ولې باید د ګوتو نښې ورکړم؟

ټول هغه کسان چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته راځي؛ بايد د ګوتو نښې ورکړي. دا کار د دوبلين (Dublin-III-Verordnung) د مقرراتو د پلي کولو لپاره اړين دی. د دې مقرراتو له مخې هر هغه اروپايي هېواد چې تاسې لومړی د ګوتو نښې پکې ورکړي وي؛ ستاسې د پناغوښتنې د پروسې مسؤول دی. که بل اروپايي هېواد ستاسې د ګوتو نښې اخيستې وي؛ جرمنی ښايي تاسې بېرته همالته وليږي. د اصولو له مخې تاسې بايد په هماغه هېواد کې د پنا غوښتنه وکړئ.

 د ګوتو ټولې نښې د بهرنيانو د ثبت په مرکز (Ausländerzentralregister) کې ساتل کيږي. دا ادراه په جرمني کې د ټولو بهرنيانو د ګوتو نښې ساتي او د بمف له لوري اداره کيږي. که څوک په قصدي ډول د خپلو ګوتو سرونه وسولوي؛ ښايي د پناغوښتنې پروسه يې لغوه شي. که په بل اروپايي هېواد کې مو د ګوتو نښې ورکړې وي او نه غواړئ له جرمني څخه بېرته هلته ولاړ شئ؛ له يوه وکيل يا مشورتي دفتر سره اړيکه ونيسئ. دا وکيلان او دفترونه پر (proasyl.de) وېبسایټ موندلای شئ. ځينې وخت د پاته کېدلو لپاره لارې چارې موندل کېدای شي. همدا شان کولای شئ د پروازول بنسټ له دايمي شمېرې (۰۶۹۲۴۲۳۱۴۲۰) سره هم اړيکه ونيسئ. دا اداره په انګليسي او جرمني ژبو له تاسې سره مرسته کوي او ښايي په شاوخوا کې د وکیلانو په اړه مالومات درکړي.