په جرمني کې څو ډوله پوليس شته؟

د نورو ګڼو بنسټونو په شان، پوليس هم د فدرالي قوانينو له مخې اداره کيږي. په ټول جرمني کې د پوليسو ۱۶ ايالتي مرکزونه شته چې د فدرالي پوليسو او جنايي فدرالي پوليسو له مرکزي ادارو سره تړلي دي. همدا شان د جرمني د فدرالي وسله‌والو قواوو په چوکاټ کې د ګمرک پوليسو افسران او اجنټان هم شته. د جنايي پوليسو افسران دريشي نه اغوندي. نور ټول هغه پوليسان چې د خونديتوب مسؤوليت لري؛ د موټرو او درېشيانو لپاره شين يا اسماني رنګ کاروي. دا ځواکونه هره ورځ د ګزمې په حال کې وينئ او هر وخت مرسته ترې غوښتلای شئ.

څنګه کولای شو پوليسان وپېژنو؟

پوليسان د هغوی د شنو يا آسماني‌رنګه دريشيانو او موټرو له مخې پېژندلای شئ. له ۲۰۰۴ کال راهيسې هڅه کيږي چې په ټوله اروپا کې د پوليسو جامې او موټرونه يو ډول کړي. دا چې دا پروسه لا هم روانه ده؛ ښايي د مختلفو ايالتونو رنګونو ته په کتو په دواړه رنګه جامو کې پوليس ووينئ. ښايي د موټرسایکل چلوونکو، بايسکل چلوونکو يا آس ځغلوونکو پوليسو په ځان نور ځانګړې رنګه جامې هم ووينئ. حالت ته په کتو ښايي د قانون پلي کوونکي پوليس ژغورونکي واسکټونه، خولۍ، ډنډې يا بېلابېلې وسلې هم له ځان سره ولري.

پوليس څه دندې لري؟

پوليس د ترافيکي پېښو، غلاوو او نورو جرمونو د پلټنې مسؤوليت لري. د دې تر څنګ پوليس په‌ لومړنيو ښوونځيو کې له خطرونو او ټکرونو څخه د ژغورنې په موخه ماشومانو ته مالوماتي ترافيکي کورسونه برابروي. د پوليسو افسران همدا ډول د سپورتي غونډو او لاريونونو امنيت ساتي او د خونديتوب په اړه مشورې ورکوي. دوی همدا شان د کورني تاوتريخوالي، قاچاق او انټرنېټي جرمونو په اړه د پلټنې دنده هم پر غاړه لري. که تاسې د کورني تاوتريخوالي قرباني ياست؛ کولای شئ د پوليسو د مرستې شمېرې (۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶) ته ټليفون وکړئ. دا شمېره ۲۴ ساعته کار کوي او تاسې ته په اوولس ژبو لارښوونې او مالومات درکوي.

د ۱۶ ايالتو د جنايي پوليس ادارې او فدرالي جنايي پوليس (Bundeskriminalamt) په ملي کچه د جرمونو د مخنيوي دنده پر غاړه لري. دا ادارې ځينې وخت ښايي په بهر کې هم د جنايي جرمونو څېړنې وکړي خو دا کار يوازې د سترو او تنظيم شوو جرمونو پر مهال کيږي.

د ټولو دولتي ادارو او کارکوونکو ساتنه، د جنايي مجرمانو څارنه، د سرحدونو ساتنه او له نړيوال ترويزم سره مبارزه د فدرالي پوليسو دنده ده.  پر (multimedia.gsb.bund.de) د فدرالي پوليسو د ځانګړې ډلګۍ (GSG 9) د دندو په اړه په انګليسي ژبه يو مالوماتي فلم کتلای شئ.

د جرمني پوليس له استخباراتي ادارو سره ګډ کار نه کوي. د فدرالي استخباراتو اداره (Bundesnachrichtendienst) په جرمني کې د استخباراتي مسلو مسؤوليت لري. د جرمني پوليس همدا شان د سياسي مخالفينو د ګواښلو يا ځورولو اجازه نه لري. تاسې کولای شئ خپل نظر په‌ آزاد ډول بيان کړئ. د بيان آزادي د يوه اساسي حق په توګه د جرمني په اساسي قانون کې روښانه شوې ده.

په کومو حالاتو کې له پوليسو سره اړيکه ونيسم؟

په لاندې حالاتو کې بايد له پوليسو سره اړيکه ونيسئ:

  • جنايي جرم (بريد، لاره نيول، کور وهل کېدل، غلا، اورلګېدنه او داسې نور...)
  • د سياسي انګېزې لرونکي جرمونه (اور اچول، په ودانيو بريد، زورزياتی، په حقوقو تېری او داسې نور...)
  • ګواښ (کورني تاوتريخوالی، تښتونه، جنسي ځورونه يا ناوړه ګټه اخيستل، فزيکي ټپ او داسې نور...)

تاسې همدا شان کولای شئ په نورو غيرجنايي مواردو کې هم له پوليسو سره اړيکه ونيسئ. د بېلګې په ډول که کوم ګاونډی مو د آرامۍ او چوپتيا په ساعتونو کې په لوړ غږ شور او ځوږ جوړ کړي؛ تاسې کولای شئ په اړه يې پوليسو ته شکايت وکړئ.

د دې ډول ستونزو د پېښېدلو پر مهال بايد د ۱۱۰ بېړنۍ شمېرې ته زنګ ووهئ. پوليس به هر څومره زر تاسې ته ځان درورسوي. پوليس همدا ډول د امنيت په خونديتوب کې د عامو وګړو په ونډه، لېوالتيا او زړورتيا تکيه کوي. که چېرې کوم جرم وينئ او يا کوم څوک له خطر سره مخ وي؛ بايد پوليسو ته خبر ورکړئ. د بېلګې په ډول که په خپل شاوخوا کې د يوه بالغ ځوان له لوري سياسي يا مذهبي تندلاريتوب ووينئ؛ کولای شئ په اړه يې پوليسو ته خبر ورکړئ. په دې برخه کې همدا شان کولای شئ د مهاجرت او کډوالو د فدرالي ادارې اړوند له بنسټ‌پالنې سره د مبارزې د سلا مشورو له دفتر سره په ۰۹۱۱۹۴۳۴۳۴۳ شمېره اړيکه ونيسي. د دې دفتر کارکوونکي په څو بېلابېلو ژبو مشورې ورکوي. که تاسې د تبعيض، راست‌پلوه افراطيت، يهودي ضد يا له اسلام څخه د وېرې اړوند زورزياتي قرباني ياست؛ کولای شئ د مشورې دې دفترونو سره اړيکه ونيسئ.

د بېړنۍ اړيکې پر مهال پوليسو ته څه ووایم؟

په بېړني حالت کې له پوليسو سره د اړيکې پر مهال بايد دا مالومات له ځان سره ولرئ:

  • دا چې څوک خبرې کوي؟ (ستاسې نوم او پته)
  • څه پېښ شوي؟
  • چېرته پېښ شوي؟
  • څه وخت پېښ شوي؟

له دې وروسته نورو پوښتنو ته هم انتظار وکړئ او د پوليسو له سپارښتنې وړاندې ټليفون مه بندوئ. د ګواښ کچې ته په کتو به پوليس هر څومره زر د پېښې سيمې ته ځان درورسوي.

څنګه کولای شم د يوه مجرم خلاف شکايت ثبت کړم؟

تاسې کولای شئ د يوه جرم خلاف د‌ پوليسو په يوه دفتر يا په ځينو ايالتونو کې په انلاين ډول خپل شکايت ثبت کړئ. په سترو ښارونو کې ښايي د ډېرو بيروکراتيکو جنجالونو، زياتو شکايتونو، يا د کافي کارکوونکو نه شتون له کبله د شکايت د ارزونې پروسه زيات وخت ونيسي. له دې سره سره پوليس اړ دي چې په ټولو عريضو غور وکړي. که ډېر وخت وروسته هم د خپل شکايت په اړه ځواب تر لاسه نه کړئ؛ په دې مانا نه ده چې ستاسې عريضه په لاسي ډول له پامه غورځول شوې ده.

بې يونيفورمه پوليس او (جعلي پوليس)

پوليسان تل يونيفورم يا دريشي نه اغوندي. په ځانګړې توګه جنايي پوليس تل په شخصي جامو کې ګرځي او د څوک نه يې د پوليس په توګه نه شي پېژندلای. دوی ډېر وخت خپل هويت پټوي څو خلک ښه وڅارلای شي يا د نيولو حکم په آسانۍ پر ځای کړي. که کوم پوليس شخصي جامې ولري؛ په دې مانا نه ده چې له استخباراتو سره کار کوي. د فدرالي استخباراتو اداره (BND) په جرمني کې د استخباراتي موضوعاتو د څارلو مسؤوليت لري.

ځينې درغلګر هم شته چې ښايي ځان د پوليسو افسر معرفي کړي. که په چا د درواغو پوليس شک لرئ او ښايي خطر پېښ کړي؛ د پوليس بېړنۍ شمېرې ۱۱۰ ته زنګ ووهئ. که ګواښ نه وي خو تاسې د پوليسو د فدرالي افسر د خدمت په ثبوت (Dienstausweis) شک لرئ؛ کولای شئ د فدرالي پوليسو ادارې ته د هغه د هويت د مالوملو لپاره په ۰۸۰۰۶۸۸۸۰۰۰ شمېره زنګ ووهئ.

که يوه پوليس ته سپکاوی وکړئ؛ څه پېښيږي؟

افسرانو ته سپکاوی (Beamtenbeleidigung) اصطلاح مو ښايي اورېدلې وي خو دا کومه ځانګړې قانوني اصطلاح نه ده. د هرې سپکې خبرې او بدو ردو په اړه ځانګړې سزا نشته. د جزا قانون ۱۸۵مې مادې له مخې پوليسو ته سپکاوی د نورو عادي خلکو په شان دی او په دواړو حالاتو کې یو ډول چلند کيږي. د سپکاوي د جريمې مقدار د محکمې له هغې پرېکړې سره تړلی دی چې له دې پخوا يې د ورته سپکاوي په اړه کړې وي.

که پوليس له ما سره تبعيضي چلند وکړي؛ څه وکړم؟

د فدرالي پوليسو اداره په ځانګړي ډول دنده لري څو جرمني ته نورو خلکو د ناقانونه راتګ مخنيوی وکړي. له همدې کبله ښايي دا ځواکونه له کومې پېښې پرته په ټرېنونو، تم‌ځايونو او هوايي ډګرونو کې د پېژندنې کارتونه وګوري. که پوليس څوک د هغوی د پوست د رنګ يا د مهاجرت اړوند د نورو ځانګړنو له کبله وپلټي؛ دا کړنه د توکميز تعصب په کتار کې راځي. له دې سره سره د فدرالي پوليسو قانون د ۲۲مادې له مخې له فردي شک پرته هم پوليس د خلکو د پلټنې اجازه (verdachtsunabhängige Kontrollen) لري. ځکه نو تاسې بايد تل د پېژندنې کارت له ځان سره ولرئ. که د کومې پلټنې پر مهال له توکميز تبعيض يا ځورونې سره مخ کېږئ؛ کولای شئ د سلا مشورې له مرکزونو سره اړيکه ونيسئ.

 پوليس د ځينو کړنو تر سره کولو اجازه نه لري. د بېلګې په توګه که څوک په جنايي جرم تورن (§102  StPO) او يا تر شک لاندې (§103 StPO) نه وي؛ پوليس نه شي کولای د هغه يا د هغه د کور پلټنه وکړي.

که نارينه پوليس پلټنه کوي؛ ښځې حق لري چې د پلټنې لپاره د ښځينه‌ پوليس افسرانو غوښتنه وکړي. تاسې همدا شان کولای شئ هر وخت د موضوع په اړه چوپ پاته شئ او ووايي چې زه په دې اړه څه ويل نه لرم (Hierzu mache ich keine Angaben). تاسې همدا شان کولای شئ د پوليس د پېژندنې شمېره او د صلاحيت کارت وغواړئ مالومات يې له ځان سره وليکئ. څو د اړتيا پر مهال بيا وروسته کولای شئ د پوليسو له اړوند افسر څخه شکايت وکړئ. که تاسې د پوليسو له لوري ونيول شئ؛ حق لرئ چې يوه له يوه وکيل سره (د بېړنۍ شمېرې ۰۱۷۲۳۲۵۵۵۵۳ له لارې) اړيکه ونيسئ.

کولای شم د پوليسو افسر شم؟

د اصولو له مخې د پوليس د افسر په توګه د دندې اجرا کولو لپاره د جرمني تابعيت اړين دی ځکه پوليسان د دولتي کارکوونکو په ډلبندۍ کې راځي او د يوه عمومي اصل په توګه يوازې د جرمني تابعيت لرونکي کسان د دولتي مامورينو په توګه کار کولای شي (د اساسي قانون د ۱۱۶مې مادې له مخې)؛ خو ايالتي قوانين د دولتي مامورنيو د ګمارنې په اړه بل ځينې استثناوې په پام کې نيسي. په هر فدرالي ايالت د دولتي مامورينو په ګمارنه کې مختلف قوانين پلي کيږي چې له مخې يې کېدای شي د جرمني له تابعيت پرته هم د پوليسو له ليکو سره يوځای شئ. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره د Police Union او  www.polizeitest.de وېبسایټونه وګورئ.

دا چې د پوليسو په کومه برخه کې کار کول غواړئ؛ د زدکړو بېلابېلو سندونو ته اړتيا ده. د دې تر څنګ تاسې بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ؛ قد او قامت مو بايد په شرايطو برابر (په ځينو ايالتونو کې) وي او روغتيايي معيارونه پوره کړای شئ. کله چې دا ټول شرايط پوره کړئ؛ کولای شئ د وړتيا د ارزونې د پروسې لپاره د پوليسو په يوه ښوونځي (Polizeischule"  يا  "Polizeifachschule) کې نوم‌ليکنه وکړئ.

پر (komm-zur-bundespolizei.de) د فدرالي پويسيو د مسلکي پروفایلونو ځينې ويډيوګانې وګورئ.