څوک د څه شي مسؤول دی؟

  • د آلمان د استوګنې هر مرکز د کور مقررات (Hausordnung) لري‌ چې د کمپ په ټولو اوسېدونکو پلي کيږي. په دې قوانينو کې د مېلمنو د راتلو يا د آرامۍ وختونه په نښه شوي دي. د دې مرکزونو مشران مسؤول دي چې د دې مقرراتو د پلي‌کېدو څارنه وکړي.
  • امنيتي مامورين د اوسېدونکو د خونديتوب او نظم ساتلو مسؤول دي. ځکه خو دوی د ملاقات کوونکو د پېژندنې کارت ګوري. په دې ډول مرکزونو کې بايد لږ تر لږه يوه ښځينه امنيتي ماموره تل موجوده وي.
  • ټولنيز کارکوونکي په کمپ کې د ټولنيزو ستونزو د څار مسؤولين دي. که له ګواښ سره مخ ياست يا پوښتنه لرئ؛ له دې کارکوونکو سره په اړيکه کې شئ. دوی کولای شي له تاسې سره د ماشومانو د ساتنې مرکزونو، کورونو، ډاکټرانو يا مشورتي مرکزونو په موندلو کې مرسته وکړي.

پاملرنه: د کمپونو کارکوونکي د پناغوښتنې د پروسيجر په شان ستاسې د قانوني مسايلو مسؤوليت نه لري. دوی نه شي کولای ستاسې د پناغوښتنې په پروسيجر کې لاسوهنه وکړي او يا ستاسې لپاره د سوسيال مرسته کمه يا زياته کړي. همدا شان دوی اجازه نه لري چې مالومات بمف (BAMF) يا نورو ادارو ته ستاسې په اړه مالومات ورکړي.

د يوه اوسېدونکي په توګه کوم حقونه لرم؟

تاسې حق لرئ چې په خوندي فضا کې ژوند وکړئ. په ځانګړي ډول ښځې، نوي ځوانان او ماشومان بايد له ګواښونو او تاوتريخوالي لرې وساتل شي. د کمپونو مسؤولين بايد ډاډه شي چې ټول اوسېدونکي د خونديتوب احساس کوي، شخصي حريم لري او پوهيږي چې له کومه ځايه مرسته ترلاسه کړي. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د کورنيو يا فاميلي چارو وزارت د (پلان نړيوال جرمنی بنسټ) په شان نورو بنسټونو او يونيسیف سره په ګډه يو پروګرام جوړ کړ ځو د مهاجرو په کمپونو او د استوګنې په نورو مرکزونو کې د ماشومانو، ښځو او نويو ځوانانو د خونديتوب لپاره لومړني معيارونه پلي کړي.  د دې معيارونو پر بنسټ پورته ياد شوي کسان له تاوتريخوالي ساتل کيږي؛ روغتيايي او رواني-ټولنيزې پاملرنې ته يې لاسرسی تضمينيږي. د دې تر څنګ په هر مرکز کې بايد يوه داسې خونه وي چې ماشومان يو له بل سره لوبې پکې او زدکړې پکې وکړای شي.

د استوګنې په دې کمپونو کې ځينې نور مقررات هم پلي‌کيږي. په عمومي ډول چا ته د دوی په خوښه د اوسېدو کوټه نه ورکول کيږي او يوازې کسان نه شي کولای ووايي چې څوک بايد په کوټه کې ورسره واچول شي يا وایستل شي. که د خپل کوټې له ملګري سره ستونزه لرئ؛ ټولنيز کارکوونکي يا د کمپ مشر خبر کړئ. نور عمومي قوانين په لاندې ډول دي:

  • جوړه کسان يا د يوې کورنۍ غړي په يوه کوټه يا کور کې د ګډ اوسېدو حق لري.
  • ښځو ته له نورو ښځو سره ګډې کوټې ورکول کيږي.
  • د کوټې د دروازې، کولپ او کيليانو درلودل ستاسې حق دی. که خونه مو له بل چا سره شريکه وي؛ د کولپېدونکې المارۍ درلودلو حق لرئ.
  • د کمپ اداري مامورين حق نه لري چې ستاسې له اجازې پرته ستاسې کوټې ته د ننه شي.
  • له مخکينۍ خبرتيا پرته يا ستاسې په نه شتون کې د کوټې د کنټرول اجازه نشته.
  • تاسې د ورځې له خوا د ملاقات کوونکو د راوستلو او کتلو حق لرئ.
  • تاسې ته بايد هره اونۍ يو تازه ځان‌پاک درکړل شي او هرې دوې اونۍ وروسته مو بايد د توشکې پوښ بدل او ومينځل شي.
  • که غواړئ شپه بل ځای تېره کړئ؛ بايد د کمپ مسؤولين خبر کړئ. که تاسې له دريو شپو زيات بل ځای پاته شئ؛ د کمپ مسؤولين ښايي ستاسې ځای بل جا ته ورکړي خو شخصي شيان به مو وساتل شي.
  • تاسې د پاکو، د نر او ښځو بېلو تشنابونو او شاورونو درلودلو حق لرئ.
  • تاسې د سالمو، بېلابېلو او کافي خوړو درلودلو حق لرئ. دا خواړه بايد د خوګ غوښه ونه لري.
  • د کمپ مسؤولين بايد تاسې ته ستاسې د پوستونو او ليکونو راتللو په اړه په ورځني ډول خبر درکړي.

که زما په حقونو تېری وشي؛ څه کولای شم؟

ځينې کمپونه شته چې دا مقررات تر پښو لاندې کوي. په کمپونو کې د حالاتو د ښه‌والي لپاره تل هڅه شوې خو لا هم نيمګړتياوې شته. که تاسې هم ستونزې لرئ او حقونه مو تر پښو لاندې شوي وي؛ د خپل ايالت د مهاجرو په شورا  (Flüchtlingsrat)کې له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. دلته هم د مشورتي مرکزونو لست موندلای شئ.

که له تاسې سره زورزياتی يا تعصب شوی وي؛ ګواښل شوي ياست او يا په کمپ کې له جنسي يا فزيکي تاوتريخوالي سره مخ شوي ياست؛ هيله ده له ټولنيزو کارکوونکو يا د کمپ له مشر سره مخامخ اړيکه ونيسئ. که دوی مرسته نه شي کولای يا ستونزه جوړوونکي دوی په خپله وي؛ له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. د تبعيض ضد ادارې پر وېبسایټ کولای شئ په خپل شاوخوا کې مشورتي مرکزونه ومومئ. مېرمنې کولای شي دا www.frauen-gegen-gewalt.de او   frauenhauskoordinierung.de وېبسایټ وګوري څو په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه مشوره ترلاسه کړي. دوی همدا شان کولای شي د ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ مرستندويې شمېرې ته هم زنګ ووهي. دا شمېره شپه او ورځ په ګڼو ژبو ځواب ورکوي.