د پلارولۍ په رسميت پېژندل څه ته وايي؟

 

که د ماشوم مور او پلار رسمي واده نه وي سره کړی؛ پلار کولای شئ په رسمي ډول ځان د ماشوم د پلار په توګه ثبت کړي. پلار يوازې هغه وخت د ماشوم مسؤول ګڼل کيږي چې د پلارولۍ رسمي سند ولري. همدا شان د دې سند له ترلاسه کولو وروسته ماشوم کولای شي د پلار په شان تابعيت خپل کړي. د پلارولۍ د سند ترلاسه کولو لپاره بايد د ماشوم مور او پلار دواړه په خ‍پل سيمه کې د ماشومانو ادارې يا (Jugendamt) ته ورشي. د خپلې سيمې تر ټولو نږدې يوګندامت پر (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ. د پلارولۍ د سند ترلاسه کول وړيا دي. مور بايد پر دې مهال له ځان سره موټاپاس، اوسوایس او د زېږېدنې سند يا تذکره ولري. پلار هم بايد له ځان سره اوسوایس او د زېږېدنې سند يا تذکره ولري. البته دا تذکره يا له بهره د زېږون راوړل شوي سندونه بايد په رسمي ډول ترجمه شوي وي. که د ماشوم له زېږېدو وروسته د پلارولۍ سند ترلاسه کول غواړئ؛ بايد له ځان سره د ماشوم د زېږېدو سند هم يوسئ. که ياد شوي سندونه له ځان سره ونه لرئ؛ د اصولو له مخې د پلارولۍ سند ترلاسه کول ناشوني دي. په داسې حالتونو کې له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره مشوره وکړئ.  په خپل شاوخوا کې د يوې مشورتي ادارې موندلو لپاره (proasyl.de) او د وکيل موندلو لپاره (rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټونو ته ورشئ.

يادونه: د ماشومان اداره يا يوګندامت ښايي د پلارولۍ د سند (Vaterschaftsanerkennung) ترلاسه کولو لپاره ستاسې غوښتنه د بهرنيانو چارو ادارې يا اوسلنډربېهورده ته وليږي. البته دا کار هغه وخت کيږي چې که د اړونده ادارې مامورين فکر وکړي چې تاسې د پلارولۍ سند يوازې د قبولۍ ترلاسه کولو لپاره غواړئ. د بهرنيانو چارو اداره به ستاسې کېس وڅېړي خو دا کار يوازې هغه وخت کولای شي چې د ماشوم پلار د هغه اصلي پلار (بيولوژيکي) پلار نه وي. په دې حالت کې ښه ده چې له يوه وکيل يا مشورتي ادارې څخه سلا واخستل شي.