که نارينه د کورني تاوتريخوالي قرباني شي؛ څه بايد وکړي؟

نارينه هم د کورني تاوتريخوالي قرباني کېدای شي. ستاسې د جنسي هويت په له پام کې نيولو پرته کولای شئ د (Opfervereins WEISSER RING) ادارې له کارکوونکو سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکو ته هره ورځ د سهار له ۷ بيا د شپې تر ۱۰ بجو په ۱۱۶۰۰۶ شمېره زنګ وهلای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده او هويت مو پټ ساتل کيږي. همدا شان کولای شئ په خپل شاوخوا کې له يو مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ.

په جرمني کې د کورني تاوتريخوالي قرباني نارينه‌وو لپاره هم د امن خونې (Männerhäuser) شته. د امن خونې هغه کورونه دي چې له تاوتريخوالي سره مخ کسان پنا پکې اخستلای شي. په دې ځايونو کې د ستونزو د حل تر پايه اوسېدای شئ. د دې خونو پتې پټې دي او هېڅوک مو نه شي موندلای. البته دا خونې هر ځای نشته او ځينې وخت خالي ځای نه پکې موندل کيږي خو د دوی کارکوونکي به يې هڅه وکړي چې په هر حال مو مرسته وکړي. د دې کورونو موندلو لپاره د (Opfer-Telefon) ادارې له کارکوونکو سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکو ته هره ورځ د سهار له ۷ بيا د شپې تر ۱۰ بجو په ۱۱۶۰۰۶ شمېره زنګ وهلای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده او هويت مو پټ ساتل کيږي.