له کومه ځايه مالي مرسته ترلاسه کولای شم؟

که غواړئ شخصي کاروبار پیل کړئ خو د پانګونې لپاره شخصي سرمايه نه لرئ؛ کولای شئ له ځينو ځايونو قرضه واخلئ. د قرضو بېلابېل ډولونه شته. تاسې کولای شئ له دولت يا له شخصي بانکونو د دې ډول قرضو غوښتنه وکړئ. د دې ډول  قرضو ترلاسه کولو لپاره ښايي د کاروباري پلان غوښتنه وشي. د يوه ښه کاروباري پلان جوړولو لپاره له (unternehmenswelt.de.) وېبسایټ څخه مرسته او مالومات ترلاسه کولای شئ.

د کاروبار پیلولو لپاره د مالي ملاتړ لاندې ټاکنې لرئ:

له جاب‌سنټر يا د کار له ادارې څخه قرضې ترلاسه کول

د پانګونې لپاره مالي مرسته يا قرضه  (Gründerzuschuss)

که څوک لږ تر لږه د يوې ورځې لپاره بېکاره شي او لږ تر لږه د راتلونکو ۱۵۰ ورځو لپاره د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو يا د کار له ادارې څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو (Arbeitslosengeld I) مستحق وي او همدا شان وغواړي چې خپل کاروبار پیل کړي؛ کولای شي د کار له ادارې څخه د کاروبار پیلولو يا پانګونې د مالي مرستې (Gründerzuschuss) غوښتنه وکړي. دا غوښتنه د خپلې اړوندې کار له ادارې څخه کولای شئ. د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره بايد يو ښه سوداګريز پلان (Businessplan)، د ماليې له ادارې سره د ثبت د پاڼې کاپي او د (Tragfähigkeitsbescheinigung) په نوم سند ولري. دا سند کاروبار د مشاورينو له لوري ورکول کيږي او په ګوته کوي چې ستاسې سوداګريز پلان کارنده دی. د دې تر څنګ بايد خپله سي‌وي او نور ټول هغه سندونه چې ستاسې مسلک او وړتياوې ثابتوي؛ له ځان سره اړوند مامور ته يوسئ. که تاسې د شرکتونو لپاره دا مرسته ترلاسه کړئ؛ تر شپږو نورو مياشتو هم د بېکارۍ پیسې ترلاسه کولای شئ. د دې تر څنګ به د روغتيايي او تقاعد بيمې لپاره هم ۳۰۰ اضافه یورو درکول کيږي. همدا شان تاسې کولای شئ د حسابدارۍ او بازارموندنې په شان مسایلو په اړه په وړيا ورکشاپونو کې هم برخه واخلئ. له دې شپږمياشتنۍ مودې وروسته يو بل فرصت هم شته چې له مخې يې کولای شئ هره مياشت تر ۳۰۰ يورو پورې مالي مرسته ترلاسه کړئ. دا چې تاسې دا مرسته ترلاسه کوئ او که نه؛ ستاسې له اړوند مامور سره لري. په دې اړه ټوله پرېکړه د هغه په لاس کې ده او که رد يې کړي؛ پر وړاندې يې اعتراض نه شئ کولای.

لومړنۍ مالي‌مرسته (Einstiegsgeld)

هغه کسان چې د بېکارۍ دوهم ډول (Arbeitslosengeld II) پیسې ترلاسه کوي او غواړي چې د بشپړ وخت لپاره آزاد کار پيل کړي؛ کولای شي د پيل د پیسو (Einstiegsgeld) په نامه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړي. د دې پيسو ترلاسه کولو لپاره بايد يو ښه سوداګريز پلان، خپله سي‌وي او د ماليې په اداره کې د ثبت سندونه له ځان سره ولرئ. د دې تر څنګ ښايي اړوند مامور پر سوداګريز پلان د يوه متخصص کس د نظر غوښتنه هم وکړي. د دې پيسو اندازه د هر چا لپاره توپير کوي او ستاسې د بېکارۍ له مودې او پر تاسې د نورو تکيه کسانو (Bedarfsgemeinschaft) له شمېر سره تړلې ده. پر دې د پاسه د کار لپاره د کمپيوټر په شان د نورو اړينو توکو د پیسو غوښتنه هم کولای شئ. په ټوليز ډول تر ۲۴ مياشتو پورې له دې مرستې څخه ګټه اخستلای شئ. دا چې تاسې دا مرسته ترلاسه کوئ او که نه؛ ستاسې له اړوند مامور سره لري. په دې اړه ټوله پرېکړه د هغه په لاس کې ده او که رد يې کړي؛ پر وړاندې يې اعتراض نه شئ کولای.

له پرمختيايي بانکونو ارزانه قرضه ترلاسه کول

 

Vergünstigte Kredite von einer Förderbank

د (KfW) په شان له پرمختيايي بانکونو څخه قرضه ترلاسه کول، د نورمالو بانکونو د قرضو په پرتله ارزانه دي او سود يې لږ دی. د دې تر څنګ کولای شئ د پیسو د بېرته ورکړې لپاره يوه داسې نېټه وټاکئ چې د قرضې له ترلاسه کولو يو څه وخت وروسته پيل شي. په دې ډول اړ نه ياست چې د قرضې له ترلاسه کولو سملاسي وروسته د قسطونو ورکول پيل کړئ. په ياد مو وي چې د دې قرضې ترلاسه کولو لپاره بايد وختي غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره اړتيا نشته چې مخامخ پرمختيايي بانک ته ورشئ. کولای شئ له خپل نورمال بانک سره اړيکه ونيسئ. وروسته به ستاسې بانک د کرېدت ترلاسه کولو لپاره پرمختيايي بانک ته ستاسې غوښتنه وليږي.

له تضمينوونکو بانکونو څخه د قرضې تضمين ترلاسه کول

تضموونکی بانک (Bürgschaftsbank) کولای شي ستاسې د قرضې لپاره ستاسې پر ځای مسؤوليت پر غاړه واخلي. د قرض اخستلو پر مهال بايد ثابته کړئ چې که فرض کړه کاروبار مو ناکام هم شي؛ کولای شئ قرضه بېرته ورکړئ. که خپله څه پشتوانه ونه لرئ؛ کېدای شي يو تضمينوونکی بانک مو ضمانت وکړي. په دې ډول د قرضې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس لوړيږي. د دې تضمين غوښتنه هم په مخامخ ډول خپله نه شئ کولای او بايد د خپل نورمال بانک له لارې مخته ولاړ شئ.

د فدرالي ايالتونو د تمويل پروګرامونه

پر (fuer-gruender.de) او (deutschland-startet.de) وېبسایټونو کې د خپل کاروبار د نظريې لپاره د قرضې ترلاسه کولو چانسونه کتلای شئ. هر ايالت او ستاسې حالت ته په کتو، د هر کس لپاره د تمويل بېلابېل پروګرامونه شته. پر دواړو وېبسایټونو لنډ پوښتنليکونه موندلای شئ چې له ډکولو وروسته يې د تمويل د وړيا پروګرام په اړه ځواب ترلاسه کولای شئ. پر (۰۸۰۰۵۸۹۵۵۰۵) شمېره د ټليفون کولو په وسيله کولای شئ د دې فورمې پوښتنو ته ځوابونه ومومئ او له ماهرو کسانو سره په جرمني ژبه په دې اړه خبرې وکړئ.

پر (deutschland-startet.de) او (fuer-gruender.de) وېبسایټونو هم د مالي ملاتړ او قرضې د بانکونو په اړه نور مالومات موندلای شئ.