افغانستان – د کډوالو د منلو فدرالي پروګرام (Bundesaufnahmeprogramm)

د ۲۰۲۱ز کال د په اګیست میاشت کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د جرمني فدرالي حکومت د ۲۰۲۲ز کال د اکټوبر په ۱۷مه نېټه د افغان کډوالو د منلو پروګرام BAP پیل کړ. د دې پروګرام موخه دا وه، چې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان، قاضیان، د جرمني حکومت پخواني محلي همکاران چې تر تعقیب لاندې وو او ژوند یې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ وو، وژغوري. پلان دا و، چې هره میاشت به ۱۰۰۰ کسان چې له خطر سره مخ دي منل کېږي. خو تر اوسه پورې یوازې او یوازې ۱۵۰۰ کسان جرمني ته راوستل شوي دي دا چې شمېرې د پلان مطابق ډېرې کمې دي.
د پېژندلو بهیر، امنیتي پلټنې او د ویزې ترلاسه کولو پروسه ډېره پېچلې وه. جرمني ته له راتګ مخکې ټول کسان له جدي امنیتي پروسې څخه تېرېدل چې ځینې مهمې ادارې لکه د جرمني د اساسي قانون د ساتنې دفتر، د فدرالي حکومت د جنایي پولیسو اداره او همدارنګه د فدرالي پولیسو ادارې شاملې وې. دا پروګرام له ډېر وخت څخه ځنډېدلی دی چې له امله یې ډېر اغېزمن کسان له نامالوم برخلیک سره مخ دي او پوښتنې یې بې ځوابه پاتې دي.
دا چې د کډوالو د منلو دا پروګرام به په رسمي توګه څه وخت او څنګه پای ته رسېږي په دې اړه به نوی فدرالي حکومت پرېکړه کوي، چې د ۲۰۲۵ز کال له مې میاشتې څخه را وروسته واک ته رسېدلی دی. لا هم په دې اړه ډېر مفصل مالومات نشته، خو موږ په دې څپرکي کې داسې مالومات راغونډ کړي دي چې له تاسو سره به جرمني ته له داخلېدو وروسته مرسته وکړي. هر وخت چې تازه مالومات د ټول پروګرام په اړه خپاره شي موږ به یې له تاسو سره دلته شریک کړو. همدارنګه د پخوانیو محلي همکارانو پروګرام او له کورنۍ سره د یو ځای کېدو پروګرامونو په اړه بشپړ مالومات زموږ په اوسني مالومات څپرکي کې لوستلی شئ. دا مالومات ټول په پښتو او دري ژبو باندې خپاره شويدي.
مهم: که تاسو درته د ویزې اخیستلو وعده د پیسو په مقابل کې درکوي، دا په ټوله مانا دروغ دي هېڅ څوک له جرمني حکومت او اړوند ادارو پرته دا کار نه شي کولی هیله ده چې په اړه محتاط اوسئ.
د کډوالو د منلو فدرالي پروګرام (BAP) اوس په کوم وضعیت کې دی؟
ایا اوس هم کولی شئ نوم لیکنه وکړم او دغه فدرالي پروګرام BAP ته معرفي شم؟
دا پروګرام د ۲۰۲۵ز کال تر سپټمبر میاشتې پورې اعلان شوی وو، خو د اوس مهال لپاره نوي تاییدلیکونه چاته نه لېږل کېږي. دا خبره په هغو کسانو باندې پلي کېږي چې وار له مخه ورسره د راوستل کېدو وعده شوې وه او یا هم ورسره اړیکه نیول شوې وه. د نوي فدرالي حکومت د ائتلافي تړون له مخې د کډوالو د منلو ټول پروګرامونه باید پای ته ورسېږي او دوی اعلان کړئ چې نوی کوم پروګرام په نظر کې نه لري. چې په دغه پرېکړه کې د افغان کډوالو د منلو فدرالي پروګرام هم شامل دی.
نو له دې کبله د اوس لپاره ممکنه نه دي، چې نوي کسان د دې پروګرام لپاره نوملیکنه وکړي. هر وخت چې په دې اړه تازه مالومات راشي موږ به یې دلته له تاسو سره شریک کړو.
تر اوسه د دې پروګرام له لارې څومره کسان جرمني ته راغلي دي؟
د دې پروګرام له پیل څخه تر اوسه پورې یوازې او یوازې ۱۵۰۰ کسان جرمني ته راغلي دي. په دغه ډله کسانو کې هغه خلک شامل دي چې په مستقیمه توګه یې ژوند په افغانستان کې له خطر سره مخ وو، همدارنګه له دوی سره د کورنۍ غړي هم جرمني ته راوستل شوي دي. د دې پروګرام اصلي موخه هره میاشت ۱۰۰۰ کسان وو، چې د پروګرام تر پایه پورې باید ۳۶۰۰۰ کسان جرمني ته راوستل شوي وای.
دا چې ولې دومره کم کسان راوستل شوي بېلابېل دلایل لري:
دا پروسه خورا پېچلېې وه، ګڼې ادارې پکې ښکیلې وې او د لازم ظرفیت او اسانتیاوو نشتون د دې سبب شو چې اداري کارونه وځنډېږي او کم کسان په ټاکل شوې موده کې جرمني ته راشي. همدارنګه امنیتي پلټنې او د ویزو بهیر هم ډېر ورو وو. همدارنګه نویو کسانو ته د تاییدلیک لېږل هم څو ځله وځڼېدېدل یا به هم په پشپړه توګه ودرېدل. د وروستي ځل لپاره چې د ۲۰۲۵ز کال په میاشت کې د له افغانستان څخه د کډوالو د منلو خبره مطرح شوه، خو په پراخه کچه یې CDU/CSU ګونډ مخالفت وکړ او له افغانستان څخه د کډوالو د منلو د پروګرام د بنښت غوښتنه یې وکړه.
مهم: که تازه جرمني ته راغلي یاست، جرمني ته له داخلېدو وروسته څه پېښېږي؟ برخه تر پایه پورې ولولئ.
ولې دا پروګرام بند شو؟
په اصل کې باید دا پروګرام د ۲۰۲۵ز کال تر سپټمبر پورې دوام کړئ وای د پخواني حکومت د واک موده هم تر دې نېټې پورې وه. خو دا چې له وخت څخه مخکې انتخابات وشول او په ۲۰۲۵ز کال کې په بودیجه کې کمښت راغی نو ځکه یې د افغانانو د منلو په پروګرام هم خپل اغېز درلود او د ځنډېدو سبب یې شو، ځکه خو تازه تاییدلیکونه هم چاته نه لېږل کېږي. خو دا چې نوی ائتلافي حکومت به دا پروګرام په رسمي توګه ختم کړي لا یې په اړه بشپړ مالومات نشته.
مهم: د نوي ائتلافي حکومت د تړون له مخې ټوله هغه پروګرامونو چې د کډوالو د منلو لپاره په نظر کې نیول شوي وو، باید بند شي چې د افغانانو د منلو پروګرام BAP هم پکې شامل دی.
د ۲۰۲۵ز په مارچ میاشت کې د جرمني ۴۴ مدني ټولنو د پارلمان غړیو څخه په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې د بشري حقونو ساتنې ته ژمن پاتې شي او د افغان کډوالو د منلو پروګرام ته دوام ورکړي.
که د منلو تایید لیک (Admission commitment) لرم نو څه به پېښېږي؟
دا مهال ۲۶۰۰ کسان د منلو تاییدلیک لري او په پاکستان کې په ناسمو شرایطو کې جرمني ته د راتګ په تمه دي. دا هغه کسان دي چې د BAP او نورو پروګرامونو له لارې ورسره د وتلو ژمنه شوې ده. د پخواني حکومت د اصول له مخې دا تایید لیک د دوو کلونو لپاره د اعتبار وړ دی. نو په دې اساس باید په دغه دوه کلنه موده کې د ویزې غوښتنه وکړي که ویزه اخیستل له دغه یادې شوې مودې څخه ډېر وخت ونیسي نو په قانوني توګه ستونزه نشته او بیا هم تاسې د ویزې مستحق یاست.
یادونه: که د منلو تایید لیک لرئ د بهرنیو چارو وزارت له رسمي ادارې څخه به درسره اړیکه ونیول شي او دا اړیکه یوازې د vaooffice.org ایمیل له لارې نیول کېږي او ټول رسمي مالومات هم د info@vaoffice.org له لارې در استول کېږي. د دې تاییدلیک په لرلو سره کولی شئ جرمني ته د داخلیدو لپاره د ویزې غوښتنه وکړئ.
د ۲۰۲۵ز کال د اپریل میاشتې په ۲۳مه نېټه، د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د دوی د مالوماتو له مخې هغو کسانو چې تایید لیکونه تر لاسه کړي دي دا مهال د ویزې اخیستلو لپاره د امنیتي پلټنونو په بهیر کې دي خو دا یې هم وویل چې وی حکومت به پرېکړه کوي چې له موجوده تاییدلیکونو درلودونکو سره څه ډول چلند وشي.
تر دغه خبرو یوه ورځ مخکې د اپریل په ۲۲مه نېټه د CDU/CSU ګوند د پارلماني ډلې اجرایي رئیس Thorsten Frei اعلان وکړ چې د موجوده تایید لیکونو درلودونکي به په انفرادي توګه باندې و ارزول شي همدارنګه د کورنیو چارو وزیر Alexander Dobrindt هم چې د CDU ګوند غړی دی ویلي وو چې دوی به وګوري چې تر کومه حده دا تاییدلیکونه لغوه کولی شي.
په دې اړه نورو مالومات زما تایید لیک لغوه کېدلی شي په برخه کې لوستلی شئ.
زه تایید لیک او د جرمني ویزه لرم، کله جرمني ته سفر کولی شم؟
دا مهال هېڅ پرواز نه کېږي، وروستی پرواز چې له خطر سره مخ افغانان پکې جرمني راغلل د ۲۰۲۵ز کال په اپریل میاشت کې و. چې دغه پرواز هم ډېر سیاسي بحثونه راوپارول. د مې له میاشتې راهیسې نوی ائتلافي حکومت واک ته رسېدلی او غواړي دا پروګرام په بشپړه توګه بند کړي.
د PRO ASYL سازمان په ۲۰۲۳ز کال کې دا موضوع مطرحه کړې وه او استدلال کوي هغه کسان چې د جرمني هېواد ویزه لري د قانون له مخې جرمني ته د راتګ اجازه لري او منع کول یې د قانون خلاف دي که په دې اړه نوي مالومات راشي مو به یې له تاسو سره شریک کړو.
زه انتخاب شوی او اړیکه راسره نیول شوې وه، خو لا مې تایید لیک نه تر لاسه کړئ څه به پېښږي؟
دا مهال شاوخوا ۱۷۰۰۰ له خطر سره مخ کسان د تایید لیک په تمه دي. دوی مخکې له مخکې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا انتخاب شوي وو او د اړیکه ورسره نیول شوې ده. خو دا چې اوس هېڅ تایید لیک چاته نه لېږل کېږي نو ځکه مالومه هم نه ده چې تایید لیک به ورته لېږل کېږي او نه که کېږي نو څه وخت.
د دې پروسې مسوولیت اوس د نوي ائتلافي حکومت په غاړه دی او دوی داسې ښکاري چې دا پروګرام بندوي او له خطر سره د مخ کسانو لپاره کوم نوی پروګرام هم نه پیلوي. همدارنګه دوی اعلان کړئ چې د پخواني حکومت له خوا ورکړل شوي تاییدلیکونه به هم و ارزوي او ممکن ځینې یې لغوه کړي.
هر وخت چې په دې اړه نوي او رسمي مالومات خپاره شي موږ به یې دلته له تاسو سره هم شریک کړو.
زما د منلو تایید لیک لغوه کېدلی شي؟
هو، ستاسو تایید لیک لغوه کېدلی شي. خو دا تایید لیک د قانون له مخې یو لازمي سند دی چې له حقوقي پلوه یوازې هغه وخت لغوه کېدلی شي چې د قوي دلایل یې د لغوې لپاره موجود وي. د بېلګې په توګه که چېرې د ویزې په پروسه کې ناکامه شئاو یا هم جرمني هېواد ستاسو په اړه امنیتي اندېښنې ولري دا تایید لیک د لغوه کېدو وړ دی. د دې تر څنګ هر لغوه کېدونکی تایید لیک باید جلاجلا وکتل شي او د لغوې لپاره یې قانوني توجیه موجوده وي. حتا که حکومت بدل هم شي پخواني تایید لیکونه په عمومي توګه نه شي لغوه کېدلی.
د ۲۰۲۵ز کال د اپریل میاشتې په ۲۲مه نېټه د CDU/CSU ګوند د پارلماني ډلې اجرایي رئیس Thorsten Frei اعلان وکړ چې د موجوده تایید لیکونو درلودونکي به په انفرادي توګه باندې و ارزول شي همدارنګه د کورنیو چارو وزیر Alexander Dobrindt هم چې د CDU ګوند غړی دی ویلي وو چې دوی به وګوري چې تر کومه حده دا تاییدلیکونه لغوه کولی شي.
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې که چېرې ستاسو تایید لیک لغوه کېږي کولی شئ پر ضد یې قانوني شکایت ثبت کړئ. د لغوې په صورت کې له هماغې ادارې سره په اړیکه کې شئ چې تاسو یې د BAP پروګرام ته معرفي کړي یاست.
ایا Handbook Germany: Together کولی شي له ما سره جرمني ته د داخلېدو په برخه کې مرسته وکړي؟
زموږ اداره یوه غیر دولتي او غیرانتفاعي اداره ده، چې یوازې او یوازې ته کره مالومات درکولی شو. موږ د جرمني فدرالي حکومت برخه نه یو. همدارنګه موږ نه شو کولی تاسو د کډوالو د منلو فدرالي پروګرام ته معرفي کړو. نو ځکه متاسفانه موږ ستاسو په راتګ هېڅ ډول کنترول نه لرو.
هیله ده له موږ سره مو شخصي مالومات مه شریکوئ. موږ په دې پوهېږو چې تاسو له سخت حالت سره مخ یاست موږ په دې هڅه کې یوو، چې تاسو له موجوده او تازه مالوماتو څخه خبر کړو او پوښتنې مو پر وخت ځواب کړو.
که تایید لیک لرئ او اړیکه درسره نیول شوې وي نو مهرباني وکړئ د بهرنیو چارو له وزارت سره د info@vaoffice.org ایمیل له لارې اړیکه ونیسئ، متاسفانه موږ نه پوهېږي چې تاسو به څنګه او څه وخت ځواب تر لاسه کړئ.
د کډوالو د منلو BAP پروګرام څه ډول پلان شوی و؟
BAP د چا لپاره و؟
BAP یوازې د هغوی افغانانو لپاره و، چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ و. د جرمني فدرالي حکومت ځینې غیر دولتي موسسې د استازو په شکل ټاکلې وې چې هغه کسان په ګوته کړي چې په رښتیا یې هم په افغانستان کې ژوند په خطر کې و بیا دوی دا کسان د BAP پروګرام ته معرفي کول.
د اوس لپاره هېڅ چاته هم تایید لیک نه ورکول کېږي، حتا هغو کسانو ته هم چې مخکې له مخکې انتخاب شوي وو او اړیکه ورسره نیول شوې وه. نو ځکه داسې ښکاري چې استازې موسسې به نوي کسان د BAP پروګرام ته معرفي کړي.
لاندې شرایط مو باید درلودی:
- که د ښځو/بشري حقونو د دفاع په خاطر مو ژوند له خطر سره مخ وای.
- که د عدالت، سیاست، رسنیو، ښوونې، فرهنګ، ورزش او یا هم نورو مسلکي برخو کې د کار له امله مو ژوند له خطر سره مخ وای.
- د جنس، مذهب، هویت له مخې مو ژوند له ګواښ سر مو وای. یا هم LGBTQIA* لږکیو له ډلې څخه وای.
یادونه: یوازې هغه وخت دغه پروګرام ته معرفي کېدلی چې په افغانستان کې مو ژوند کولی، دا پروګرام د هغو کسانو لپاره نه و، چې مخکې له مخکې په یوه درېیم هېواد کې استوګن وو.
جرمني ته څومره کسان باید منل شوي وای؟
دا پروګرام د ۲۰۲۲ز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه پیل شوی دی او پلان دا و، چې هره میاشت به تر ۱۰۰۰ پورې له خطر سره مخ کسان جرمني ته راوستل کېږي. چې د پروګرام تر پایه پورې ۳۶۰۰۰ کسان باید منل شوي وای خو تر دې دمه یوازې او یوازې ۱۵۰۰ کسان چې د کورنۍ غړي یې هم پکې شامل دي جرمني ته را رسېدلي دي.
ایا د کورنۍ غړي هم د دې پروګرام له لارې معرفي کېدلی شي؟
هو، هغه کسان چې ژوند یې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ و، د کورنۍ لومړی درجه غړي یې جرمني ته راوستلی شوای. که چېرې دوی تایید لیک تر لاسه کاوه، نو د کورنۍ په لومړۍ درجه غړیو یې هم د پلي کېدو وړ و. په ځینو استثنایي حالتونو کې د کورنۍ د اضافي غړیو راوستل هم ممکن وو.
د کورنۍ اصلي غړي:
- مېړه/ښځه او هغه اولادونه چې واده یې نه ويکړئ او عمرونه یې له اتلس څخه کم وي؛
- د همجنس سره د شراکت اړیکې، که دا شراکت ثابت شي
اضافي د کورنۍ غړي:
- هغه د کورنۍ غړي چې د اصلي کس سره یې ځانګړی تړاو درلود، دا تړاو نه یوازې اقتصادي، بلکې د پاملرې اړتیا یا هم که هغوی یوازې ژوند نه شي کولی دا انحصار باید د اسنادو په وړاندې کولو سره ثابت شي؛
- د کورنۍ هغه غړي چې د اصلي کس په نه شتون کې له مشخص ګواښ سره مخ وو،
تجربو ښودلې ده، چې استثناوې ډېرې کمې عملې کېدلې. هغه کسان چې جرمني ته راوستل شوي دي د راپورنو له مخې تل د کورنۍ د پاتې غړیو له امله اندېښمن وو.
څنګه BAP ته نوم لیکنه کېده؟
د دې امکان نه و، چې تاسو په مستقیمه توګه د جرمني له حکومت سره اړیکه ونیسئ. غوښتنه باید د غیردولتي موسسو له خوا وړاندې شوې وای دا موسسې د فدرالي حکومت له خوا دغه پروګرام ته مشخصې شوې وې دغه ادارو اسنادونه ټول او له خطر سره مخ کسان یې ثبتول. خلکو کولی شوی چې له "Kabul Luftbrücke"، "Mission Lifeline"، یا "Reporters Without Borders په شان سازمانونو سره نوم لیکنه وکړي لسګونه زره کسانو نوم لیکنه وکړه خو د غوښتنلیکونو له ډېرښت سره حکومت نوې نوم لیکنې بندې کړې او ډېرو کسانو دا فرصت له لاسه وکړ چې نوم لیکنه وکړي.
خو ثبت کېدل د تایید لیک په مانا نه و، له امنیتي ارزونې، مرکز او اوږده انتظار وروسته تایید لیک تر لاسه کول ممکن وو.
یادونه: دغه ټاکل شویو سازمانونو د دې صلاحت نه درلود، چې تاسو ته تایید لیک واستوي بلکې دا یوازې د جرمني د فدرالي حکومت صلاحت وو.
ایا په افغانستان کې له ځایي ټاراول ایجنسۍ Travel Agencies څخه نوم لیکنه ممکنه ده؟
نه. به افغانستان کې هېڅ ټاراول ایجنسي له BAP سره تړاو نه لري.د کوډونو یا هم مرستې ټول وړاندیزونه دروغ وو. یوازې مشخصو غیردولتي ادارو چې په جرمني کې دي دا کار کولی شوای، مانا دا چې هغوی هم یوازې د ثبت کولو صلاحیت درلود او ثبت کول په بشپړه توګه وړیا و.
له ثبت څخه جرمني ته تر رسېدو پورې پروسه څه ډول وه؟
کله به چې یو څوک له همدغه غیر دولتي سازمانونو سره ثبتېده، لومړی یې شخصي خطرونه چې دی ورسره مخ و، ارزول کېدل. وروسته به حکومت ادارو په شرایطو برابر کسان غوره کول، همدغه غوره شویو کسانو ته به د یوه انلاین پلټفارم لېنک استول کېده تر څو خپل ټول اسنادونه هلته اپلوډ کړي او پوښتنو ته ځواب ووایي. بیا به همدا اسنادونه او پوښتنې همدې غیر دولتي ادارو ارزولې او که به څه ستونزه او نیمګرتیا پکې وه، له غوښتونکي سره به اړیکه نیول کېده. کله به چې دا پروسه بشپړه شوه بیا به نو د امنیتي ارزونې په موخه چې بېلابېلې ادارې پکې ښکېل وې، د امنیتي ارزونې لپاره به یې مرکې ورسره کولې چې پکې د شخصي او دردناکو تجربو په اړه پوښتنې کېدلې. په ځینو شرایطو کې د هویت د تصدیق لپاره د DNA معیانې هم غوښتل کېدې، که دا ټولنې ارزونې بریالی شوې وای بیا درته د حکومت له خوا تایید لیک لېږل کېده.بیا د بهرنیو چارو وزارت قراردادي شرکت ټولې هماهنګۍ پر غاړه اخیستې، بیا په پاکستان کې د جرمني سفارت ویزه ورکوله او نوره ارزونه یې هم کوله. له سفر مخکې بیا ځلي هم د جرمني فدرالي پولیسو د هویتي اسنادو ارزونه کوله، که چېرې مو ټول سندونه سم او دقیق وای بیا د سفر اجازه درکول کېده. له راسېدو وروسته بیا هم فدرالي پولیسوه یوه کوچنۍ ارزونه کوله چې دا پروسه له پیل څخه تر پایه پورې یې تر ۲۰ میاشتو پورې وخت نیوه.
يادونه: وروستۍ پرواز د ۲۰۲۵ز کال په اپریل کې تر سره شوی دی، د اوس مهال لپاره نوي پراوازونه نه دي پلان شوي او نوی حکومت د دې په لټه کې دی چې دا پروګرام وتړي.
د تازه مالوماتو لپاره د کډوالو د منلو فدرالي پروګرام BAP اوسنی وضعیت څه دی وګورئ.
له رسېدو وروسته څه پېښیږي؟
تر رسېدو وروسته تاسو ته د استوګنې د قانون د ۲۳ مادې د ۲ بند په اساس د استوګنې اجازه درکول کېږي، چې موده یې د درېیو کلونو لپاره ده.او دا اجازه تمدیدلی هم شي. که شرایط پوره کړئ له پنځو کلونو وروسته کولی شئ د استوګنې د دایمي اجازې غوښتنه وکړئ.
په لومړي سر کې مو ممکن یوه لنډمهاله د استوګنځي ته ولېږدوي. وروسته ممکن په فدرالي ایالت وېشل کېږئ. که په جرمني کې مو نږدې خپلوان اوسېږي ممکن ده، چې له هغوی سره نږدې چېرته د استوګنې لپاره ځای درته پیدا کړي خو دا ستاسو په لاس کې نه ده چې د اوسېدو ځای مو په خپله انتخاب کړئ. د استوګنې د اجازې له مخې باید لږ تر لږه پورې تر درېیو کلونو پورې په هغه ایالت کې پاتې شئ.
د استوګنې د قانون د ۲۳ مادې د ۲ بند په اساس تاسو په جرمنيکې د کار کولو حق لرئ او همدارنګه د ادغام په کورسونو کې ګډون کولی شئ، تر څو مو چې کار نه وي موندلی له جاب سنټر څخه مرسته تر لاسه کولی شئ.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
ځای پر ځای ملاتړ
د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.