لیلا احمدزۍ

فلم جوړوونکې

Lela Ahmadzai

ليلا احمدزۍ مولټي ميډيا ژورنالسته ده او په برلين کې ژوند کوي. هغه په کابل کې زېږېدلې او لويه شوې او په اوولس کلنۍ کې جرمني ته راغلې ده. په ۲۰۰۹ کې يې د هانوور له پوهنتون څخه په فوټوژورناليزم او د مستندو فلمونو فوټوګرافۍ څانګه کې ماسټري ترلاسه کړې ده.

ليلا له ۲۰۰۳ کال راهيسې په منظم ډول افغانستان ته سفرونه کوي او هلته په ټولنيزو او سياسي بدلونونو مستند فلمونه جوړوي. د هغې د کار په برخو کې د شخړو شاليدونه، جنګي جنايتونه او جنسيتي مسايل شامل دي. په ۲۰۱۴ کال کې د ليلا احمدزۍ د (خاموشه شپه – د کندهار عام‌وژنه) په نوم لنډ مولټي ميډيا فلم د لنډو فيچرونو په برخه کې د نړيوالو رسنيو د انځور جايزه ترلاسه کړه.

د ليلا ډېر کارونه د ش‍پيګل، لاس انجلس ټايمز، Standart، Courrier International, ARD, Arte، پښتو بي‌بي‌سي په ګډون په ډېرو نړيوالو رسنيو کې خپاره شوي دي.

اوس مهال ليلا احمدزۍ د هنډبوک جرمني د ويډيويي توليد د څانګې مشري پرغاړه لري.