د جرمني تابعيت ترلاسه کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره کړم؟

د جرمني د تابعيت وړ کېدلو (Anspruchseinbürgerung) لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-       بايد د استوګنې دايمي اجازه (Niederlassungserlaubnis) ولرئ او يا داسې قبولي او د استوګنې اجازه ولرئ چې وروسته يې په دايمي اجازه بدلولای شئ.

-       په جرمني کې له شاوخوا اتو کالو راهيسې په قانوني ډول ژوند کوئ (دا وخت له ايالتونو او د هر کس له حالت سره په تړاو تر اوو يا شپږو کالو هم راټيټېدلای شي).

-       له جاب‌سنټر او سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ او  ادعا يې هم نه لرئ.

-       لږ تر لږه د جرمني ژبې B1 يا په لوړه کچه خبرې کولای شئ.

-       د جرمني د تاريخ او حقونو په اړه مو د هېوادوال جوړېدو ازموينه (Einbürgerungstest) ورکړې ده او يا د جرمني د ښوونځيو د فراغت سند لرئ.

-       کوم جدي جرم مو نه وي کړی.

-       د تابعيت ورکولو ادارې ته مو (په ليکلې او شفاهي بڼه) د جرمني د اساسي قانون منلو اقرار کړی وي.

-       خپل پخوانی تابعيت مو له لاسه ورکړی وي او يا اوس ترې لاس په سر شئ (د افغانستان په ګډون د ځينو هېوادونو تابعيت ساتل کېدلای شي. په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.)

که دا ټول شرطونه پوره کړئ؛ د اصولو له مخې مو بايد غوښتنه ومنل شي. البته په استثنايي حالتونو کې ښايي د تابعيت غوښتنه د دې شرطونو له نه شپړېدو سره سره هم ومنل شي. د بېګې په ډول:

-       که څوک د اداري شرايطو له کبله يو ناڅاپه بېکاره شي.

-       يو څوک د ماشومانو د ساتنې يا زده‌کړو له کبله کار ونه کړای شي.

په داسې حالتونو کې د بېکارۍ ۲ پیسو يا د سوسيال له مرستې ترلاسه کولو سره سره تابعيت ترلاسه کولای شئ.

يادونه: په عمومي ډول د بېکارۍ ۱ (Arbeitslosengeld I)، د کور لپاره ترلاسه کېدونکې پیسې (Wohngeld)، بافوګ يا نورې ورته مرستې ترلاسه کول د تابعيت ترلاسه کولو خنډ نه جوړيږي.