د جرمني په اړه بشپړ مالومات

دلته په پښتو، Deutsch، پارسي/دري، Français، English، العربية او Türkçe ژبو مالومات موندلای شئ.

هر هېواد خپلې بېلې ځانګړنې لري. موږ پوهېږو چې په جرمني کې بايد د ژوند پیل څنګه وشي. زموږ له ډلې ډېرو له پخوا د دې کار تجربه لرلې ده؛ ځکه خو تاسې ته د پناغوښتنې، کور موندلو، روغتيا، کار، حرفوي يا لوړو زدکړو، وړکتون او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه مهمې لارښوونې او مالومات وړاندې کوو.

هنډبوک جرمني، له (الف) نه تر (ي) پورې د جرمني د ژوند په اړه ستاسې هرې پوښتنې ته ځواب وايي. موږ دلته ګڼې مالوماتي ويډيوګانې او مقالې لرو چې د ژوند د مختلفو حالاتو په اړه ستاسې پوښتنې ځوابوي. دلته د نورو مهمو ادارو بيروني لېنکونه هم شته چې تاسې ښايي اړتيا ورته ولرئ. د سيمه‌ييزو مالوماتو په مرسته په خپل شاوخوا کې د مهمو ادارو پتې او شمېرې موندلای شئ. له موږ سره په فېسبوک او يوټيوب هم کې مل شئ او له موږ ته خپلې پوښتنې راولېږئ. موږ به د مرستې هڅه وکړو.

ستاسې د ښار په اړه مالومات