کفاح علی‌ دیب

اېډېټره

کفاح علي ديب په سوريه کې زېږېدلې. هغه له رسامۍ او ليکوالۍ سره مينه لري او په سوريه کې يې د جسور مجلې د سمونګرې او د کلتور وزارت له لوري د ماشومانو لپاره د اسامه په نوم خپرېدونکې مجلې د ليکوالې په توګه دنده ترسره کړې ده. په ۲۰۱۲ کال کې کفاح د ماشومانو لپاره د خپلو ليکل شوو کتابونو له کبله يې د الشارجه په نوم د عربي نوښت جايزه ترلاسه کړه.
ديب په ۲۰۱۴ کال په سوريه کې د زيتون څانګې بنسټ له لوري د (قوس قزح) په نوم خپرېدونکې مجلې مشره سمونګره پاته شوې. هغه دلته په جرمني کې هم خپله لېوالتيا پالي او د (51°) او (Zeit online) په شان مجلو کې يې ليکنې خپرې شوې او د (TAZ) په اخبار کې خپل کالم لري. هره شنبه کولای شئ هغه د برلين د پرګامون موزيم د ملتقی په پروژه کې کې د ليدونکو د لارښودې په توګه ومومئ.
د هنډبوک جرمني د عربي برخې د سمونګرې په توګه هغه هيله لري چې له دې لارې جرمنی ته له نويو راغلو کسانو سره مرسته وکړي.