زبينه روسمن

د سيمه‌ييز لټون مسؤوله

زب‍ینه روسمن

زبينې روسمن د جرمني په پساو، بیلیفېلد او د روسيط په سنت‌پترزبورګ ښارونو کې د ټولنپوهنې، ارواپوهنې او حقوقو په برخو کې زده‌کړې کړي دي. د زدکړو پر مهال هغې په روسيه او جرمني کې له بېلابېلو انجيوګانو سره د بشري حقونو او سياسي علومو په برخو کې کار کړی دی. هغې همدا شان د روسي او اوکرايني ژبې د ژباړنې په توګه هم کار کړی دی.

زبينه په ۲۰۱۳ کال کې برلين ته راغله او په د فراين پوهنتون (Freien Universität) د ختيځې اروپا د مطالعاتو په انستيتيوت کې يې د څېړونکې په توګه کار پیل کړ او د برلين د مهاجرو په يوه بنسټ کې بوخته شوه. په برلين کې له دوه کاله ژوند وروسته هغه له خپلې موخې چې د اوکراين د جګړې په اړه څېړنه وه؛ لرې شوه او په بشپړ ډول د مهاجرو د ملاتړ او مرستې په کارونو کې بوخته شوه. په دې موده کې هغې نويو راغلو کسانو ته د جرمني ژبې د ښوونکې او د کلارات وېبسایټ د توليد د مديرې په توګه کار وکړ.

د ۲۰۱۸ کال له مارچ راهيسې زبينه له هنډبوک جرمني سره د سيمه‌ييز لټون د مسؤولې په توګه کار کوي.