زما له رارسېدو وروسته څه پېښېږي؟

بې‌سرپرسته ماشومان جرمني ته له رارسېدو وروسته د ځوانانو سيمه‌ييزې ادارې ته سپارل کيږي. د ځوانانو اداره دوی يوه کمپ ته وړي او سرپرستي يې پر غاړه اخلي. په لومړی سر کې دوی د روښانتيا په نوم له پروسې تېريږي. که څوک له ځان سره تذکره يا د پېژندنې نور سندونه ونه لري؛ عمر به يې د عمر د اندازه کولو د درجه‌بندۍ له مخې وټاکل شي. دا کار ښايي د طبي ازموينو په وسیله وشي. که ارزوونکو ته ستاسې عمر ۱۸ کاله يا زيات ښکاره شي نو له هغه ځايه به مو د لويانو لومړني کمپ ته وليږي. له بل پلوه که سندونه وښيي چې عمر مو کم دی؛ لومړی به وکتل شي چې په جرمني يا اروپا کې خپلوان لرئ او که نه او غواړئ له هغوی سره واوسئ يا نه. که داسې نه وي نو تاسې به د ځوانانو چارو اړونده ادارې ته وسپارل شئ. دا اداره ښايي په هغه ښار کې وي چې تاسې ورته راغلي ياست او يا ښايي د جرمني په کوم بل ښار کې وي. د دې ادارې مامورين به ستاسې لپاره د سرپنا غم وخوري. دا سرپنا ښايي له يوې پالندويې کورنۍ سره وي او يا هم ښايي د ځوانانو او ماشومانو د ساتنې کوم مرکز وي. دا مامورين به همدا شان ستاسې د ښوونځي؛ اوسبیلډونګ او ژوند د حالت په شان اړتياوو په اړه هم اړين ګامونه واخلي او ستاسې لپاره به د يوه سرپرست پلټنه وکړي. سرپرست ستاسې قانوني استازی او پالونکی دی. د سرپرست درلودلو ته ځکه اړتيا ده چې تاسې په جرمني کې د کم‌عمره کس په توګه د ډېرو چارو ترسره کولو واک نه لرئ. سرپرست ښايي د ځوانانو چارو ادارې کوم کارکوونکی او يا هم کوم رضاکار کس وي. دا کس به تر هغه وخته ستاسې سرپرستي وکړي څو ستاسې د هېواد له قانون سره سم قانوني سن ته ورسېږئ.

يادونه: که د عمر په اړه مو غلطي شوي وي او ناسم اټکل شوی وي؛ له خپل سرپرست يا په کمپ کې له ټولنيز کارکوونکي سره اړيکه ونيسئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. ستاسې اصلي عمر مهم دی او که زيات اټکل شي نو ښايي روزنه او پالنه مو ونه شي. د پروازول پر وېبسایټ د ځان لپاره يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

آيا زه د پنا غوښتنه کولای شم؟

تاسې د کم‌عمره کس په توګه په خپله د پنا غوښتنه نه شئ کولای خو ستاسې سرپرست کولای شي ستاسې لپاره په ليکل شوې بڼه د پناغوښتنه وکړي. د پناغوښتنه په نږدې سيمه کې د بمف په يوه اداره کې کېدای شي. دا چې تاسې څه وخت او څنګه د پنا غوښتنه کولای شئ؛ يو وکيل يا د مشورتي مرکزونو مامورين درته ویلای شي. هغه کسان چې د پنا غوښتنه نه شي کولای؛ د اصولو له مخې ډولډونګ يا د زغمل شوې استوګنې سند ترلاسه کوي او له ډيپورټه ژغورل کيږي ځکه په وطن کې يې څوک نشته چې ورولېږل شي. . د پروازول پر وېبسایټ د ځان لپاره يو مشورتي مرکز موندلای شئ. همدا شان د ځوانو مهاجرو پر وېبسایټ هم د مشورتي مرکزونو لړ موندلای شئ.

ښايي له جرمني وايستل شم؟

که عمر مو له ۱۸ کلو ټيټ وي او یوازې جرمني ته راغلي وئ؛ د اصولو له مخې نه ايستل کېږئ. یوازې هغه وخت دا کار ممکن دی چې که ستاسې له والدينو يو يا بل داسې څوک چې د والدينو حقوقي صلاحيت ولري او يا کوم وړ پالندوی بنسټ په رسمي ډول ستاسې د پالنې ضمانت وکړي. دا کار د استوګنې د قانون د ۵۸مه مادې له مخې کيږي. د دوبلين د قانون له مخې د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته بېرته د کډوالو لېږل په کم‌عمره کسانو د پلي کېدو وړ نه دي. که په بل هېواد کې مو د ګوتو نښې هم اخستل شوي وي؛ بېرته نه وراستول کېږئ.

کولای شم په جرمني کې ښوونځي ته ولاړ شم؟

په جرمني کې ټول ماشومان له شپږ يا اووه کلنۍ وروسته ښوونځي ته په تلو مکلف دي. د کډوالو ماشومانو يا کم‌عمره بې‌سرپرسته کسان هم بايد جرمني ته له رارسېدو وروسته په يوه ټاکلې موده کې ښوونځي ته ولاړ شي. د ښوونځيو ډولونه او نورې ځانګړنې په هر ایالت کې له بل سره توپير لري. په جرمني ټول اوسېدونکي ماشومان لږ تر لږه نهه کاله ښوونځي ته ځي. د ښوونځيو په اړه نور مالومات د ښوونځيو په څپرکي کې لوستلای شئ.

څنګه کولای شم خپله کورنۍ ومومم؟

که د خپل مور او پلار يا د کورنۍ د نورو غړو په لټه کې ياست؛ کولای شئ له لاندې مرستندويو ادارو سره اړيکه ونيسئ:

·       د جرمني سره صليب د لټون خدمتونه په جرمني او ټوله نړۍ کې د کورنيو غړي پيدا او سره يو ځای کوي.

·       په انلاين توګه پر (REFUNITE) وېبسايټ هم کولای شئ خپل ورک شوي خپلوان وپلټئ. د ثبت لپاره يوازې ستاسې د ټليفون شمېرې ته اړتيا ده.

·       د (Trace the Face) وېبسايت په مرسته کولای شئ یوازې له یوه انځور سره پلټنه پیل کړئ. که د کورنۍ کوم غړی وپېژنئ؛ دوی يې په مخامخ توګه له تاسې سره په اړيکه کولای شي.

کولای شم د کورنۍ غړي جرمني ته راولم؟

په جرمني کې په برياليتوب د پناغوښتنې د‌ پروسې له پای ته رسېدو وروسته د خپل مور، پلار او ځينې وخت د وړو خويندو او وروڼو د راوستلو حق لرئ. په دې اړه زيات مالومات د کورنۍ د غړو راوستل په څپرکي کې لوستلای شئ. همدا شان پر (familienlebenfueralle.net) وېبسایټ هم په دې اړه په جرمني او ځينو نورو ژبو ډېر مالومات موندلای شئ.

يادونه: د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره غوښتنه په خپله نه شئ وړاندې کولای. دا کار بايد د خپل سرپرست په مرسته ترسره کړئ.

کله چې ۱۸ کلن شم څه پیښيږي؟

که اتلس کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مو د پنا غوښتنه نه وي کړې او د کم‌عمره بې‌سرپرسته کس په توګه ډولډونګ لرئ؛ له اتلس کېدو وروسته له ډيپورټه د خونديتوب حق له لاسه ورکوئ. د دې مانا دا ده چې له ۱۸ کلنۍ وروسته مو له جرمني نه ايستل کېدل شوني دي. په داسې حالاتو کې تر ټولو غوره لار له اتلس کلنۍ وړاندې له قانوني وکيل يا مشورتي مرکزونو څخه مرسته اخستل دي. د پروازول پر وېبسایټ د ځان لپاره يو مشورتي مرکز موندلای شئ. همدا شان کولای شئ له اړونده کسانو سره د کډوالو شورا يا د ځوانو مهاجرينو خدمتونو ادارې له لارې اړيکه ونيسئ.

له اتلس کلنۍ وروسته سرپرست يا د ځوانانو د هوساينې اداره ستاسې مسؤوليت نه لري؛ ځکه تاسې خپله کولای شئ قانوني تصميمونه ونيسئ. همدا شان بايد د کم‌عمره ماشومانو کمپ پرېږدئ او ښايي د زدکړو او روغتيا په برخه کې له لږ يا هېڅ مرسته تر لاسه کړئ.

په ځانګړو حالاتو کې تاسې کولای شئ د دې وخت د دوام غوښتنه وکړئ. که غوښتنه مو ومنل شي؛ تر ۲۱کلنۍ پورې د ځوانانو د هوساينې ادارې ملاتړ تر لاسه کولای شئ. دا کار یوازې په هغه وخت کېدای شي چې تاسې ثابته کړئ چې په رښتيا ملاتړ ته اړتيا لرئ. د دې ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره بايد له اتلس کلن‍ۍ وړاندې له خپل سرپرست سره په ګده غوښتنه وړاندې کړئ.