منځپانګې ته لاړ شئ

افغانستان – جرمني‌ ته د کورنۍ د غړیو راوستل

Afghanistan

هغه کسان چې له افغانستان څخه جرمني ته راغلي وي، کولای شي د ځانګړو شرایطو په پوره کولو سره د کورنۍ غړي جرمني ته راولي.دا پروسه یوازې د کورنۍ د نږدې غړیو لپاره ممکنه ده. تر ټولو مهم شرط دا دی، چې باید په جرمني کې د استوګنې قانوني اجازه ولرئ. 

که جرمني ته د محلي‌ کارکوونکو په ډله یا هم د کډوالو د منلو د فدرالي پروګرام له لارې راغلي یاست او د کورنۍ غړي مو په افغانستان کې پاتې وي،‌ نو د کورنۍ غړي مو یوازې د نړیوالو قوانینو او انساني دلایلو له مخې جرمني‌ته راوستلی شئ. په دې اړه له مشورتي ادارو او وکیل سره مشوره وکړئ زموږ د مالوماتو په سییمه ییز لټون ماشین کې په خپل ښار کې مشورتي مرکزونه او وکیلان موندلی شئ. 

په یاد مو وي‌،‌ چې د کورنۍ د غړیو راوستلو ویزې اوس مهال یوازې د پاکستان او ایران له لارې ممکنې دي،‌ په دې اړه لا ډېر مالومات (د کورنۍ غړي څنګه د ویزې غوښتنه کولی شي) په برخه کې لوستلی شئ.

 د نورو موضوعاتو په اړه لکه د پخوانيو محلي همکارانو، د کډوالو د منلو پروګرام او داسې نورو مالوماتو لپاره افغانستان – وروستي مالومات په برخه کې په پښتو او دري ژبه باندې بشپړ مالومات لوستلی شئ.‌

په څه باید پوه شم؟

د کورنۍ د غړیو د راوستلو لپاره باید په جرمني کې د استوګنې قانوني اجازه ولرئ. همدارنګه که د استوګنې دایمي اجازه (Niederlassungserlaubnis) یا هم د جرمني تابعیت لرئ کولی شئ د کورنۍ غړي مو جرمني ته راولئ. 

د کورنۍ د غړیو د راوستلو په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره زموږ نور مالوماتي څپرکي لکه د کډوالو لپاره د کورنۍ د غړیو راوستل او له کورنۍ سره یو ځای کېدل‌ لوستلی شئ. 

که جرمني ته د پخوانیو محلي کارکوونکو د پروسې یا د کډوالو د منلو پروګرام له لارې راغلي یاست او د استوګنې اجازه لرئ، نو کېدای شي چې د کورنۍ د غړیو د یو ځای کېدو لپاره غوښتنه وکړئ.

په دې اړه له مشورتي ادارو او وکیلانو سره مشوره وکړئ زموږ د مالوماتو په سییمه ییز لټون ماشین کې په خپل ښار کې مشورتي مرکزونه او وکیلان موندلی شئ. 

    د کورنۍ اصلي غړي څوک دي:

    • ستاسو خاوند یا هم ثبت شوی ملګری/ملګرې. د واده پر مهال یې باید عمر لږ تر لږه ۱۸ کاله وي.
    • اولادونه، چې واده یې نه وي‌کړئ‌ او عمر یې له ۱۸ کلونو څخه کم وي.
    • که مو عمر له ۱۸ کلونو کم وي او واده مو نه وي کړئ‌ مور او پلار یا مور د کورنۍ غړي چې په قانوني توګه ستاسو د پالنې مسوولیت پر غاړه لري.
    • کوچني وړونه او خویندې یوازې هغه وخت راوستلی شئ، چې د ژوند اړتیاوې یې پوره کړلی شئ‌ او د اوسېدو لپاره ورته مناسب ځای ولرئ.
    • د جرمني اتباعو کوژدنې (نامزادان) کولای شي په ځینو مواردو کې د واده لپاره د ویزې غوښتنه وکړي

    د کوچنیو خویندو او وروڼو د راوستلو لپاره ځینې استثنایي حالتونه شته. چې په دې اړه لا ډېر مالومات د کډوالو لپاره د کورنۍ د غړیو راوستلو په څپرکي کې لوستلی شئ.

    یادونه: که غواړئ د کورنۍ غړي مو جرمني ته راولئ، باید د کډوالو چارو له ادارې سره ځان ثبت کړئ دا چې څه ډول دا نوملیکنه باید وکړئ په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ د کډوالو لپاره د کورنۍ د غړیو راوستلو په څپرکي‌ کې لوستلی شئ.

      هغه افغانان چې غواړي له کورنۍ سره د یو ځای کېدو ویزه تر لاسه کړي باید کابل ویزې پر ویبپاڼه چې د جرمني سفارت اړوندېږي د انټریو وخت ونیسي:

      اسلام‌اباد، پاکستان: د هغو غوښتنونکو لپاره چې په افغانستان یا پاکستان کې اوسېږي.

      تهران، ایران: د هغوی غوښتونکو لپاره چې لږ تر لږه له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا په ایران کې ژوند کوي. 

      یادونه:  په کابل کې د جرمني سفارت تړل شوی دی، د افغانستان څخه د جرمني‌د هر ډول ویزې غوښتونکي باید په پاکستان او ایران کې د جرمني سفارت ته مراجعه وکړي. 

      د کورنۍ ټولو هغو غړیو ته باید د انټریو لپاره وخت ونیول شي کوم چې تاسو غواړئ جرمني ته راولئ، د هغوی نومونه، د زېږون نېټې او د پاسپورټ شمېرې باید هلته ثبت شي. د ویزې غوښتنه بیا یوازې هغه کسان کولی شي چې د انټریو د ثبت پر مهال مو یې نومونه او مالومات په سمه توګه ثبت کړي وي. هر څوک چې غواړي په جرمني کې د خپلې کورنۍ له غړیو سره یو ځای شي باید په خپله سفارت ته ولاړ شي او غوښتنلیک هغه وسپاري. ماشومان باید له مور، پلار یا هم له قانوني سرپرست سره د انټریو پر مهال حاضر شي. 

      د اوس لپاره د انټریو لپاره د وخت نیول ډېر زیات ځنډېږي او یوازې د انتظار د لېست له لارې ممکن دي. دا متاسفانه په اسلام اباد او تهران کې یو شان ده. دا چې د ډېر وخت د ضایع کېدو مخه مو نیولې وي باید مخکې له مخکې مو ټول اسنادونه په ښه توګه اماده کړئ او د ویزې د غوښتنلیک له پرویسس وروسته هم کېدلی شي څو میاشتې وخت ونیسي تر څو ویزه تر لاسه کړئ. 

        د کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره د ویزې د غوښتنلیک پر مهال، لاندې اسناد اړین دي:

        • د هر غوښتونکي لپاره باید جلا د ویزې غوښتنلیک وي (ډک شوی، چاپي او لاسلیک شوې بڼه یې باید موجوده وي)
        • پاسپورټ (لږ تر لږه باید تر ۹۰ ورځې د اعتبار وړ وي.). پاسپورټ باید د ماشین د لوستلو وړ وي او جرمني ته د داخلېدو پر مهال باید لږ تر لږه ۹۰ ورځې د اعتبار وړ وي. باید ځان ډاډه کړئ ‌چې پاسپورټ مو د ویزې د پروسیس پر مهال له وخته تېر نه شي. که پاسپورټ مو نوي کېدو ته اړتیا لري باید دا کار د ختمېدو له نېټې مخکې تر سره کړئ همدارنګه پاسپورټ باید د څېښتن لاسلیک یا هم د ګوتې نښې ولري.
        • د هر غوښتونکي لپاره دوه دانې بایمیټریک د پاسپورټ انځورونه چې تر ۶میاشتو ډېر وخت نه وي په تېر شوی.
        • تذکرې (د ویزې د غوښتونکي او په جرمني کې د مېشت کس)
          • یا اصلي الکترونیکي تذکره (e-Tazkira)
          • یا کاغذي تذکره خو باید تصدیق شوې ژباړه یې موجوده وي
          • که پاسپورټ د پخوانۍ تذکرې پر اساس اخیستل شوی وي، پخوانۍ تذکره هم باید درسره وي
        • د واده سند:
          • نکاح خط (DIN A5  سایز، سپینه یا شنه کتابچه
          • یا وصیقه خط (DIN A4  سایز،
          • که واده د وکیل له لارې شوی وي، نو اصلي وکالت‌نامه (Wakilnama) له تصدیق شوې ژباړې سره اړینه ده
        • د کورنۍ د اړیکې ثبوت (لکه د ماشومانو د زیږون سندونه:)
          • له هغه چا سره چې غواړئ په جرمني کې یو ځای شئ ټول هغه سندونه باید وړاندې کړئ چې ستاسو کورنۍ اړیکه ثابتوني د بېلګې په توګه تذکره، د واده سندونه او داسې نور. باید هېڅ ډول شک ستاسو پر سندونو ونه شي تر څو مو د کار د ځنډېدو مخه ونیسي.
          • که ماشومان له خپلو والدینو سره یو ځای کېږي، د والدینو د واده سند باید موجود وي، همدارنګه د نکاح ځای، دقیقه نېټه او د اعتبار وړ مهر ولري. په دې سند کې باید د ټولو هغو ماشومانو یادونه هم وشي چې د دغه سند له زېږېدو څخه مخکې زېږېدلي دي.
          • هغه کم عمره ماشومان چې والدین یې وفات شوي وي، باید د خپلو والدینو د مړینې کره ثبوت وړاندې کړي لکه د مړینې سند یا هم د محکمې پرېکړه او داسې نور سندونه چې مړینه یې ثابته کړي.‌
        • د ژبې سند: د A1 کچه جرمني ژبه – د ALTE له خوا تصدیق شوې ادارې لخوا (لکه Goethe-Institut یا ÖSD). په دغه سند باید له یوه کال څخه ډېر وخت نه وي تېر شوی.  
          ځانګړي حالتونه: په ځینو ځانګړو حالتونو کې د ژبې د سند له وړاندې کولو څخه معاف کېدل ممکن دي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو د کورنۍ غړي چې په جرمني کې د کډوالو په توګه پېژندل شوي وي. خو دا پرېکړه د غوښتنلیک له سپارلو وروسته کېږي.‌
        • د لګښتونو د پوره کولو ثبوت: په جرمني کې مېشت کس باید د ثابت عاید او کافي استوګنځي ټول کره سندونه وړاندې کړي.
        • روغتیایي بیمه: د کورنۍ د هغو ټولو غړیو لپاره اړینه ده چې جرمني ته داخلېږي.
        • د مېړه او ښځې/کوژدنو ترمنځ د دوامداره تماس ثبوت:
          • د بیلابیلو وختونو، پیښو او مناسبتونو او د کورنۍ ګډ انځورونه
          • د خبرو اترو او ټلیفوني اړیکو ثبتونه، د غوښتنلیک پر مهال باید لږ تر لږه د تېرو دوه میاشتو د اړیکو ثبتونه وړاندې شي.

        مهم: د ټولو سندونو باید رنګه کاپي وړاندې شي، سپارل شوي سندونه باید ګڼډل شوي، سرېښ شوي او یا هم په کلیپ باندې نه وي تړل شوي، ځکه دا سندونه سکن کېږي.

          • که مو مېرمنې یا هم خاوند له جرمني‌ څخه د واده لپاره سفر کړئ‌ وي باید د هغه سفر ټول رسمي سندونه لکه د ټیکټونه او داسې نور سندونه موجود وي.
          • د واده په سند کې باید د واده نېټه، ځای، مهر او د هغو ماشومانو مالومات لیکل شوي وي چې د نکاح د رسمي ثبتېدو څخه مخکې زېږېدلي وي.
          • که مو دا دویم ځل واده وي، د طلاق ثبوت یا هم د پخواني مېړه او مېرمنې د مړینې سند باید موجود وي.
          • په جرمني کې د اوسېدونکي کس د استوګنې ټول سندونه باید موجود وي، چې له هغې ډلې څخه د کور قرارداد، همدارنګه د اوسېدو د ثبت سند دا سند باید د غوښتنلیک د سپارلو پر مهال له شپږو میاشتو څخه ډېره موده نه وي په تېره شوې.
          • د کورنۍ له غړیو سره د یو ځای کېدو داسې یو لیکل شوی سند باید ولیکل شي چې په هغه کې دا واضح شوي وي چې تاسو د کورنۍ د غړیو یو ځای کېدو ته څه اړتیا لری چې معمولا دا سند Cover Letter په نوم یادېږي. همدارنګه په دغه سند کې دا واضح ولیکئ چې ولې تاسو د کورنۍ غړیو سره د یو ځای کېدو لپاره غوښتنه کړې او څه اړتیا ورته لرئ. که د ویزې غوښتونکي ناروغه وي او پاملرنې ته اړتیا ولري، د ناروغۍ ټول سندونه یې باید موجود وي.‌

             
          • د ویزې فیس: د هر کس پر سر د غوښتنلیک لګښت ۷۵ یورو دی، چې په تهران او اسلام اباد کې باید سفارت ته وسپارل شي.
            • د هغو کسانو لپاره چې جرمني یا د اروپايي اتحادیې تابعیت لري، د دوی میړه/مېرمن او کم عمره اولادونه یا د کم عمره جرمني اولادونو مور او پلار له دې فیس څخه معاف دي.
            • که چېرې د ویزې د اخیستلو له شرکتونو څخه مرسته وغواړئ نو ممکن ده چې د خدمتونو د وړاندې کولو اضافي فیس درباندې راشي.‌

          مهم: د ټولو سندونو باید رنګه کاپي وړاندې شي، سپارل شوي سندونه باید ګڼډل شوي، سرېښ شوي او یا هم په کلیپ باندې نه وي تړل شوي، ځکه دا سندونه سکن کېږي.

            د ویزې پروسس معمولا ستاسو د اسنادو په بشپړوالي او همدارنګه په سفارت کې د کارونو په ډېروالي او یا هم کموالي پوره اړه لري. دا چې ډېر زیات افغانان په اسلام اباد او تهران کې د ویزې غوښتنه کوي نو معمولا کارونه یې ځنډېږي. په اوسط ډول د ویزې پروسس له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت نیسي او ځینې وخت ممکن تر دې هم ډېر وخت ونیسي. 

            په امتیازي ډول د کورنۍ د غړیو راوستل 

            هغه کسان چې په جرمني د کډوالو په توګه منل کېږي هغوی دا امتیاز لري چې د کورنۍ غړي جرمني ته د کوم شرط له پوره کولو پرته راولي، چې دا حالت ځانګړی دی: 

            • هغوی مجبور نه دي، چې د کورنۍ د غړیو د راوستلو لپاره عاید ولري.
            • یا هم د جرمني ژبې سند یې د کورنۍ غړي ولري

            ممکن په ځینو حالتونو کې یې د ویزې پروسس هم کم وخت ونیسي، خو دا چې خلک ډېر دي ممکن دوی لپاره هم دا پروسه وخت نیوونکې وي. 

            مهم: که په جرمني کې د کډوال په توګه ومنل شئ، د دې لپاره چې له دغه امتیاز څخه برخمن شئ، باید په لومړیو درېیو میاشتو کې د کورنۍ د غړیو راوستلو غوښتنه وکړئ. که د دغه دری میاشتنۍ مودې وروسته غوښتنه کوئ بیا دا امتیاز نه لرئ. 



            مهمې یادونې:

            • که وکیل ستاسو د کورنۍ د غړیو د راوستلو پروسه پر مخ وړي، له وکیل سره باید د وکالت سند لاسلیک کړئ تر څو وکولی شي له سفارت سره د اړیکې په مهال ستاسو استازولي وکړي.
            • په ځینو ځانګړو حالتونو کې ممکن سفارت له تاسو څخه د DNA د ټیسټ غوښتنه وکړي، تر څو مالومه کړي چې په رښتیا هم کوم کس چې تاسو جرمني ته راولي ستاسو د کورنۍ غړی دی.
            • په یاد ولرئ، چې ځینې وخت ممکن په جرمني کې د استوګنې په قانون کې بدلون راغلي وي او تاسو ترې خبر نه یاست، د دې لپاره ښه ده چې هر وخت تازه مالومات د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه وګورئ.‌

              که ویزې ته د اپلای کولو پر مهال مرستې ته اړتیا لرئ، نو له لاندې ځایونو څخه د مرستې غوښتنه کولی شئ:

              • مشورتي مرکزونه په دې برخه کې درسره مرسته کولی شئ، دا چې خپلې سیمې ته نږدې مشورتي مرکزونه پیدا کړئ‌زموږ د سیمه ییزو مالوماتو ماشین کارولی شئ. په هغه کې مو یوازې د کور پته، دا چې په کومه برخه کې مشورې ته اړتیا لرئ او دېته ورته نور مالومات ولیکئ ستاسو د استوګنې ځای ته به نږدې ټول مشورتي‌ مرکزونه درته پیدا کړي.‌
              • د پرو ازول او د کډوالو شوراګانې هم درسره حقوقي او هم عملي مرسته په دې برخه کې کولی شئ.
              • ځایي کډوالو ته د مرستې نوښتونه چې د بروکراسۍ له ستونزو او د وېزو د غوښتنلیکونو له بهیر سره مرسته کوي.
              • د جرمني سره میاشت (German Red Cross): د هامبورګ دفتر سره په +49 40 4 32 02 0 شمېره اړیکه ونیسئ یا یې بریښنالیک ته fz@drk-suchdienst.de  ایمیل ولیږئ. د کورنۍ د بیا یو ځای کولو برخې د کارکوونکو مستقیمې شمیرې د ویب‌پاڼې په پای کې د "Contact and Phone" تر عنوان لاندې موندلی شئ. تاسو کولی شئ د خپل استوګنځي د پوستي کوډ په داخلولو سره نږدې د سرې میاشتې دفتر هم پیدا کړئ.
              • له FAP   سره د اړیکو مالومات: 

              شمېره: +49 30 2902245500

              بریښنالیک: info.fap.de@iom.int

              دوی معمولا په دري، پښتو، جرمني‌او انګلیسي ژبه له دوشنبې تر پنجشنبې پورې د لاسرسي وړ وي. 

               

              • د IOM  سره د اړیکو مالومات: 

              شمېره: +93 701104000

              بریښنالیک: info.fap.af@iom.int

              پته: کور نمبر ۲۴، درېیمه کوڅه، انصاري څلور لارې، شهر نو، کابل (یادونه: د کابل FAP دفتر ته لیدنه یوازې د مخکې ټاکل شوي وخت له مخې ممکنه ده)، د یکشنبې څخه تر پنجشنبې پورې شتون لري.

                په فورم کې زموږ ټولنه

                هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                فورم ته دوام ورکړئ

                ځای پر ځای ملاتړ

                د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                یو پروژه د
                • medienmacher
                • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                تميلوونکي:
                • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو