاسې د ټليفون شمېرې ته اړتيا ده.
  • د (familylinks.icrc.org) وېبسايت په مرسته کولای شئ یوازې له یوه انځور سره پلټنه پیل کړئ. که د کورنۍ کوم غړی وپېژنئ؛ دوی يې په مخامخ توګه له تاسې سره په اړيکه کولای شي.