زه د کډوالو لپاره د سفر پاسپورت (شين پاسپورت) لرم

د شنه پاسپورت لرونکو لپاره ټول اړين مالومات زموږ په بل څپرکي (شين پاسپورت) کې لوستلای شئ.

زه د بې‌وطنه کسانو يا بهرنيانو لپاره پاسپورت (خړ پاسپورت) لرم

د اصولو له مخې د بې‌وطنه او بهرنيانو لپاره د سفر په سند يا (خړ پاسپورت) بهر ته سفر کولای شئ. البته ډېرو بهرنيو هېوادونو ته د سفر لپاره ويزې ته اړتيا ده. دا هم په ياد لرئ چې ټول هېوادونه دا پاسپورت په رسميت نه پېژني. دا چې هغه هېواد چې تاسې ورته سفر کول غواړئ؛ دا پاسپورت په رسميت پېژني او ويزه درکوي که نه؛ د هماغه هېواد له سفارت يا کنسولګرۍ وپوښتئ. د کډوالو لپارو د ملګرو ملتونو عالي کميسيون له لوري په خپره شوې پاڼه کې هغه هېوادونه موندلای شئ چې خړ پاسپورتونه په رسميت پېژني.

د ويزې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس ستاسې له اصلي هېواد، په جرمني کې ستاسې د ژوند له حالت او مليت په شان ځينو شرطونو سره اړه لري. دا چې چا ته ويزه ورکول کيږي او چا ته نه؛ مخکې له مخکې يې ویل سخت دي.

البته د شېنګن اړوند ټولو هېوادونو ته له ويزې پرته تګ ممکن دی. د دې هېوادونو لړ پر (auswaertiges-amt.de) وېبسایټ موندلای شئ.

البته په ياد مو وي چې دې هېوادونو ته له ويزې پرته سفر يوازې هغه وخت ممکن دی چې  په دې هېوادونو کې له درې مياشتو زيات پاته کېدل نه غواړئ او هلته د کار کولو اراده ونه لرئ.

يادونه: که څوک د فرعي خونديتوب او يا د ډيپورټ ملي‌بنديز له مخې د استوګنې په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري؛ خپل هېواد ته د تلو اجازه نه لري. که دا کار وکړي او د بهرنيانو چارو اداره خبره شي؛ ښايي په جرمني د استوګنې حق له لاسه ورکړي.

زه د خپل هېواد پاسپورت لرم

که څوک د فرعي خونديتوب او يا د ډيپورټ ملي‌بنديز له مخې په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري او د دې تر څنګ د خپل هېواد معتبر پاسپورت ولري؛ کولای شي بهر ته سفر وکړي او له بېرته د خپلې استوګنې د اجازې په وسیله جرمني ته راشي. دا چې کوم هېوادونه تاسې ته ويزه درکوي؛ ستاسې له اصلي هېواد سره تړلې ده.

يادونه: که څوک د فرعي خونديتوب او يا د ډيپورټ ملي‌بنديز له مخې د استوګنې په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري؛ خپل هېواد ته د تلو اجازه نه لري. که دا کار وکړي او د بهرنيانو چارو اداره خبره شي؛ ښايي په جرمني د استوګنې حق له لاسه ورکړي.

که څوک لنډمهالی اوسوايس (Aufenthaltsgestattung) يا‌ ډولډونګ ولري؛ څه کولای شي؟

که د چا د پناغوښتنې پروسه لا هم روانه وي او يا د زغمل شوې استوګنې اجازه (ډولډونګ) ولري؛ نه شي کولای له جرمني بهر بل هېواد ته سفر وکړي. که څوک دا کار وکړي؛ په جرمني کې د اوسېدو لنډمهالې اجازه يا ډولډونګ له لاسه ورکوي او بيا حق نه لري چې جرمني ته راشي.

يادونه: هغه زده‌کوونکي چې د ښوونځيو له لوري بهر ته وړل کيږي؛ مستثنا دي او کولای شي د بهرنيانو چارو له ادارې د سفر اجازه ترلاسه کړي. د دې کار لپاره هر څومره ژر چې کولای شئ؛ له خپلې اړوند اوسلډربېهوردې څخه اجازه وغواړئ. ستاسې اړوند اوسلندربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.