معلوليت څه ته وايي؟

معلوليت په جسمي، ذهني يا ...فعاليتونو کې هغو نيمګړتياوو ته ویل کيږي چې له شپږو مياشتو زيات دوام وکړي او اړوند کس يې له کبله د خپل عمر سره برابرې ورځنۍ چارې ترسره نه شي کړای. په معلوليت کې وازې جسمي يا ذهني نيمګړتياوې نه راځي بلکې د (روماتيزوم، سرطان يا Multiple Sklerose) په شان د مزمنو ناروغيو درلودونکي هم په معلولو کسانو کې راځي.

په جرمني‌کې د معلوليت بېلابېلې درجې (GdB) شته چې له ۲۰ تر ۱۰۰ پورې رسيږي. هر څومره چې دا درجه لوړه وي؛ معلوليت په هماغه کچه زيات دی او د دولت له لوري ډېره مرسته ورکول کيږي. دا درجه د ډاکټر له لوري ټاکل کيږي.

دولت له معلولو کسانو سره څه مرسته کوي؟

د جرمني دولت له معلولينو سره مرسته کوي څو هغه نيمګړتياوې يا ستونزې چې دوی په ورځني ژوند کې ورسره مخ دي؛ جبران کړای شي. دې مرستې ته د زيان جبران (Nachteilsausgleich) وايي.

د بېلګې په ډول معلول کسان کولای شي لاندې مرستې ترلاسه کړي:

  • ځانګړې طبي پاملرنه
  • د دندې موندلو او يا اوسنۍ دندې ساتلو لپاره مرسته
  • په کور کې مرسته
  • د ماشومانو په پالنه او روزنه کې مرسته
  • د بسونو او اورګاډو وړيا کارول
  • وختي تقاعد کېدل
  • لږ ماليه ورکول

البته هر معلول کس ته ټولې مرستې او امتيازونه نه ورکول کيږي. دا د هر چا له شخصي حالت او د معلوليت له درجې سره تړلې ده، چې څومره او څنګه مرسته ترلاسه کوي.

له دولت څخه د مرستې له ترلاسه کولو مخکې بايد د معلوليت سند (Schwerbehindertenausweis) ترلاسه کولو لپاره ځان ثبت کړئ. دا سند يوازې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې د معلوليت درجه يې ۵۰ او يا له هغه لوړه وي. د دې سند ترلاسه کولو لپاره بايد يوه فورمه ډکه کړئ او له نورو روغتيايي سندونو سره يوځای يې د معلولينو اړونده ادارې (Versorgungsamt) ته وروړئ. د خپلې سيمې د معلولانو اداره پر (integrationsaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د معلوليت درجه مو له ۵۰ ټيټه وي؛ بيا هم د عاجلو حالاتو لپاره مرسته ځانګړې مرستې ترلاسه کولای شئ. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره کولای شئ له يوې مشورتې ادارې څخه مشوره واخلئ. دا ادارې د (Migrationsberatungsstellen für Erwachsene) او (Jugendmigrationsdienst) پر وېبسایټونو موندلای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي. د معلولانو لپاره په جرمني ژبه مشورتي اداره پر (teilhabeberatung.de) وېبسايټ هم موندلای شئ. همدا شان د برلين (MINA) هم دې ډول کسانو ته مشوره ورکوي. د دې ادارې کارکوونکي هم په ګڼو ژبو خبرې کوي او هره دوه‌نۍ، څلورنۍ او جمعه د سهار له ۱۰ بجو بيا د ماسپښين تر ۳ بجو او پنځنۍ بيا د سهار له ۱۰ بيا د مازديګر تر ۵ بجو، په (۰۳۰۴۰۳۶۵۷۶۲۰) او (info@mina-berlin.de) برېښناليک ستاسې پوښتنو او اړيکو ته ځوابونه وايي.

يادونه: د معلوليت د سند، د استوګنې له سند څخه بېل دی او د ترلاسه کولو لپاره يې بايد بېله غوښتنه وشي. دا په دې مانا چې که د پنا غوښتنې پروسه مو روانه وي او يا ډولډونګ سند ولرئ؛ بيا هم د معلوليت سند ترلاسه کولای شئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

ګڼې مشورتي او مرستندويه ادارې له معلولو کسانو سره مرسته کوي. د بېلګې په توګه لويان کولای شي د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي دفتر سره اړيکه ونيسي. که د چا عمر له ۲۷ کالو کم وي؛ کولای شي د ځوانانو مهاجرو لپاره مشورتي دفتر سره اړيکه ونيسي. د دې دواړو دفترونو کارکوونکي په څو ژبو خبرې کولای شي. معلول کډوال همدا شان کولای شي د (069-242 31472) شمېرې له لارې د پروازول ادارې له کارکوونکو سره په انګليسي يا جرمني ژبه خبرې وکړي او يا ورته په (proasyl@proasyl.de) پته برېښناليک واستوي.

. د معلولانو لپاره په جرمني ژبه مشورتي اداره پر (teilhabeberatung.de) وېبسايټ هم موندلای شئ. همدا شان د برلين (MINA) هم دې ډول کسانو ته مشوره ورکوي. د دې ادارې کارکوونکي هم په ګڼو ژبو خبرې کوي او هره دوه‌نۍ، څلورنۍ او جمعه د سهار له ۱۰ بجو بيا د ماسپښين تر ۳ بجو او پنځنۍ بيا د سهار له ۱۰ بيا د مازديګر تر ۵ بجو، په (۰۳۰۴۰۳۶۵۷۶۲۰) او (info@mina-berlin.de) برېښناليک ستاسې پوښتنو او اړيکو ته ځوابونه وايي.

د دې تر څنګ تاسې کولای شئ د معلولو کسانو لپاره له پېنځو سازمانونو سره اړيکه ونيسئ. په دې بنسټونو کې د معلولينو اړوند د ورځني ژوند، قانون، کار، روغتيايي بيمي او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه ډېر مالومات او لارښوونې ترلاسه کولای شئ:

  1. د نابينا او کمزوري‌ نظر لرونکو کسانو فدرالي سازمان (Deutscher Blinden – und Sehbehindertenverband, DBSV)
  2. د فزيکي او ګڼو معلوليتونو لرونکو کسانو فدرالي سازمان (Bundesverband für Körper und Mehrfachbehinderte, BVKM)
  3. د معلولو کسانو فدرالي سازمان (Bundesverband Selbsthilfe Körperbehinderter e. V., BSK)
  4. د جرمني د کڼو او نااورېدونکو کسانو سازمان (Deutscher Gehörlosenbund)
  5. د ذهني معلولينو لپاره د دايمې مرستې فدرالي سازمان (Bundesvereinigung Lebenshilfe für Menschen mit)

معلولو ماشومانو ته له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

ستاسې د سيمې اړوند د ماشومانو اداره (Jugendamt) د معلولو ماشومانو مسؤوليت لري. په دې ادارو کې مشورې او مرسته ترلاسه کولای شئ. پر (www.jugendaemter.com ) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يو يوګندامت موندلای شئ. پر (www.familienratgeber.de) او (www.kindergesundheit-info.de) وېبسایټونو د خپلو حقونو او شته فرصتونو په اړه بشپړ مالومات هم موندلای شئ. پر (www.bvkm.de) وېبسایټ د معلولو ماشومانو لپاره د مرستې موندلو لپاره يولارښود موندلای شئ.همدا شان پر (www.patiententelefon.de) د لېنکونو او د معلولو ماشومانو د ميندو او پلرونو د ټليفون د شمېرو لړ موندلای شئ.

د جرمني په عامه ښوونځيو کې د معلولو ماشومانو له ګډونه ملاتړ کيږي. د دې تر څنګ د معلولو ماشومانو لپاره ځينې ځانګړي ښوونځي هم شته چې د ماشومانو له اړتياوو سره برابر شوي دي. په دې اړه په تر ټولو نږدې يوګندامت او  او يا يوه مشورتي اداره ((Jugendmigrationsdienst)) کې مرسته او مشوره ترلاسه کولای شئ.

څوک د معلولينو د تمځای يا پارکېنګ او تشنابونو کارولو اجازه لري؟

یوازې هغه کسان د معلولو کسانو لپاره په ځانګړو ځايونو  (Behindertenparkplatz) کې موټر درولای شي چې د شديدې معلولتيا کارت (Schwerbehindertenausweis) يا د معلولو کسانو د پارک کولو کارت (Behindertenparkausweis) ولري. د معلولو کسانو د پارک کارت یوازې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې غيرمعمول معلوليت (Merkzeichen: aG) ولري او يا ړانده (Merkzeichen: "Bl) وي. په ځينې ايالتونو کې د (G) او (B) نښې لرونکو معلولانو ته هم د معلولو کسانو د پارک کارت ورکول کيږي. هغه معلول کسان چې دا ډول کارت ونه لري، حق نه لري چې د معلولانو په ځانګړو ځايونو کې موټر يا بله وسيله پارک کړي.

مهم: په داسې ځايونو کې د پارک کولو لپاره دا اړينه نه ده چې تاسې دې خپله موټر وچلوئ. تاسې کولای شئ د خپل معلول ماشوم يا کورنۍ د بل غړي لپاره هم دا ډول کارت ترلاسه کړئ. که اړوند کس درسره وي، کولای شئ د معلولانو په ځانګړي ځای کې موټر ودروئ.

دا چې له کومه ځايه د معلولانو لپاره د پارک کارت ترلاسه کولای شئ، له يوه ښاره تر بله توپير کوي. کولای شئ په دې اړه د خپلې ښاروالۍ له ادارې (Stadtverwaltung) يا سيمه‌ييزې ټولنې (Gemeinde) له ادارو پوښتنه وکړئ. همدا شان پر (Migrationsberatung) او (Jugendmigrationsdienst) وېبسایټونو هم په دې اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.

مهم: که څوک د معلولانو له کارت پرته، هغوی ته په ځانګړو شوو ځايونو کې موټرو ودروي، ښايي جريمه شي او يا يې موټر بل ځای ته يووړل شي.

 

په ارامځايونو، د اورګاډي تمځايونو، د پلي ګرځېدا په ځايونو او نورو ښاري سيمو کې د معلولانو لپاره ځانګړي تشنابونه شته چې ډېر وخت وړيا نه وي. معلولان کولای شئ د (Euroschlüssel) په درلودلو سره دا تشنابونه وړيا وکاروي. دا يوه ځانګړې کيلي ده چې په ټوله اروپا کې د معلولانو تشنابونه پرې خلاصولای او کارولای شئ. دا ډول کيلي له (Club Behinderter und ihrer Freunde) څخه د ۲۳ یورو په مقابل کې ترلاسه کولای شئ. د دې کار لپاره بايد د معلوليت (aG)، (B)، (H) او يا (BL) کارت ولرئ. د (G) نښې لرونکي هغه کسان چې د معلوليت درجه يا (GdB) يې ۷۰ يا له دې لوړه وي، کولای شي دا کيلي ترلاسه کړي.

 

په رستوراتونو، هوټلونو يا شرکتونو کې د هغوی خاوندان پرېکړه کوي چې نورو خلکو ته هم د معلولانو د تشنابونو کارولو اجازه ورکړي او که نه. په عمومي دول دا تشنابونه بايد د هغو خلکو لپاره خلاص وي چې اړتيا ورته لري.