د استوګنې د ايمي اجازې ترلاسه کولو لپاره چېرته غوښتنه وکړم؟

د دايمي استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره د بهرنيانو چارو خپلې اړونده ادارې (Ausländerbehörde) ته په ليکلې بڼه غوښتنه وړاندې کړئ. خپله اړوند اوسلنډربېهورده پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې کار لپاره اړوند غوښتنليک يا (Antrag auf Erteilung der Niederlassungserlaubnis) د بهرنيانو چارو د ادارې پر وېبسایټ موندلای شئ. دا غوښتنليک کښته، چاپ، ډک او لاسليک کړئ او له يوه پاسپورتي عکس او لاندې يادو شوو سندونو سره يې دې ادارې ته د پوست له لارې ولېږئ. ځينې ادارې د خپلو ادارو مخې ته هم د پوست بکسونه لري. کولای شئ هلته يې خپله هم واچوئ:

نور مل سندونه:

-       د اوسني پاسپورت کاپي.

-       د کار د قرارداد کاپي، د تېرو شپږو مياشتو د معاش د ترلاسه کولو سندونه او داسې يو سند چې وښيي تاسې به راتلونکې نورې شپږ مياشتې هم کار ولرئ. د کار د دوام دا سند بايد له ۱۴ ورځو ډېر زوړ نه وي. که څوک آزاد کار کوي: د ماليې د ارزونې يا تصفيې سند (Steuerbescheid) چې د مالي مشاور له لوري تيار شوی وي.

-       د روغتيايي بيمي د شرکت يو تاييدليک چې وښيي تاسې هلته بيمه شوي ياست.

-       د کور د کرايې د قرارداد يوه کاپي.

-       د جرمني ژبې د زده‌کړې د بري‌ليک يا سرټيفیکېټ يوه کاپي.

-       د جرمني د تقاعد د بيمي مالومات. 

-       که د ماشومانو پیسې (Kindergeld) يا میندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) يا نورې ورته مرستې ترلاسه کوئ؛ د هغو اړوند سندونه.

-       د اوسېدنې د ځای د ثبت سند.

له ځينو کسانو ښايي د لږ سندونو غوښتنه وشي. دا چې له تاسې کوم سندونه غوښتل کيږي، پر غوښتنليک يې کتلای شئ.

په ياد مو وي چې د استوګنې د دايمي ويزې ترلاسه کول لګښتونه هم لري. کله چې د بهرنيانو چارو اداره ستاسې غوښتنليک ترلاسه کړي؛ ستاسې سره د خپلې پرېکړې په اړه اړيکه ونيسي. که کوم سند مو کم يا ناسم وي؛ ښايي د سمولو يا بشپړولو غوښتنه يې وشي.

آيا داستوګنې دايمي اجازې د له لاسه ورکولو چانس شته؟

هو. په لاندې حالتونو کې د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو چانس شته:

-       که څوک د شپږ پرله‌پسې مياشتو لپاره له جرمني بهر پاته شي، د استوګنې قانو د ۵۱مې مادې له مخې د استوګنې اجازه له لاسه ورکوي. دا قانون د شنه پاسپورت درلودونکو لپاره نه دی.

-       که چا چارواکو ته د خپل ځان په اړه ناسم مالومات ورکړي وي، ښايي د استوګنې اجازه له لاسه ورکړي.

-       که څوک عامه خونديتوب ته ګواښ وګڼل شي، ښايي ډيپورټ شي او د استوګنې اجازه له لاسه ورکړي.

که څوک د خپلې استوګنې اجازې د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ وي، کولا شي له مشورتي ادارو يا وکيل سره خبرې وکړي. په داسې حالتونو کې د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه او د ځوانو مهاجرو خدمتونه مشوره درکولای شي.

چېرته مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

د اړتيا پر مهال د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه او د ځوانو مهاجرو خدمتونه مشوره درکولای شي. د ځوانو مهاجرو خدمتونه د هغو کسانو لپاره دي چې له ۲۷ کالونو کم عمر ولري. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده.

کولای شم د دايمي استوګنې له اجازې سره د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې کار او ژوند وکړم؟

نه. د دې لپاره چې د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې ژوند او کار وکړئ، بايد د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه (Daueraufenthalt-EU) ترلاسه کړئ. له دې اجازې سره د نورو هېوادونو د استوګنې اجازې ترلاسه کولو چانس شته. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د اروپايي تولنې د دايمي استوګنې اجازه) کې موندلای شئ.