بیرته کتنې ته
چانس کارت
سلامونه او نیکې هیلی مې ومنې، په دی هیله چې روغ او جوړ به یاست
د چانس کارت لپاره غواړم اپلاي وکړم خو د بلاک اکونټ باره کې یوه پوښتنه لرم.
آیا کیدلاي شي چې دبلاک اکونټ په ځای په جرمنی کې یو کس زموږ سپانسر شي یعنی د دی ضرورت پیدا نشي چې زه هلته په بانک کې پیسي بندي کړم؟ که چیرته زموږ سپانسر کیدلاي شي نو سپاسر کوونکې کس باید کوم اسناد موږ ته را ولیږي تر څو یې سفارت کې د ویزې اخیستلو په وخت کې ورته وښیو.
مننه.
2 څرګندونې
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
هو دا کار ممکن دی، هغه کس باید په جرمني کې دومره عاید ولرئ چې دلته ستاسو لګښتونه ورکړئ. تقریبا د میاشتې تر ۹۰۰ څه اندازه زیاتې پیسې د خپلو لګښتونو سربېره ولري چې تاسو سپانسر کړئ شي. که چې دومره عاید لري باید تاسو ته د خپل کار قرارداد، د تېرو درېیو یا هم شپږو میاشتو د عاید ثبوت وړاندې کړي او تاسو یې باید سفارت ته وکړئ. لومړی په جرمني کې اوسېدونکی کس باید د خپل ښار له اوسلنبهورډې سره توافق ته ورسېږي او هغوی دا خبره تایید کړي چې ستاسو لګښتونه له بلاک اوکونټ پرته ورکولی شي.
که په دې اړه لا ډېرو مالوماتو ته اړتیا لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت