څه وخت بايد خپل ريیس له ناروغۍ خبر کړم؟

خپل رييس ته بايد د ناروغۍ په لومړۍ ورځ خبر ورکړئ او ورته ووايئ چې ناروغ ياست او کار ته نه شئ راتللای. البته اړتيا نشته چې ووايئ کومه ناروغي لرئ. که اټکل کولای شئ چې څو ورځې به ناروغ ياست؛ په دې اړه هم بايد خبر ورکړئ. د ناروغۍ په اړه خبر د ټليفوني اړيکې، مسېج يا برېښناليک له لارې ورکولای شئ.

د ډاکټر سند (Krankschreibung) کله اړين دی؟

د کار خاوند کولای شي د ناروغۍ له اولې ورځې د ډاکتر تاييدليک وغواړي. له هغې اولې ورځې چې کار ته ولاړ نه شئ؛ بايد له ډاکټره دا سند ترلاسه کړئ. په ځينو ادارو کې د يوې يا دوو ورځو ناروغۍ رخصت لپاره د ډاکټر سند نه غوښتل کيږي او که ناروغي او ورسره رخصت درې ورځې يا له دې زيات شي؛ بايد د کار خاوند ته د ډاکټر تاييدليک وښودل شي. دا چې ستاسې په اداره کې کوم ډول قوانين پلي کيږي؛ مخامخ له خپل رييس څخه پوښتلای شئ.

 

يادونه: د ناروغۍ د رخصت لپاره د ډاکټر تاييدليک بايد ټولې هغه ورځې په بر کې ونيسي په کومو کې چې تاسې کار ته نه ياست تللي.

د ناروغۍ د رخصت سند څه ډول دی؟

که د ناروغۍ له کبله ډاکټر ته ځئ؛ ورته ووايئ چې د رخصت لپاره يو تاييدليک (Krankschreibung) درکړي. ډاکټر ستاسې له تشخيص وروسته پرېکړه کوي چې د څو ورځو لپاره رخصت درته وليکي. د رخصتۍ تاييدليک‌ درې برخې لري:

 

-       لومړۍ پاڼه د روغتيايي بيمې د ادارې لپاره دی. ځينې ډاکټران دا پاڼه خپله د بيمې ادارې ته ليږي او ځينې نور يې بيا تاسې ته درکوي څو خپله يې هلته ولېږئ. په ياد مو وي چې دا پاڼه بايد د يوې اونۍ په موده کې د روغتيايي بيمې ادارې ته ولېږئ.

-       دوهمه پاڼه يې د کار ورکوونکي شرکت يا ادارې لپاره ده. په دې پاڼه کې د ناروغۍ د رخصت موده ليکل کيږي خو د ناروغۍ په اړه څه نه وايي. د کار ورکوونکې اداره يا ستاسې رييس/ريیسه ستاسې د ناروغۍ په اړه نه پوهيږي او په اړه يې د پوښتلو حق نه لري. دا پاڼه بايد د خپل کار ادارې ته وروړئ او يا يې ورولېږئ.

-       درېيمه پاڼه ستاسې لپاره ده.

که د کار ورکوونکې اداره د رخصت پر پاڼه باور ونه کړي؛ څه وکړم؟

که د کار خاوند مو باور ونه کړي چې تاسې په رښتيا ناروغ ياست او يا د کار توان نه لرئ؛ کولای شي ستاسې د روغتيايي بيمې شرکت ته خبر ورکړي. دا شرکت به بيا د روغتيايي بيمو د طبي ازموينې اداره (Medizinischen Dienst der Krankenkasse) خبره کړي څو پلټنه وکړي.

د ناروغۍ د رخصت پر مهال هم معاش راکول کيږي؟

دا خبره ستاسې د ناروغۍ له وخت سره تړلې ده.

-       که د ناروغۍ د رخصت موده مو له ۶ اونيو کمه وي؛ د اصولو له مخې بشپړ معاش درکول کيږي.

-       که د رخصت موده مو له شپږ اونيو ډېره شي او د کار خاوند مو معاش بند کړي؛ د روغتيايي بيمې له لوري د ناروغۍ د پیسو (Krankengeld) په نامه د معاش بديل درکول کيږي. البته دا پیسې له اصلي معاش څخه يو څه کمې وي.

که د ناروغۍ د رخصت سند ولرم؛ بايد کور پاته شم؟

دا خبره ستاسې د ناروغۍ له حالت سره اړه لري. که ډاکټر په کور کې د استراحت تجويز کړی وي؛ بايد کور پاته شئ. که په کور کې د پاته کېدو اړتيا نه وي؛ کولای شئ بهر ولاړ شئ او يا چېرته سفر وکړئ.

که بچيان مې ناروغ وي؛ کور پاته کېدلای شم؟

د بچيانو د ناروغۍ پر مهال د کور پاته کېدلو لپاره اصول سم څرګند نه دي او په اړه يې دوه ډوله مقررات پلي کيږي:

د دې مقرارتو له ډلې يو يې (SGB V) داسې وايي:

 

په کال کې لس ورځې حق لرئ چې د خپلو ماشومانو د ناروغۍ له کبله کور پاته شئ او د هغوی پالنه وکړئ. دا لس ورځې د هر ماشوم پر سر او د مور او پلار دواړو لپاره دي. هغه ميندې يا پلرونه چې په يوازې ځان د ماشوم پالنه کوي؛ کولای شي شل ورځې کور پاته شي. که د ماشومانو شمېر له دوو زيات وي؛ له ميندو او پلرونو هر يو يې تر ۲۵ ورځو کور پاته شي. البته دا قانون يوازې هغه وخت پلی کيږي چې:

-       د ماشوم عمر له ۱۲ کالو ټيټ وي او يا د معلوليت له کبله ځانګړې مرستې ته اړتيا ولري.

-       له ډاکټره داسې سند ترلاسه کړئ چې وښيي د ماشوم پالنه مو اړينه ده.

-       په کور کې مو بل داسې څوک نه وي چې د ماشوم پالنه وکړي.

 

په دې اړه يو بل قانون (BGB) هم شته خو ځانګړي شرطونه او لارښوونې نه لري. له همدې کبله په ډېرو کاري قراردادونو او ټوليزو تړونونو (Tarifverträgen) کې ګټه ورڅخه اخستل کيږي.