د دندې يا مسلک مالومول

که تر اوسه هېڅ نه پوهېږئ چې کومه دنده ستاسې لپاره ښه ده او يا کوم مسلک بايد غوره کړئ؛ د يوې ازموينې په ترسره کولو ښايي يوه نظريه ترلاسه کړای شئ. د کار د ادارې پر وېبسایټ د ځان ازمايښت (Selbsterkundungstools) په نوم ازموينې په مرسته پوهېدلای شئ چې کوم اوسبیلډونګ يا د زده‌کړو څانګه ستاسې لپاره غوره ده. په دې ازموينه کې ستاسې لېوالتياوې او مهارتونه مالوميږي او د يوه وړ مسلک وړانديز درته کوي. البته دا ټېست يوازې هغه وخت بشپړولای شئ چې ښه جرمني ژبه مو زده وي.

پر (www.entdecker.biz-medien.de) وېبسایټ دې ته ورته يو بل ټېسټ هم موندلای شئ چې کولای شي ستاسې سره د غوره مسلک په ټاکلو کې مرسته وکړي. په دې ازموينه کې تاسې ته بېلابېل انځورونه درښوول کيږي چې له يوې ځانګړې دندې سره اړه لري. تاسې کولای شئ هغه په هغو انځورونو کلېک وکړئ چې ستاسې خوښيږي. په‌ پای کې به د دې انځورونو په مرسته تاسې ته يوه مناسبه دنده درپه ګوته کړل شي. دا دواړه ازموينې په خپل شاوخوا کې د بېڅ (Berufsinformationszentrum (BIZ)) په يوه څانګه کې ترسره کولای شئ. تاسې کولای شئ دې ادارو ته له مخکې نيولي‌ وخت پرته ورشئ او  هلته په شته کمپيوټرونو کې دا ازموينې ترسره کړئ.

که په خپل هېواد کې مو کاري تجربه ترلاسه کړې وي خو د زده‌کړو رسمي سندونه ونه لرئ؛ کولای شئ پر (myskills.de) وېبسایټ وپلټئ چې په جرمني کې کومه دنده ستاسې له مهارتونو او تجربې سره جوړه راځي. د دې وېبسایټ په اړه نور مالومات د جاب‌سنټر يا کار ادارې مامورينو هم ترلاسه کولای شئ. د دې ازموينو پايلې کولای شي له تاسې سره د مسلک په غوره کولو او يا د د زده‌کړو د اړتيا وړ څانګې په موندلو کې مرسته وکړي. همدا شان پر (www.meine-berufserfahrung.de) وېبسایټ هم د ځان سرسري ازموينه کولای شئ. پورته يادې شوې دواړه ازموينې د جرمني ژبې تر څنګ په انګليسي، عربي، ترکي، روسي او پارسي ژبو هم ترسره کولای کولای شئ.