د دندې غوښتنه: کومو سندونو ته اړتيا ده؟

که د کومې په زړه پورې دندې اعلان مو موندلی وي او غواړئ ترلاسه يې کړئ؛ لومړی بايد اپلای ورته وکړئ. ډېری کمپنۍ ليکل شوی غوښتنليک غواړي چې ښايي د پوست يا ايمیل له لارې ولېږل شي. ډېر وخت د غوښتنليک د ورلېږلو وخت او پته په اعلان کې ليکل شوي وي. که غوښتنليک له اعلان شوې نېټې وروسته ولېږل شي؛ په پام کې نه نيول کيږي. ځينې وخت ښايي په انلاين ډول مخامخ اپلای وکړئ.

په ښه ډول ليکل شوی غوښتنليک ډېر مهم دی. غوښتنليک بايد په جرمني ژبه وليکل شي. په دې غوښتنليک کې بايد د خپلو مدارکو، تجربو او مهارتونو روښانتيا ورکړئ څو ګمارونکی قانع شي چې تاسې د دې پوسټ لپاره وړ کس ياست.

يو ښه غوښتنليک بايد لاندې ځانګړنې ولري:

که د زده‌کړو يا کار سندونه مو له جرمني بهر ترلاسه کړي وي؛ بايد مخکې له مخکې يې په جرمني ژبه وژباړئ. په عمومي دول جاب‌سنټر د دې سندونو د ژباړې لګښت ورکوي. په جاب‌سنټر کې ستاسې مشاور ښايي په دې اړه تاسې ته لا ډېر مالومات درکړي.

که د خپلو سندونو برابرو ته اړتيا لرئ؛ په اړه يې مالومات دلته ومومئ. همدا شان له مشورتي مرکزونو هم مالومات ترلاسه کولای شئ.