مسيحي ديموکرات ګوند (CDU)

مسيحي دموکراتيک اتحاد (Christlich Demokratische Union Deutschlands) ګوند د جرمني‌ تر ټولو ستر سياسي ګوند دی او د ولسي ګوند (Volkspartei) په نامه هم پېژندل کيږي. د دې ګوند بنسټ په ۱۹۴۵ کال کې کېښودل شو. دا ګوند اوس مهال له CSU او SPD ګوندونو سره يوځای د فدرالي حکومت واګې په لاس کې لري او د جرمني لومړۍ وزيره (Kanzlerin) هم له همدې ګوند څخه ده.

د (CDU) ګوند د بازار اقتصاد پلوي دی او د دويزو مسيحي ارزښتونو ملاتړی دی.

د CDU ګوند رنګ تور دی.

ټولنيز مسيحي اتحاد (CSU)

ټولنيز مسيحي اتحاد (Christlich-Soziale Union) د CDU ګوند ملګری دی. دواړو ګوندونو ته په ګډه اتحاد يا (Union) وايي. د CSU ګوند يوازې په بايرن ايالت کې فعال دی خو د CDU ګوند بيا په نورو ۱۵ ايالتونو کې فعاليت لري.

ټولنيز مسيحي اتحاد ګوند (CSU) هم د CDU ګوند په شان سياسي موخې لري د هغه په پرتله زيات محافظه‌کار دی. همدا شان په دوديز ارزښتونو زيات ولاړ دی او په ځانګړې توګه د بايرن ايالت ګټې په پام کې نيسي.

د CSU ګوند رنګ شين يا اسماني دی.

SPD - ټولنيز ديموکرات ګوند

د جرمني ټولنيز ديموکرات ګوند (Sozialdemokratische Partei Deutschlands) د جرمني تر ټولو زوړو ګوند دی او بنسټ يې په ۱۹۰۰ کال کې اېښودل شوی دی. دا ګوند خلکو ګوند هم ګڼل کيږي او اوس مهال له CDU/CSU سره په ګډه فدرالي حکومت په واک کې لري.

ټولنيز عدالت او د ټولنيزې زېربنا ښه‌والی د د دې ګوند له شعارونو دي او له اتحاديو سره نږدې اړيکې لري.

د SPD ګوند رنګ سور دی.

زرغون ګوند (Bündnis 90 / Die Grünen)

د زرغون ګوند (Bündnis 90/Die Grüne) بنسټ په ۱۹۳۳ کال کې کېښودل شو. دا ګوند په ۱۹۸۰ کال کې په لويديځ جرمني کې رامنځته شوي زرغون ګوند او په ۱۹۹۱ کال کې په ختيځ جرمني کې رامنځته شوي (Bündnis 90) ګوند له يووالي جوړ شوی دی. زرغون ګوند د اتومي وسلو ضد، سولې او چاپېريال ساتنې خوځښتونو په شان د ټولنيزو خوځښتونو له منځه راټوکېدلی دی. همدا شان Bündnis 90 ګوند د پخواني ختيځ جرمني يا DDR د مدني حقونو له بېلابېلو خوځښتونو جوړ شوی دی.

زرغون ګوند تر ټولو وړاندې د چاپېريال او ټولنيزو موضوعاتو ملاتړی دی.

له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې دې ګوند د فدرالي حکومت واګې په لاس کې درلودې خو له هغه وروسته په فدرالي پارلمان يا بونډسټاګ کې د اپوزيسيون موقعيت لري.

د زرغون ګوند رنګ زرغون دی.

FDP - آزاد دموکرت ګوند

د ازاد ديموکرات ګوند (Freie Demokratische Partei) بنسټ په ۱۹۴۸ کال کې کېښودل شو. دا ګوند د نورو په پرتله کوچنی دی خو ډېر وخت له CDU/CSU سره په ګډه په فدرالي حکومت کې پاته شوی دی. په ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې له ماتې سره دې ګوند په خپل تاريخ کې تر ټولو ستر ټکان وليد او په لومړي ځل يې په پارلمان کې هېڅ څوکۍ ترلاسه نه کړه. له ۲۰۱۷ کال راهيسيې دا ګوند بيا د جرمني د پارلمان اپوزيسيون ګوند دی.

ازاد ديموکرات  ګوند د لېبرالو طرحو، د آزاد بازار اقتصاد او د ماليو د اسانه سيستم پلوي دی.

د دې ګوند رنګ زېړ دی.

کيڼ‌اړخه ګوند (Die Linke (Sol Parti))

د کيڼ‌اړخه ګوند (Die Linke) بنسټ په ۲۰۰۵ کې کېښودل شو. دا ګوند د پخواني ختيځ جرمني د SED ګوند (کوم چې د د سوسيال ديموکراتانو PDS په نوم يادېد) او د SPD ګوند د يوې څانګې د يووالي په‌ پايله کې رامنځته شو. دا يو کوچنی ګوند دی او په ختيځ جرمني په ايالتونو کې پلويان لري. په سيمه‌ييز، ايالتي او فدرالي سياست کې له ګډون سره سره کيڼ‌اړخه ګوند تر اوسه د کوم فدرالي ایتلافي حکومت غړی نه دی پاته شوی. دا ګوند له ۲۰۰۵ کال راهيسې د جرمني په پارلمان کې د اپوزيسيون ګوند په توګه پاته شوی دی.

کيڼ‌اړخه ګوند د ټولنيز عدالت او سولې پلوي دی.

د دې ګوند رنګ سور دی خو ډېر وخت له جيګړي يا ارغواني رنګ کاروي.

AfD - د جرمني لپاره بديل ګوند

د جرمني لپاره بديل (Alternative für Deutschland) ګوند د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د حکومتي ګوندونو پر وړاندې د اعتراض په توګه رامنځته شو. دا ګوند په ټولو ايالتي پارلمانونو کې حضور لري او په ۲۰۱۷ کال کې د جرمني په فدرالي پارلمان يا بوندسټاګ کې د تر ټولو ستر اپوزيسيون په توګه راڅرګند شو.

دا ګوند ښی‌لاسی پوپولست ګوند دی او د اروپايي ټولنې او مهاجرو ضد دی. دا ګوند ډېر وخت د خبرونو سرخط جوړوي؛ ځکه ډېر غړي يې افراطي څرګندونې کوي او ډېری يې د افراطي ښي‌اړخو ډلو غړي دي. اوس مهال د AfD د سياستونو له کبله دا ګوند د اساسي قانون د خونديتوب د فدرالي ادارې (Bundesverfassungsschutz) له لوري تر څارنه لاندې دی.  

د دې ګوند رنګ اسماني شين دی.